کور / تازه خبرونه / کندهار والي او يوه پلاوي پنجوايي ته سفر وکړ

کندهار والي او يوه پلاوي پنجوايي ته سفر وکړ

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا، د افغانستان د سيمه ايزو ارګانو د خپلواکي ادارې مرستيال برنا کريمي، د ولسواليو د پرمختيايې پروګرام ((DDP رئېس صبغت الله او ګڼ شمير نورو دولتي او غير دولتي چارواکو نن له غرمي وروسته د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د دغه لوړ رتبه پلاوي د سفر هدف دلته له نژدې څخه د اداري چارو ليدنه او په اړينو برخو کي د ستونزو اورېدنه وه.
والي توريالي ويسا له دې ليدني څخه په ګټي اخستني سره يو ځل بيا په کندهار ښار او درې ولسواليو کي د همکارۍ په نوم تر تدابيري لاندي د برياليو چاڼيزو عملياتو يادونه وکړه چي پکښي پر ښې حکومت دارۍ، پرمختيايي چارو او د امنيتي حالت پر ټينګښت تمرکز سوى دئ .
د افغانستان د سيمه ايزو ارګانو نو د خپلواکي ادارې مرستيال برنا کريمي په پنجوايي ولسوالۍ کي د امنيتي وضعيت پر ښه والي او د اداري مامورينو پر سته والي خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه چي دقضايې کارکوونکو په برخه کي سته کمښت به هم په لنډ وخت کي پوره کړي.
هغه وويل چي ټولو اداري کارکوونکو ته به د معاشاتو د نوي ريفورم سره سم هره مياشت له ١٠ څخه نيولې تر ٤٠ زره افغانۍ پوري معاشونه ورکول سي .