د پر له پسې مظاهرو په دوام د زابل ولایت په کلات ښار کې نن بیا د کاندیدانو ملاتړو مظاهره وکړه او د غوښتنه یې کوله چې د باید د ټاکنو کمیسیون خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دغه لاریون کوونکو ویل چي دوي خپلې رايې استعمال کړې او هغه کسان چې ډیري رایې يې وړې وې بریالي ندي اعلان شوي بلکه د پيسو او رشوت په وسیله نور کسان کامیابه اعلان شوي دي.
دغو لاریون کوونکو چې د خپلې خوښي د کاندیدانو عکسونه يې هم له ځان سره لیږدول ویل چې که یې غوښتنو ته غوږ ونه نیول شي نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه