دوه ځله دډیموکراسی تمثیل زموږپه ګران هیوادکی ترسره کیږی. غواړم ددی پروسی ورته ټکی اوستونزی په لنډډول بیان کړم:
کله چی دافغانستان پخوانی پاچاپریکړه وکړه چی داوږدی مودی سکوت څخه دهیوادولس ته داچانس ورکړی چی شاهی خاندان دنوی اساسی قانون په تصویب باندی دیوی شمیرلوړودولتی چوکیودنیولوڅخه بی برخی کړی. دلومړی ځل لپاره یی ډاکټریوسف(غیری خاندانی) دلیږدونکی دوری دصدراعظم په توګه موظف کړ. دکمیسون دغوراودلویی جرګی ترمنلووروسته په هیوادکی دلومړی ځل لپاره داسی اساسی قانون رامنځته شوچی دهیوادوګړوته یی یوشمیرازادیګانی منلی وی.
داابتکاردپاچالخواوشوکه څه هم دشاهی کورنی یوشمیرمهم غړی دسردارمحمدداود په ګډون ورسره په مخالفت کی وه. ولی سره ددغه اساسی قانون بیاهم دواک ډیری برخی دپاچاسره په مسقیم اویادمداخله کولوپه ډول پاته شوی.
دnahimi.dk/pashto ویبپاڼه کی دښاغلی دوکتور م ، ع ، روستار تره کی دلیکنی ځنی برخی په دی اړوندولولی:
د ۱۹۶۴ م کال اساسی قانون چه د سلطنتي کورنی تر منځ د کړکيچ او ټکر محصول ګڼل کیږی ، د سلطنتی کورنی د خپلمنځي منازعی په یوه وسله بدل شوی وه . په اساسی قانون کی د سلطنتی کورنی غړی تعریف شوه تر څو چه سردار داؤد د سیاسی صحنی نه لری وساتل شی .
د اساسی قانون د اعلان نه وروسته له یوی خوا د سلطنتی کورنی په منځ کی کړکيچ لا زیات ژور شو او له بلی خوآ د ټولنی په کچه د اساسی قانون د پلي کولو په اړوند د سیاسی کړیو او پاچا تر منځ نوی اختلاف د زیږیدو په درشل کی شو : سلطنت اساسی قانون د یوي تکتیکی سیاسی وسلي په توګه کاروه نه د دیموکراسی د پلی کولو د ستراتژی د یو افزار په توګه . نو له دي کبله يي د اساسی قانون خلاف همیشه په حکومتی او پارلمانی چارو کی مداخله کوله . اما سیاسی کړیو د حکومت او پارلمان د ننه یا د باندی د اساسی قانون د مراعاتولو په دریځ کی قرار درلود .
دپورته مطالبوپه لوستلوباندی داسی باورپیداکولای شوچی دډیموکراسی رامنځته کیدل دافغانی ټولنی دسیاسی، اقتصادی اوټولنیزودی دپرمختګ دپروسی یورښتنی زیږنده پیښه نه وه. بلکه نوروکورنی اوبهرنی عواملورغنده رول ورپکښی درلودی. چی په پایله کی پاچاپرخپله ورکړی«تحفه» پښیمانه اوتروروستی شیبی پوری یی دګوندونوقانون لاسلیک نه کړ، په داسی حال کښی چی ولسی جرګی هغه تصویب کړی هم وه. ډیرپوهان اولیکوالان په دی انددی چی دګوندونودقانون دنه لاسلیک کولوپه خاطرکیڼ اړخه ګوندونوپه نیمه مخفی ډول خپلوګوندی فعالیتونوته زورورکړی. ولی منڅلاروروڼ اندویاهیڅ ګوندجوړنه کړاویاهم یی دودی زمینه برابره نه شوه. نه غواړم چی دابحث ته ژوره کتنه وکړم ځکه دا ډیرلوی اوپیچلی بحث دی. خبره داده چی دکلونوپه اوږدوکی ولس دخولی ښورولوامکان نه درلودی اوپوره(۱۷) کلونه یی دسردارمحمدهاشم خان تر دیکتاتوری لاندی ژوند کړی وه، اودوروستنی صدراعظمانوپه دوران کی که څه هم سردارشاه محمودخان ځنی کسان دډیموکراسی پلاربولی، رښتینی زمینه برابره نه شوه. نو ځکه دډیرکوچنی امکان څخه روڼ اندو، کیڼ اوښی ګوندونوګټه پورته کوله تر څوبیاتیرحالت رامنځته نشی. زماپه اندپه یوه داسی ټولنه کی چی دیموکراسی هیڅ ریښه ونلری اودټولنی ډیره کی هم نالوستی وی اوبرسیره پردی دلوړوزده کړو درلوونکی یاپه لوړوکورنیواړه ولری اویادکښتی اومنځنی