کور / تازه خبرونه / پکتيکا:ځانمرګو بريدونو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

پکتيکا:ځانمرګو بريدونو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن غرمه دولس بجې دپکتيکا ولايت دامنيه قومندانۍ دپوليسو په روزنېز مرکز دوو ځانمرګو بريد کوونکو ځان والوزاوه.
دپکتيکا والي وياند مخلص افغان وايي چې په دغه بريدونو کې څلور پوليس وژل شوې او شپږ نور ټپيان شوي دي .
دی وايي ،چې بريدکوونکې دپوليسو په جامه راننوتلي وو او دروزنېز مرکز په يوه څنډه کې ېې ځانونه والوزول.
خو دپکتيکا ولايت يو دولتي چارواکي ،چې نه ېې غوښتل نوم ېې واخستل شي رسنيو ته وويل ،چې په بريد کې ۱۵ پوليس وژل شوي او په همدومره شمېر کې ټپيان شوي دي .
دپکتيکا مرکز ښرنې عام خلک وايي ،چې له بريد وروسته دوه امريکايي چورلکې راغلې ،چې يوې ېې پروازونه کول او بله ېې دبريد په ځای کې کېناستله او ګومان کېږي ،چې ټپيان ېې لېږدول .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ،چې په دغو بريدونو کې ېې ۴۸ کورني او بهرني سرتېري وژلې دي .
نوموړی زياتوي ،چې دغه بريدو کوونکي ددوی کسان وو ،چې له پخوا څخه دپوليسو په ليکه کې وو.
که څه هم له دې وړاندې د پکتيکا ولايت په نورو برخو کې ځانمرګي بريدونه شو ي خوداپه مرکز شرنه کې په يوه امنيتي ځای کې تر ټولو لوی بريد وو.