افغان او اېتلاف ځواکونو تېره شپه دخوګياڼو په ولسوالۍ کې په ګډو عملياتو کې ديوه طالب قوماندان په ګډون درويشت تنه وسله وال طالبان وژلي او يوتن يې ژوندى نيولى دى .
دننګرهار دوالي وياند احمدضياء عبدالزي وويل دغه عمليات تېره شپه افغان او ايتلاف ځواکونو په ګډه دخوګياڼو ولسوالۍ دخدرخېلو سيمې په جنډل کلي کې ترسره کړي دي .
دنوموړي په وينا په دغه عملياتو کې دملا داود شاه په نوم دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان په ګډون درويشت تنه وژل شوي او يوتن ژوندى نيول شوى دى .چې په وژل شوو کسانو کې وزيرستاني طالبان هم شامل دي .
دعبدالزي په وينا وسله وال طالبان په سيمه کې په يوه کور کې راټول شوي وو چې دعملياتو پرمهال دنوموړي کور څلورتنه غړي هم وژل شوي دي .
دنوموړي په وينا ګډو ځواکونو دغه عمليات وروسته له هغه ترسره کړل ، کله چې له دغه کوره پرې وسله والو مخالفينو ډزې وکړې .
ده وويل په دغه ګډو عملياتو کې يوولس ميله درنه او يوولس ميله سپکه وسله ، شپږ لاسي بمونه او شپږ پرتلې هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دعبدالزي په وينا په دغه عملياتو کې او فغان او ايتلاف ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى .