کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ټيلويزوني چينلونو کي د ډيورنډ کرښي د بحثونو په اړه د ژغورني جرګې اعلاميه

په ټيلويزوني چينلونو کي د ډيورنډ کرښي د بحثونو په اړه د ژغورني جرګې اعلاميه

د لوی خدای په نامه


د ډيورنډ استعماري کرښه


ګرانو هيوادوالو له څه مودې راهيسې  يوه افغان تلوېزيونې چېنل  چې د يوې نا څرګندې مالي سرچېنې له خوايې مالي لګښتونه پوره کېږي د ډيورنډ کرښې په اړه ځانګړې خپرونه پر مخ بيايې .
شک نشته چې موږ دنده لرو چه باید د ډيورنډ د مسلې د عادلانه حل  په اړه راتلونکی نسلونو ته خپل پیغام واستوو .  خو په اوسنی اوضاع او احوال کی د طرحې شاه ته  په افغانستان کې نړۍ واله پوځي ټلواله ولاړه ده .
 د افغانستان د ژغورنې جرګه باوري ده چې د تېري ګرو استعماري ځواکونو له لوري د ډيورنډ د کرښې د مسلې مطرح کېدا په داسي حال کې چې نړۍ واله پوځي ټلواله له وسله وال ملي مقاومت سره په خونړۍ جګړې کې را ښکېله ده تېر اېستونکی او له ريښتينولي لري عمل دی چې نړۍ واله پوځي ټلواله يې د ډيورنډ د لانجې د طرحې کېدا سره پر يو وخت وړاندي کوي له يوه پلوه  :
۱– په هېواد کې د يوه لاسپوڅې او کمزوري حکومت د پايښت لپاره پرله پسې هڅې کوي .
۲ – پوځي عمليات يې په پښتون مېشتو سيمو کې پراخ اوډېر کړي دي او د پښتنو عامه وژله يا  « ژنو سايد » دوام لري .
۳ – د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا پر خلاف يې د هېواد په شمال کې بېلتون غواړي شر اچونکې فاشيستي او سکتارستې ډلې او عناصرلمسولي دي .
۴ – په اوسني حکومت کې يې د ډيورنډ د لانجې د سوله ييز اواري پښتون دښمنه عناصر ځای پر ځای کړي دي .
له بلې خوا نړۍ واله پوځي ټلواله د ډيورنډ کرښې په اړه په خپلو تبليغاتي ډنډورو او غوغا سره لاندنۍ موخې لري :
۱ – غواړي پر پاکستان د باو واچوي چې په شمالي وزيريستان کې د افغان مقاومت پر خلاف له سره پوځي عمليات پيل کړي .
۲ – د وسله وال مقاومت او ملت پالو تر منځ له مذهبه د ملت پالنې  په بېلېدا سره بېلتون رامنځته کړې او له دې لاري يو اړخ په خپلو پوځې عملياتو کې شريک کړي او بل اړخ يې ګوښې ته او تجريد کړي .
۳ – عامه افکار په افغانستان کې د نېواک ، جګړې ،وحشيګريو، ناتار،او روان انساني ناورينه د يوې ملي دعوا لوري ته واړوي . او سوکه سوکه له خپلو تش په نامه افغان لاسپوڅو او تالېڅټو نوکرانو سره يو ځای د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا ضد پلان پلی کړي .
د افغانستان د ژغورنې جرګه د ډيورنډ کرښه له حقوقي پلوه  بې بنسټه او له سياسي پلوه د دوو ګاونډو هېوادونو افغانستان او پاکستان تر منځ د اوږد مهاله کړکېچ سرچېنه ګڼي او ددغې لانجې په عادلانه او سوله ييز اواري کې له ټولو ښکېلو بهرنيو او کورنيو لورو د رښتينې هڅې او مرستي هرکلی کوي .
خو په اوسنيو شرايطو کې چې افغانان په يوې اوږدمهالې خونړۍ او له بهره تپل شوي جګړې کې ښکېل دي او د هېواد راتلونکی له بدو پېښو او ناخوالو له جدي خطرې سره مخامخ ده ، د ډيورنډ کرښې د مسلې مطرح کېدا شراچونکې، غرضي او له حقيقته لري ګڼي .
د افغانستان د ژغورنې جرګه  د ډيورنډ د لانجې اواری يوازي په هېواد کې د سياسي ثبات ، د ملي واکوالۍ د حق د پېژندلو او د يوه غښتلي حکومت د ټېنګېدا په شرايطو کې چې د وسله وال مقاومت ملاتړ هم ورسره وي شونی ګڼي .
او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو خوځښتونه او د امريکايي بې پيلوټه الوتکو جنګي عمليات چې د بې ګناه پښتنو کورونه په نښه او د بې ګناه ماشومانو ، ښځو او نارينوو ژوند ور اخلي په کلکه غندي او په دې اړه د ملګرو ملتونو او ټولو نړۍ والو سوله غواړو او دموکراتيکو موسېسو ، او خير غواړو انسانانو د ږغ پورته کولو غوښتنه لري.
د افغانستان د ژغورنې د جرګی اومه اعلامیه 
۲۸ – ۱۱ – ۲۰۱۰ ع کال