داوربل ګل
ته دوږمو غیږو ته ولوېدلې
هغوې هم تاوه کړې را تاوه کړلې
او زما پرېشانه حال په شان زلفې دې جړې پړې
پرمخ او ولو دې راماتې شولې
خو هغه ګل چې زما له لاسه ستااوربل باندې وږمو ایښی دي
پر اننګو دې د خپل سیوري نندارې ته لا تر اوسه ناست دی.
دزړه بڼ
زه مې د زړه په بڼ کې وګرزېدم
نظر مې ته یې د وږمو سیوري کې ګېره کړلې
– ومې لیدل-
چې ګلان ستا له مخ نه رنګ اخیستل
غوټیو هم ستا دښکلا سین کې مخونه وللو.
ته
یوازې ته یې او رڼا ده ستا چې،
ماته مې ځان را ښکاري
او رڼوي مې ستا دوړانګو په څېر
زه مې د ځان د رڼا…،
سیوري کې تاته ګورم
یوازې ته یې هلته.
لـَوګر
د انتظار پر شېبو
راځه د پاې دټکي ګل وکرو
چې هر سهار دغنم لو د شپو لنډیو سره
راويښوم به دې دناز له خوبه
تر کروندو دخپلې غېږې پر منګولو یاره وړمه به دې
زه دغنمو د ډنډرو پر مخ
دلور مچکو ته سندرې وایم
ته په پستو لاسونو ماپسې لمنه کې دې،
راټولوې به وږي.
دمستقبل ناوي
کالبد مو دماضي،نویو شېبو په سترګکونو وړي پر ولو د بڼو
راوړي به داتڼ مستو څپو سره جوړه له هغې لورې
ډولۍ د مستقبل د ښکلېو ناوو چې له ژنو وې خپه.
درڼا غونچې
ګیډۍ په لاس،امېل په غاړه کې یې
راځي، شکرۍ یې دګلونو پر سر
له ستورو ډکه یې لمنه، وېشي
دتیارو زړونو په کوڅو د رڼاګانو غونچې