کور / سياسي / د بنګله دېش بې ستري ( پرله پسې اتمه برخه)

د بنګله دېش بې ستري ( پرله پسې اتمه برخه)

يادونه : تر دې وروسته د دې لړۍ د ليکوال غلام محمد زرملوال سره يوازي دده پر نوې پته اړيکه ټينګولای سی :
gmzarmalwal@gmail.com

نوي رژيم ته بايد لږ څه وخت ورکړ شوى واى. د خوشبيني په توګه د اولس سترګې داسې پټې وې چې نه پوهيدل د ديموکراسي لپاره د مبارزى له بشپړولو څخه لا خورا لري وو.رښتيا خبره وه چې هغوى په [يوه] نښته کې بريالي شوي وو، د ايوب خان اود هغه د دارو دستې کډى يې وربار کړې وې، مگر لويه جګړه راتلونکې وه. قدرت لا اوس هم د مستبد پوځ اود  هغوىد ملکي مشاورينوپه لاس کې و. بايد ومنل شي چې زاړهدروازه وانان تللي وو او نوې ډله مجبوره وه چې اولس ته سم او سيخ ځواب وړاندې کړي. مګر په حقيقت کې د يوه لاس ګوتې  وو. په عملي ډول دا د هغو ډلو له منځه يوه بله ډله وه چې د پاکستان سياست ته يې له ١٩٤٨ کال څخه وروسته کرکټر او بڼه ورکړې وه. دا صحنه د هغو چا لپاره چى د  پېښې واقعي اړخونه يې ليدلاى شول ډيره خواشينې کوونکې وه. زيات شمير اولسونه د  يوه ګڼ شمير سياست  پوهانو په ګډون ډير زيات د دې برياليتوب په نشه مست وو. دا خبره د دوى لپاره کافي وه چې ايوب خان له صحنې وتلى و او يحيى خان د نوي پيل ژبه ورسه کړې وه. دوى د دې حقيقت د پوهيدلو په هکله ړانده کاڼه شوي وو چى دا ډول خبرې او وعدې د پنجابي دکتاتورانو رواج او هيڅ کله يې ورباندې وفا نه ده کړې. دا لمړى ځل نه و چې  د پاکستان اولس ځانونه غولولي وو.
ايا د يحيى خان د ١٩٩٦ کال د مارچ د شپږويشتمې نيټې  وعدى رښتيا او د زړه له کومي ووې؟
د پورتنۍ پوښتنې ځواب د پاکستان سياست دوه نيم کاله کړکېچن کړى و اود شيخ  مجيب الرحمن د زوال د علتونوله منځه يو غوره علت همدا و. هغه څوک (د باندني هيوادو د ژورنالستانو، برتانوي پارلماني غړو،  ديپلوماتانو او د نړۍ د ليډرانو په ګډون) به په دې هکله له ما سرهم عقيده وي. هغوى ته دا خبره چې هغه څومره منحرف انسان و د منلو وړ نه ښکاري.   که چيرې په هيواد کې ويجاړې او  وران کارۍ ډيرې شي نو هر څوک به دا ووايي چې: نه! يحيى خان خو داسې نه دى دا يې ټول څلور خواوې خلک دي چې د ده له باور او اعتماد څخه يې ناروا ګټه اخستې ده. په دې خبره کې به څه ناڅه رښتيا هم وي، [خو] په پوځي کل اختياري باندې يې سترګې پټې شوې دي.
که څه هم خلکو فکر کاوه چى يحيى خان له دې نه چې عياش انسان و نو ټولې پريکړې يې د حکومت د غړو په لاس کې وې، مگر دا خبره صحيح نده او حقيقت داسې  و چې ټول واک او اختيار د ده خپل و. اوپخپله يواځې ده ټولې فيصلې کولې. مشاورينو به يې څه مشوره ورکوله مګر د پريکړو او فيصلو په هکله يې کوم واک نه درلود. نوموړى پخپله د پوځونو د ستر قوماندان، د مارشلا اداره چي او پريزيډنت وظيفې اجرا کولې.
اوس به بيرته د زړه کومي (اخلاص) پوښتنې ته راوگرځو. پريزيډنت يحيى خان د ١٩٦٩ کال د مارچ په شپږويشتمې نيټې د دريو شيانو وعده کړې وه:
الف – عمومي ازاد انتخابات.
ب – د منحرف او بى کفايته اداري ارګان له منځه وړل.
   ج – د  خلکو ټاکل شوو نمايندګانو ته د قدرت سپارل.
زما په خپل اټکل لمړنۍ دوه وعدې رښتينې وې او سهو او غلطيو ډير  څه ور زده کړي وو. مگر د وروستنۍ وعدې (د قدرت سپارل) په هکله رښتينى نه و اودا خبره يې په زړه نه لګيده.
