کور / تازه خبرونه / ولسمشر يو ځل بيا د خصوصي کمپنيو پر لغوه کېدو ټينګار وکړ

ولسمشر يو ځل بيا د خصوصي کمپنيو پر لغوه کېدو ټينګار وکړ

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دامنيت شورا په جوړه شوې غونډه کې ولسمشرحامدکرزي يوځلې بيا دخصوصي امنيتي کمپنيو په له منځه وړلو باندې ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې دناټوځواکونو عمومي قومندان جنرال ډيويډپيترويس دولسمشرحامدکرزي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په ياده غونډه کې افغان امنيتي ځواکونوته دالوتکو اونوروتجهيزاتو داخيستلو دپروګرام دجوړلوخبر ورکړ .
په ياده غونډه کې ولسمشرحامدکرزي دناټودغړوهېوادونواوپه ځانګړي توګه دامريکا مرستوڅخه دمننې ترڅنګ وويل چې دافغان امنيتي ځواکونوپه درنواوسپکووسلوسمبالول اړين کاردى اودئ په خپله له دغه بهيرڅخه څارنه کوي.
بل پلو ولسمشرحامدکرزي دنشه يې توکوپه وړاندې دمبارزې وزارت ديوه نوې کمپاين پرلاره اچولو دهڅو څخه ستاينه وکړه .
ولسمشر ددغه کمپاين دغړيو سره په ليدنه کې دغه کمپاين دنشه يې توکو په لمنځه وړلو کې يوکامياب اقدام وباله .