قاضي حسین احمد او د پښتو او پښتنو پښې وهل
دې روستیو کې د پاکستان اسلامي جمعیت د مشر قاضي حسین احمد یوه لیکنه “اُمت مسلمہ کو لسانی بنیادوں پر تقسیم کرنے کی سازش” د پاکستان په « جنګ » ورځپاڼه او اسلام ټایمز نومي بریښپاڼه کې خپره شوي چې پښتو ژباړه يي داسې ده « په ژبني بنسټ د اسلامي امت د ویش چلوټه »
دغه لیکنه چې بې له هغې هم د لیکوال په زهرو لړلې د محمد ناصح په نوم یو چا په فارسي ژباړلې چې ژباړن پرې نورهم خپل او د خپلې ژبنۍ فاشیستې ډلې زهر ورپاشلې او د خاوران پنوم د پښتو او پښتنو سره په کرکجنه او ګوند یماره بریښپاڼه کې خپره شوېده . بلخوا ژباړن دا لیکنه ځکه د ژباړنې لپاره غوره کړې چې هغې کې دده او دده د د فاشیستي ډلې غوښتنې او موخې په صفا او ښکاره ټکو کې بیان شوي دي .
دلته به ددې مقالې ځینې مهمې برخې په ژباړنې سره راواخلم « د مسلمانانو د ټوټې کولو لپاره انګریزانو لومړی د مدرسو لوستګړي د قران له ژبې یانې عربۍ څخه بې برخې کړل او بیايي انګریزي د فارسي ژبې پرځای کښینوله چې په دې توګه د هندوستان د مسلمانانو اړیکې د فارسي ژبو له نړۍ سره پرې شوې .
امپریالیستو اروپایانو له عربۍ ژبې روسته ، په فارسي پسې واخیسته چې مسلمانان له دې لارې وپاشي . له دې کبله يي پښتني غورځنګونه وهڅول او په شا يي وډبول چې د پښتو ژبو او فارسي ژبو تر منځ درځ واچوي ( ! ) . د افغانستان یووالي لپاره نادرشا او زوی يي ظاهرشا چې پښتانه وو ، نه یوازې دا چې فارسي يي د خپلې کورنۍ ژبه کړه بلکې هغه يي د هېواد د رسمي او تعلیمي ژبه وګرځوله . د سلطنتي کورنۍ حتا څو تنه هم ، په پښتو روانې خبرې نشي کولای . که څه هم انشالله افغانستان به ونه پاشل شي ، خو زیاتې هڅې رونې دي چې ژبنۍ ستونځې وپاروي ترڅو د پښتو ژبو او فارسي ژبو ترمنځ ګډ ژوند ناشونی کړي .
د افغان ملت ملتپال ګوند هڅه کوي چې د ژبو دلۍ ( درمن ) ته د اور په اچونګ ، د افغانستان او پاکستان د تجزیي لار اواره کړي . د داسې لمسونونو په وړاندې موږ په دواړو هېوادونو کې د پاشلتیا مخنیوي غورځنګ پيل کړی و . ددې غورځنګ له بریاوو سره سره ، د پاکستان د واکمنانو د ناپوهۍ له کبله اوس زیات افغانان ، پاکستان خپل دوښمن او هند خپل دوست ګڼي .