د اداري فساد د پاکولو لپاره يې د سياسي ريفورم  د مقدمې په توګه څه ګامونه واخستل. نظامي او ملکي پلټونکو ادارو بيله درنګه د ناپاکيو په رالوڅولو او لرې کولو پيل وکړ. زما په زړه دي چې يوه د بحر پوځي افسر د خپلې مرکې په ترڅ کې وويل: “هره ډبره چې اړوي ترې لاندې يې هرو مرو يو ناپاک موږک راپورته کيږي!” او په بل ځاى کې يې د يوه لوى افسر په هکله داسې تبصره وکړه: “د دې افسر دسيه دومره غټه شوې ده چې د کوټې تر چته پورې رسېږي اولا پسې لويېدونکې ده!”
مګر کله چې يحيى خان ته څرګنده شوه چې د ايوب خان د رژيم انحراف داسې حد ته رسيدلى  و چې  بايد له کوچني څخه تر لويه پورې ټول اداري چوکاټ له منځه تللى واى نوو ټولې هڅې يې بې اغيزې پاتې شوې او ځاى يې ونه نيوو. نو داسې پريکړه وشوه چې يواځې هغوچا ته چې د ډيرو لويو خيانتونو مرتکب شوي دي متوجه شي.
د پوځي جرنيلانو په جرمونو  سترګې پټې شوې او د دې خبرې مانا دا وه چې د ساري ناروغي زړي بيا لکه د ايوب خان د رژيم په شان ته پاتى شول.
د لمړى وعدى په هکله دومره څه وشول.
د عمومي انتخاباتو په هکله د يحيى خان ډلې ته د تيرو شوو مياشتو نتيجې پوره څرګندې وې او داسې ضرورت ليدل کيده چې بايد د حکومت بڼۀ بدله شي. لکه څنګه چې مو پخوا وليدل د ١٩٥٨ پيښه يوه ډيره لويه او عمده غلطي وه. نو نوي رژيم ته دا پوره څرګنده وه چې هرو مرو بايد يو  څه ډول حکومت چې اولس يې د ورځ په ورځ احوال څخه خبر وي منځ ته راشي. څنګه چې درويشت کاله په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو په هکله کومه نښه نښانه نه وه ليدل شوې نو په ناڅاپه د دې کار کول هم بې وخته او هم د منلو وړ نه ښکاره کيدل. د حکومت لپاره دا کار خورا لوى اوله ربړو څخه ډک و.
يحيى خان د انتخاباتو کولواعلان وکړ. زما په خيال د انتخاباتو په هکله هم د نوموړي هڅې جدي او په رښتيا وې، مگر دا چې قدرت د اولس نمايندګانو ته وسپاري ځانګړې اوجلا مسئله وه. او دا وعده يې لکه څنګه چې په ژبه کړې وه په زړه کې يې داسې نه وه.
يحيى خان له نورو څخه زيات په دې باور درلود چې قدرت د پوځ په لاس کې و او وي به. نو ده هم داسې هڅه کوله چې خپل دريځ ټينګ وساتي. دى د قدرت په ويشلو او وړاندې کولو کى هغو چا ته چې هيله يې لرله خورا سخي طبيعته و مګر تر هغه پورې چې د خپل ځان او دريځ خطر ورته پيدا نه شي. ما په دې حقيقت باندې ټول خپل ملګري خبر کړل. د پيښو له بهير څخه داسې څرګنديده چې خلکو ته د قدرت سپارلو مانا دا نه وه چې د هغو له خوا ټاکل شوو نمايندګانو ته دې ورکړ شي مگر مفهوم يې دا و چې ځينې په ګوته شوي کسان په مخکې کړي او پخپله به شا ته د پوځ په ملاتړحکومت کوي. د دې ستراتيژي په هکله زه يوه پوځي افسر چې ملګرى مې و پوه کړم او وېويل: “يحيى خان دومره کم عقل نه دى په ځاى د  دې چې د کراچۍ په کشولو ځان ستړى کړي ولې په ارامي په شا کې نه کېني او د کشولو لپاره يې نور خره پيدا کړي! وبه ګورې چې گڼ شمير ګازرې مخ ته کړي چى هغوىورته ټوپونه ووهي. دا خبره د ١٩٦٩ کال د جولاى په مياشت کې وه او هغه وخت د اولسونو د ازادۍ نشه مخ په الوتو وه. ځينو ته دا خبره په ډاگه شوې وه چى صوبې او ايالتونه به خپل حکومتونه ولري مګر رښتينى قدرت به بيا هم د يحيى خان او نظامي ډلې په لاس کې وي. او هيڅ يو اساسي قانون چې دا شرايط نه شي پوره کولاى، د دوى لپاره به د منلو وړ نه وي. د باوري منابعو له خبر سره سم دا پاليسي لا پخوا د راولپنډى په پوځي مرکز کې منل شوې وه مګر په سطحي ډول د (ملي مصالحو) شعار په ژبه روان و.