کور / تازه خبرونه / زابل: ترافيکي پېښي ٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

زابل: ترافيکي پېښي ٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن دورځي د نهوبجو په شاه وخواکي دکابل کندهارترمنځ پرلویه لاره دزابل ولایت مرکز کلات ښار ته په درې کیلومیترۍ کي دباکورزو سيمي ته څیرمه دیو۳۰۳موټر د چپه کیدوله کبله۵۴ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله واوښته.
دزابل دوالي ویاندمحمدجان رسولیار وايي چي پیښه هغه مهال رامنځته شوه، چي په یاده سیمه کي داکمالا تي کاروان باروړونکي موټر ولاړوو چي داکمالاتي کاروان دامنیتي ساتونکودسپرلۍ سرف ډوله موټردکاروان د منځه پرشاه راوتى چي ۳۰۳موټر دزیاتي چټکۍ له کبله موټرچلونکي دسرف موټر څخه ګرځاوه، خو تر سړک لاندي لویدلئ دئ.
په پېښه کي شپږ تنه مړه او ۴۸ تنه نورټپیان شوي دي،
هاخوا د زابل د ولایتي روغتون رئیس ډاکترملک الدین احمدزئ وايي دوى ته يې د پیښي ځيني ټپیان وروړي چي تر تداوي وروسته يې رخصت کړي دي.
د احمدزي په خبره په دې پېښه کي شپږ تنې ښځي هم ژوبلي شوي وې، نوموړي زیاته کړه چي د ټپیانو له جملي څخه د څلورو تنو روغتیايي حالت ښه نه وو چي بهرنیوځواکونو د تداوى لپاره له ځان سره وړي دي.
د کندهار او کابل پر لويه لاره نيژدې هره مياشت دغسي ټکرونه رامنځته کېږي، چي ډېرى يې د سړک د خرابوالي او د چلوونکيو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.