اوس پاکستاني واکمنانو ته پکار ده خپل افغاني سیاست تر بیا کتنې لاندې ونیسي چې دا دواړه هېوادونه له دومره سرښندنو سره بیا هم د ژبو پر بنسټ و نه پاشل شي . »
د لیکوال په پورته اړوپيچ لیکنې سربېره چې هره برخه يي جلا تبصره غواړي ، د ژباړن برخه هم د زیاتې پاملرنې وړ ده . ژباړن پخپل سر پردۍ مقالې ته دا عنوان ټاکې : «قــاضی حســین احمــد: بــا فــارســی ســتیزی افغــانســتان تجــزیه خــواهــد شــد . » یا د مقالې له ژباړې مخکې په دې خبرو ټینګار « حــزب قــومپــرست افغــان مــلت در تــلاش است تـا با آتــش زدن بـه خــرمــن زبانهــا زمینــۀ تجــزیۀ افغــانســتان و پــاکســتان را میســر ســازد. »
د قاضي حسین احمد او مولانا فضالرحمان ګوندونو تل په لره پښتونخوا کې د ملي ګوندونو پښې وهلې او د کوزو پښتنو د ملي غوښتنو په وړاندې د پنجاب تر څنګ دریدلي پاتې شوي . همدارنګه دغو ګوندونو په کوزه پښتونخوا کې د افغانانو د کډوالۍ په مهال ، د پخواني پاچا اعلیحضرت ظاهرشا د پلویانو او نورو ملي مشرانو په سپکولو ، بندي کولو او وژلو کې د ای ایس ای او د افغاني سخت دریځو او توندلارو ګوندونو سره مرسته کړې .
موږ نن په ۲۱ مه پيړۍ کې ژوند کوو . د قاضي حسین احمد څرګندونې که چیري د هغه د خپلې ګروهي زیږنده هم وي ( خو پاکستان کې د خپل قوم او ژبې خلاف دریځ نیول ښايي د پنجابي استخباراتو په سلا او ملاتړ سره وي ) بیا هم قاضی سیب زموږ د وخت خبرې نه کوي ؛ د خپل قوم پښتنو په ملي غوښتنو نه غږیږي ، د خپل قوم له ژبې پښتو سره پردیتوب او دوښمني کوي او د پښتنو د روان ناورین د حل لارو پرځای د اوومې عیسوي پيړۍ په ګز حالات ګزوي او خپله د ۱۴ پيړیو د مخه اندتوګه په پښتنو منل غواړي . عربي او فارسي ژبې که هر څونه مبارکې او خوږې ژبې وي ښايي خپلو ویونکو لپاره وي .هیڅ قوم لپاره له خپلې ژبې پرته پردۍ ژبه خوږه او سپيڅلې کیدای نشي . پښتانه چې سیمه کې ۶۰ میلیونه شمېر لري او تر ټولو لوی ملت دی ، حق لري خپل هېواد لوی افغانستان کې ( د ډیورنډ تپلې کرښې دواړ غاړو ته ) اداري ، پوځي ، اقتصادي ، کلتوري او ژبنی واحد مرکز ولري . داسې هيوادونه او مرکزونه نورګاونډیان لکه تاجیکستان ، ازبکیستان ، ترکمنستان ، ایران ( فارس ) ترکیه او هند هم لري . د تاجیکستان رسمي او دولتي ژبه تاجیکي ده ، د ازبکیستان ازبکي ، د ترکمنستان ترکمني ، د ترکیي هېواد ترکيي ژبه ، د ایران فارسي او د هند اردو او انګریزي ده . افغانان هم د ګاونډیانو پشان خپل هېواد لري چې افغانستان دی او خپله ملي او رسمي ژبه لري چې پښتو ده . البته نورې ژبې هم افغانستان کې شته چې حق يي خوندي دی . خو پښتو به د ټول افغان ملت شریکه ملي او رسمي ژبه وي . عربان هم نن یو ملت او یو هېواد نه دی لکه څنګه چې قاضي سیب يي انګېري .
زموږ په پيړۍ کې هر ماشوم حق لري پخپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي ، خبرې وکړي او ولیکي . دا حق نن له یوه ماشوم څخه نه ملا ، نه قاضي ، نه عرب او نه عجم اخیستلای شي .
که چیری پاکستان ، د پښتونستان د ماشومانو په پښتو زده کړې ، ویلو او لیکلو پاشل کیږي او یا دا چې پښتو ژبه پکې نه وي د قاضي سیب په اند ټینګ او پرځای پاتیږي ، خدای دې داسې بې ننګه او بې پښتو پاکستان همدا نن دړې وړې کړي .
