د انتخاباتو کمېسون په کابل کي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي د غزني ولايت د پارلماني انتخاباتو نهايي نتايج اعلان کړل.
د غزني ولايت د نتايجو اعلان تېره اونۍ د تخنيکي ستونزو په پلمه پاته سوئ وو.
د انتخاباتو کمېسون د رايو د ورکولو په ورځ د غزني د ١٧ ولسواليو څخه په ١٢ ولسواليو کي د رايي اچوني مرکزونه د امنيتي ستونزو په پلمه نه وو خلاص کړي، چي له امله يې د ولايت څخه يوازي د يوه قوم استازو ولسي جرګې ته لاره پيدا کړه او پښتانه چي په غزني کي اکثريت دي حتى يو وکيل يې هم ولسي جرګې ته نه دئ بريالى سوى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه