کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا دېګ او همدا ټېپر

دا دېګ او همدا ټېپر

وه مو ليدل چې په چين کې د اسيايي لوبو په پيل کې د ګران افغانستان لوبغاړو ته دملي سندرې (!) پر ځای يوه بله ببولاله وغږول شوه ؟!
ما ژر ژر هغه د چا خبره زر ځلې شکر پدې وويست چې د لوبغاړو په لاسونو او منګلو کې خو لا د ګران هېواد له پرتمه او غېزه ډک ، تور، سور او زرغون بېرغ او جنډه هسکه او رپانده وه ٠
د خپل بيرغ په ليدو مې سترګې ناببره د خوښۍ له اوښکو ډکې شوې، ژر مې شا او خوا وکتل او اوښکې مې پاکې کړې ، بيا مې بې شماره شکرونه پدې هم وويست چې ځه شکر چې زموږ جنډه خو لا ژوندۍ او رپانده ده ، الله (ج) دې يې له کورنيو غليمانو په امن کې وساتي٠
د ه يوه افغان په توګه د ګران افغانستان د غليمانو پدې ناوړه چلند او سپين سترګۍ ډېر درد او رخه راغله ، خو په اصطلاح د ښاغلي حامد جان کرزي په ملي سرود مې هيڅ چورت ځکه خراب نه و ، چې وايي همدا دېګ او همدا ټېپر ، ښاغلي حامد جان خود خپل دې لوی ،يوو موټي او درانه قوم سره هغه وخت د دښمنۍ اعلان وکړ چې د ارواښاد شهيد سردار داود خان د وخت پوخ ، کره او ټولو ته د منل شوي واقعي ملي سرود پر ځای يې د ملي اچار د جوړېدو فرمان صادر کړ ٠
په نړۍ کې به څوک داسې يو هېواد هم پيدا نه کړي چې په هغه کې دې ټول د يوې ژبې ، يو قوم او د يو رنګ او روغن وګړي مېشت وي ٠ خو د ملي وحدت او پيوستون په خاطر بيا ټول ، تورين او سپين مخي ، لږکي او ډېرکي د ځان پر ځای پر خپل اولس او د خپل کور پر ځای پر خپل ټول هېواد وياړي٠
نو ښاغلي حامد جان چې پخپل ملي سرود(!) کې د افغان د وياړلي نوم پر ځای د پشتون ، تاجګ ، هزاره ،ايماق ، هندو ،ګوجر،سقاو، ازبک، اوباش، دره يې نوري او ٠٠٠٠٠٠ نومونه ځايوال او پدې ډول يې د ملي سرود پر ځای د ملي اچار د جوړېدو شوق کولو نو اوس دې د دې څو کلن ښه اخته شوي او خوړين شوي اچاره مزه وڅکي ٠ که په کور او دفتر کې يې په خوند نه مړيږي نو کولای شې چې په Mp3 کې يې هم واچوې او په سفرونو کې يې هم خوند وڅکې !
او موږ به هغې ورځې ته شېبې شمارو چې د نورو زخمونو تر څنګ مو ملي سرود هم ورغيږي٠
( څو چې دا ځمکه اسمان وي
څو چې دا جهان ودان وي
څو چې ژوند پدې جهان وي
څو چې پاتې يو افغان وي
تل به دا افغانستان )