د ولسي جرګې په انتخاباتو کي د درغليو په سر د لوى څارنوالۍ دريځ او روانې ناندرۍ نن بيا هم په کابل کي د خپريدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي مسايل جوړوي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼي دې مسئلې ته په پام سره، چي د انتخاباتو او انتخاباتي شکايتونو د کمسيونونو د څلورو کارکوونکو د احضارېدو له اعلان نه درې ورځي تيريږي او لا هم دوي نه دي احضار شوي ليکلي، چي ممکن لويه څارنوالي له خپله دريځه په شا سي .
خو ورځپاڼي دا خبردارى ورکړى، که لويه څارنوالي له خپله دريځه پر شا سي، نو دوي لوى ستونزې رامنځ ته کېداى سي .
ورځپاڼه ليکي يوه ستونزه به دا وي، چي خلک نا قانونه لارو ته مخه کړي او تاوتريخوالي به رامنځ ته کړي او بله دا، چي په هېواد به يو ناوړه او پردى پارلمان وتپلى سي .
سرنوشت لوى څارنوالۍ ته دا ګوت څنډنه کړې، چي له خپله دريځه دي نه پر شا کيږي، که نې هرڅه، چي پېښيږي د هغې لوى مسؤليت به د لوى څارنوالۍ پر غاړه وي.
ويسا:
ويسا خپلواکي ورځپاڼي بيا ليکلي، چي د ولسي جرګې انتخابات په يو ملي بحران د بدليدو په حال کي دي او دا ځکه، چي د ورځپاڼي په وينا د بهرنيانو تر سيورې لاندي داسې ادارې سته، چي تورن کسان پکښي پناه اخلي او ځان د عدلي او قضايي ادارو له تحقيقاتو ژغوري.
ورځپاڼي له روان بحران څخه د وتلو يوازنۍ لار په هېواد کي د سته قوانينو پلي کول او ملي يووالى بللى.
راه نجات:
راه نجات نا دولتي ورځپاڼي بيا بله ټکه کړې او ليکلي، چي په انتخاباتو کي د روانو لانجو يوازنى هدف د راتلونکي ولسي جرګې کمزوري کول دي .
ورځپاڼي روانې لانجې د افغانستان په زيان بللي او ژر تر ژره يې د هغو د هواري غوښتنه کړې.
د بحران د نړيوالي ادارې وروستې رپورټ، چي پکښي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو اغيزي څېړل سوي بله مهمه مسئله ده، چي په کابل کي خپرېدونکو ورځپاڼو را اخستې.
اراده:
ارادې خپلواکي ورځپاڼي دا رپورټ د افغانستان د سته ناخوالو يو روڼ انځور بللى.
ورځپاڼي ليکلي په دې نوي رپورټ کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته ځينو ستونزو ته هم اشاره سوې او دا خبردارى ورکړل سوى، چي دا کار به د کابل د حکومت د نسکورېدو سبب سي .
ورځپاڼي ليکلي په دې رپورټ کي د تېرو نهو کلونو ناکاميو ته هم اشاره سوې، چي له امله يي افغانستان اوس له بحران سره مخامخ دئ.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼي بيا د بحران دې رپورټ ته په اشارې ليکلي، چي اوس دا ثابته سوې، چي افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې کمزورى چلند کوي، افغان پوليس په فساد کي ښکيل دي او ملي اردو د نفوذ د خاوندانو په اشارې عمل کوي.
ورځپاڼه د بحران د نړيوالي ادارې د رپورټ په حواله دا هم ليکي، چي په افغانستان کي د طالبانو د ماتولو لپاره د ناټو ستراتيژي هم ناکامه سوې او د هغې اساسي علت دا دئ، چي طالبانو په خلکو کي نفوذ کړى او د هغوي ملاتړ يي خپل کړى.
خدمتګار ليکي، چي په دې رپورټ کي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د ايستلو لپاره د ليزبون د سرمشريزي پرېکړه د حل لار نه ده او د رپورټ له مخي دا کار به يو ځلي بيا افغانستان د نوي يمي لسيزې کورنيو جنګونو ته ور ټېل وهي.