کور / تازه خبرونه / مځکني ماين دريو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

مځکني ماين دريو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په تالقان کلي کي يوه مځکني ماين ددې سيمي د اوسېدونکي يوه کوچني هلک د زخمي کېدني تر څنګ يو بل هلک او يوه نجلۍ ووژل.
پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي له لسو کلونو څخه د کم عمر درلودونکي دوه هلکان او يوه نجلۍ نن د ورځي يوولس بجې د سړک په غاړه کي پر اېښودل سوي ماين وختل.
په دغه پېښه کي زخمي سوى شپږ کلن هلک د درملني لپاره روغتون ته لېږدول سوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دئ .