طبقی روڼ اندی دګوتوپه شمیروی ، ډیره به ګرانه وی چی دانارشیزم اوګډوډی مخه ونیول شی. داسی ستونزه لاهم وه چی ډیموکراسی په هغه پیمانه چی وعده شوی وه، ټولنی ته وړاندی نه شوه. چی پایله یی دتولیدی موسساتوبندیدل، دپوهنتون د پوهیدونکو (محصلینو) داوږدی مدی اعتصابونه اوورته ګډوډی یادولای شو. کاش په هغه زمانه کی په ښه تدبیرسره دټولنی دنوروپرمختګونوپه څنګ کی د ډیموکراسی پروسه داسی ګړندی شوی وای، چی دپخوالی درجی ته رسیدلی وای. یوازی به پړه پرکیڼ اوښی اړړړخوګوندونونه وراچوه. دپورته لیکنی پربنسټ ویلای شوچی دشاهی کورنی خپلمنځی دښمنیوهم دډیموکراسی دپروسی په ناکامولوکی بشپړرول ولوباوه. که په هغه وخت کی دوخت پاچاپه پوره سنجش اوتدبیرسره دخپلی وعدی له مخی په اجراییوی چاروکی ډیره مداخله نه وای کړی اویوازی یی په هیوادکی د ډیموکراسی دپلویانوټینګ ملاتړکړی وای، دقبیلوی سیستم بنسټونه یی په تدبیر سره کمزوری کړی وای. نوضروربه داسی ولسی جرګه رامنځته شوی وای چی په هیوادکی به یی لږترلږه دډیره کیواستازیتوب کړی وای. دهغه وخت ټاکنی موښه راپه زړه کیږی. دمخالیفینودنوماندکیدوڅخه حکومت په لړزه راتلی اوپه بیړه به یی دوروستی چاری څخه کاراخیستی، یعنی مخالیفین به یی زندان ته اچوله.
زماپه انددډیموکراسی پروسه په لوړه کچه دلوړوچارواکوله خوادکورنیودښمنیواو هم دیومنظم قانونی چوکاټ دنه درلودلوپه وجه کمزوری شوه. داڅرګنده ده چی زموږپه هیوادکی نالوستی اوفقرډیره ناوړه اغیزه ددغه بهیردپرمختګ لپاره را منځته کړه. دزبرځواک(پخوانی شوروی اتحادګاونډیتوب) علاقه اودامریکی بی میلی به دافغانستان سره په بهرنیوعلتونوکی رغنده رول ولوبولی وی. ولی یوه څه چی په ښه یی یادولای شوهغه داچی هرڅه دخپلوافغانانوترمینځ وه دبهرنیانو مستقیم تسلط وجودنه درلودی.
اوسنی حالاتوته کتنه:
دسپتمبرتریولسمی نیټی وروسته بیاداچانس پیداشوچی دډیموکراسی ناری سوری ووهل شی. ولی داځل حالات ترپخواډیرکړکیچن وه، دبهرنیانوسره دمختلفو ګروپونواړیکی دزغم ترسرحدوتلی وی. که ښی اوکه کیڼ اوکه هم منځپالی ګوندونه یاشخصیتونه دی په یویابل ډول تریوبهرنی ځواک تروزرونوخوځښت کوی اوکه بیخی اړیکی ونلری، نولږترلږه دداسی اړیکودموندلوهڅی خوکوی.
بله ستونزه داوه چی هیواد(۲۱) کاله کیږی چی دخونړی جګړی سره دبهرنیانو اوخپل منځیوجګړو په لمبوکی سوځیدی. دهیواداقتصادی، ټولنیز،سیاسی اوکلتوری بنسټونه دسټی څخه وران شوی وه. دامریکی اونړیوالی ټولنی په پیرزوینه ددوی دموخواوستراتیژیکوغوښتنوپه مطابق په اصطلاح ډیموکراټیک نظام رامنځته شو دانظام دټولنی دطبعی پرمختګ محصول نه بلکه دټانک اوزورپه وسیله په هیواد کی وغوړیدی. په بیړه اساسی قانون جوړشوچی دتوپکوالوزورپه ښکاره ورپه کښی ځلیدی لویه جرګه پخوانی عنعنی لوی جرګو ته ورته نه وه. دالاهم ویل کیده چی بهرنیانوښکاره اغیزه ورباندی درلوده، اساسی قانون ترکړکیچونوخبرو وروسته تصویب شو، په بیړه سیاسی ګوندونه جوړشوه چی په دی جګړه ځپلی هیوادکی ژرترسلوهم واوښته. په زړه پوری خوداده چی په دی جګړه ځپلی هیواد کی چی لویه شمیره خلک دفقر، نیستی اونالوستی سره لاس اوګریوان دی، ګوندونو څنګه وکولای شوای چی ټاکلی شمیره غړی دخپلوګوندونولپاره پوره کړی. تردی وروسته تلویزیونی شبکی ، شخصی پوهنتونونه، راډیوګانی، ورځپاڼی اونور… په بیړه رامنځته شوه. دنیوکوکچه پرچارواکوپه لوړه پیمانه پیل شوه، دولسی جرګی ټاکنی، دولسمشر ټاکنه اوپه ځینوځایونوکی دولایتی شوراو ټاکنی هم ترسره شوی. په ټول ډول دا په زړه پوری اوګټوره خوځښتونه وه. ولی پوښتنه داده چی ددی ټولوبازیوممثلین هغه پخوانی ټوپکوال نه دی؟ ایاددغی پیچلی پروسی دګړندیتوب لپاره دډیموکراسی اصل ته وفادارخلک په سیاسی لوبه کی ځای لری؟ ایادارښتیانه ده چی دښځودحقوقوډیری مدافعین ددی اصل سره په سټه کی مخالف دی؟ دابه رښتیانه وی چی همدغه کسان یوازی دپیسواوخپل د ځانی قدرت دساتلولپاره اوسنی مانوری کوی؟ ایاڅوځلوټاکنوونه ښودل چی اوس هم په پراخه پیمانه په ټاکنوکی دتوپک اوپیسوزورواکمن نه وه. داهغه ولسی جرګه نه ده چی زیاتره وخت یی نصاب بشپړنه وی؟ دابه دامعنی ونلری چی ددغی ولسی جرګی یوه لویه برخه به په شخصی چارواودپیسوټولولوپه غم کی وی؟
اوس بیاداسی لوبه پیل ده چی دولس استازی ولس ته ستونزی جوړوی. لاری په ساعتونودعادی خلکوپه مخ تړلی وی. ځکه چی نوماندان په غصه دی. داټوله دڅه لپاره؟ په رښتیادعدالت غوښتونکی دی اوکه دناکامه نوماندانودمقام حرص دی هر څه دډیموکراسی په بهانه بله بڼه اخیستی ده؟ فکرکوی چی بهرنیان به ډیموکراسی راته سمباله کړی، هیڅکله نه؟ دډیموکراسی دتعریف سره دخلکودواک نوم تړلی دی، عجیبه نه ده چی ټاکنی دټانک په زورکیدلی؟؟ فکرکوی چی دالوتکوتر بمبارداودټانکونوترغړومبی لاندی په هیوادکی دډیموکراسی پلی کیدل ممکنه چاره ده؟؟ هیڅکله نه؟؟
زماپه اندداځل تردیموکراسی ترلسیزی زیاته ګډوډی ده، دډیموکراسی ترنامه لاندی په هیوادکی درشوت په بدل کی چوراوچپاول په زورکی دی، دډیموکراسی ترنامه لاندی هغه کړنی کیږی چی دافغانستان په تاریخ کی بیله دمجاهدینو تر دوران بل وخت سابقه نلری.
ګراونواومعززووړنو! هرافغان ملی مسولیت لری چی دملت دټولیدولپاره په هره ژبه، مذهب اوقوم پوری چی اړه ولری، هڅی اوتلاښونه وکړی. په هیوادکی د پردیوپه زوردیوسالم نظام جوړیدنه ممکنه نه ده. بیګانه دسولی پیغام نلری، هغوی خپل دموخولپاره جګړه په مخ بیایی، دافغانانوبچی که ازبک ، تاجک، پښتون، هزاره، هندو، سیک…. اوبل هرهغه څوک چی ددی خاوری بچی دی، دمرګی کندی ته سپارل کیږی. موږافغانان بایددخوبه راوپاڅو، دهیواد هرڅه دخپلوبچوپه مټ جوړکړو ، بایدپه ټینګه باورولروچی هره ستونزه یوازی دافغان ترنوم لاندی په یووالی سره جوړیدای شی « پردی کټ ترنیموشپودی!
اوسنی روان حالت ډیموکراسی ته په هیڅ ډول ورته والی نلری، اوبه خړیږی او هردهیواددښمن ماهیان ورپکښی نیسی. راشی چی په لاندنی هیلوخپل کاروان پرمخ بوزو:
دیوموټی افغانستان په هیله
دیوی افغانی ډیموکراسی اوورولی په هیله
هیواددافغانانویووالی، ورورولی اوکارته اړتیالری
پردی زموږپه هیوادکی سالم نظام نه شی جوړولای
دخپلونیکونوویاړلوکارناموته درناوی یوازی په ورورلی اوپخلاینه کیږی
که ډیموکراسی ده، که داسلام دنامه څخه بهرنیان ناوړه ګټه اخلی، زموږملاتړنه لری.
موږخپل دوداوکلتورلرواودتاریخ په هرترینګلی پړاوکی په خپل منځ کی ترستونزوبریالی وتلی یو.
راځی دافغانستان په نامه دورورګلوی لاسونه سره ورکړو.
هرافغان چی په هره عقیده دی دافغانی موربچی دی.
سرلوړی دی وی ویاړلی افغانستان