دامريکا متحده ايالاتونو خصوصي برخې له دوه زره څلورم ميلادې کال راهيسې يواځې پنځوس ميلونه ډالر په افغانستان کې پانګونه کړې ده .
افغانستان کې له پانګونې څخه دملاتړ اداره وايي ددغه هيواد خصوصي برخې دنورو هيوادونو په پرتله په افغانستان کې لږه پانګونه کړې ده .
ويل کيږي ددغه پانګونو اتياسلنه دودانۍ اوخدمتونو په برخه کې ده اوپنځه سلنه يې دکروندې په برخه کې ترسره شوې .
ديادونې وړه له تيرو نهه کلنو راهيسې په افغانستان کې له اوياميلياردوډالرو څخه زياته پانګونه شوي چې امريکاله چين او ترکې وروسته په دريمه ليکه کې ده .