کور / تازه خبرونه / بغلان: ٩٠ تنه وسله وال له دولت سره يوځاى شول

بغلان: ٩٠ تنه وسله وال له دولت سره يوځاى شول

په بغلان ولايت کې نوې تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شول .
دشاهين د دوسوه نهه قول اردو قومندان وايي يادشوې کسان چې دبغلان ولايت په شاوخوا سيموکې د دولت پروړاندې په ترهګريزو کړنو بوخت وه خپلې وسلې يې امنيتي ځواکونو ته وسپارلې اودسولې له بهير سره يوځاى شول .
دنوموړې په وينا په دغه کسانوکې دوسله والو مخالفينو دوه سيمه ييزقومندان دملامحمد دواد اوملاشيراغا په نومونو هم شامل دي .