د ناټو ځواکونو ويلي چي تيره مياشت يې په افغانستان کي تر بل هر وخت زياته بمباري کړې او د تيرو نهو کلونو ريکارډ يې ټينګ کړى دئ.
ناټو وايي سره له دې چي د طالبانو پر مرکزونو بمباريو زور اخيستى، خو د تېر کال دغه وخت په نسبت د ملکي کسانو تلفات لږ دي.
ناټو که څه هم د ملکي تلفاتو د لږوالي دعوه کوي، خو د سره صليب د نړۍ واله ټولني يوه عکاسه کېټ هولټ د کندهار ميرويس روغتون ته تللې، وايي يوازي د کندهار ميرويس روغتون ته د تېر کال د دغو شپو په نسبت دوه برابره د جګړې ټپيان وروړل سوي دي.
ناټو ويلي چي د اکتوبر په مياشت کي يې شاوخوا ١٠٠٠ بمونه استعمال کړي وو، خو د نومبر په مياشت کي يې بمباري ځکه کمه کړه، چي د طالبانو مقاومت په ځينو سيمو کي د هوا په سړېدو سره کم سوئ دئ.
ناټو پر داسي مهال د ملکي تلفاتو د لږوالي دعوه کوي، چي د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د بهرنيو ځواکونو د خپل سرو عملياتو، د شپې د چاپو او په بمباريو کي د ملکي کسانو د مړيني په باب د خلګو نيوکي کېږي.
تيره مياشت د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن پوسټ سره په يوه مرکه کي پر ناټو نيوکه وکړه، چي د يوه طالب د نيولو يا وژلو دپاره لس ملکي افغانان وژني.