همدارنګه که چیری د ژباړن ښاغلي محمدناصح په وینا ، د افغانانو یووالي او د افغانستان سلامتیا په دې کې وي چې پښتنو ماشومانو ته به پخپله مورنۍ ژبه پښتو د زده کړې ، ویلو او لیکلو حق نه وي ، پښتو ژبه دې په اداره ، حکومت ، ښوونځي او پوهنتون کې نه وي ، په دغه لار چې پای يي ترکستان ته رسي په هیڅ توګه افغانان یووالی نه شي ټينګولای او افغانستان روغ جوړ نه شي پاتېدلای . که د نادرشا او ظاهرشا کورنۍ د پښتو په نه ویلو او پښتو ته په شااړولو او یوازې فارسي ته په حق ورکولو لکه څنګه چې قاضي سیب باور لري او ژباړن يي اوس هم توصیه کوي یووالی ساتلی وو ، په داسې لوی او ملي ضد رشوت سره نه یوازې دا چې ملي یووالي نه ټينګیږي بلکې د پښتنو غوندې د یوه لوی قوم د ژبې په حق خوړلو او نورو ته په ډالۍ کولو سره موږ د یووالی او پيوستون ریښې له بیخه ایستلي دي . د لويي ژبې او نورو وړو ژبو حق خوړل او د یو کوچني ایتنیکي ګروپ ژبه پر سر ګرځول او په زور سره په نورو منل او چلول د ملت په منځ کې د یووالي او ټينګښت لامل نشي کېدلای . کله چې حق حقدار ته ورسیږي ، هلته وروري او یووالي ټينګیږي .
ښاغلی ژباړن باید په دې وپوهیږي ، د پښتنو او نورو و قومونو یو شمیر چې نن افغانستان کې په فارسي غږیږي ، ځانته خپلې قومي ژبې لري . ځان سره ددې کسانو په شمیرلو فارسي ژبي په افغانستان کې د ډيره کي دعوه نشي کولای . د بېلګې پتوګه ازبکان په افغانستان کې خپله ازبکې ژبه لري چې د اساسي قانون سره سم يي پخپله سیمه کې حقوق خوندي دي ، په دې توګه ازبکان دوه کارتونه نشي کارولای چې هم د خپلې ژبې حقوق ولري اوهم يي د پښتو او پښتنو په وړاندې د فارسي ژبو په ګټه وکاروي . داسې د نورو لږکیو حقوق هم درواخله . ډېر لاملونه سره ګډ شوي او داسې ویجاړه وضعه يي پر دې قومونو تپلې ساتلې ده . که هر قوم ته په خپله سیمه کې د خپلو قومي ژبو ویلو خپلواکې ترلاسه شي ، د فارسي ژبو د رسوايي تشت له بامه راغورځيږي او پخپله برخه به یخ او غلي کښیني .
پر نورو ولسونو د پردیو ژبو په زور د واک او ښکېلاک وختونه تېر ښکاري . کېدای شي یو مهال داسې ژبنیو واکمنیو شتون درلود ، چې هغه مهال هم سمه نه وه او اوس هم سمه نه ده . توپیر دا دی هغه وخت ولسونه اړویستل شوي او له خپلو حقوقو بې خبرساتل شوي وو . خو اوس ولسونه ویښ دي ، د قاضي سیب او محمد ناصح خبرو ته څوک غوږ نه ږدي .
قاضي حسین احمد په دې لیکنې سره پنجاب ته په لکۍ وهلو او خوښۍ لپاره نه یوازې کوز پښتانه په نښه کړي بلکې بره پښتونخوا کې هم د پښتو او پښتنو په نښه کولو سره غواړي د ټاکلو ژبني فاشیستي کړیو زړه پر پښتنو یخ کړي .