نن ماښام دزابل ولایت مرکز کلات ښارته څرمه دخرواریانوپه سیمه کي دکابل کندهارپرلویه لاره د یوه ۳۰۳موټر او د ناټو د اکمالاتي کاروان د امنیتي ساتونکو د سپرلۍ د سرف موټر د جنګیدوله امله ملکي خلکوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د امنيې قوماندانۍ یوه جګ پوړي چارواکي دنوم نه اخیستو په شرط د لراوبر خبریال ته وویل چي پیښه نن ماښام اووه بجې رامنځ ته شوي، د هغه په خبره چي په پیښه کي څلور تنه مسافر وژل شوي او د ټپیانو شمیره لاتردې ګړي نه ده په ډاګه شوې.
نوموړي زیاته کړه چي تردم ګړي لانه ده مالومه چي په پیښه کي څوک ملامت دى، دابه وروسته په ډاګه شي.
دیادولووړده چي تیره ورځ هم دیوه ۳۰۳ موټردچپه کیدوله امله څلورپنځوس۵۴ تنه مسافروته مرګ ژوبله اوښتي وه، هیره دي نه وي چي دموټرو چټک چلاو عام خلک له تشویش سره مخامخ کړي.