کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى: د مکتبونو سوځول له اسلام سره دښمني ده

ولسمشر کرزى: د مکتبونو سوځول له اسلام سره دښمني ده

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي په باب په يوه جوړه سوې غونډه کي پر افغان ولس او ديني عالمانو ږغ وکړ چي د ښځو د حقونو په ساتنه کي کار وکړي.
ولسمشر کرزي پر ديني عالمانو ږغ وکړ چي خلګ وپوهوي چي ښځي په بديو کي ورنکړي، ښځي سپين ږيرو ته ورنکړي او ښځي په زوره چاته واده نکړي.
ولسمشر کرزي وويل چي افغاني ښځي له زياتو ستونزو سره مخامخ دي، چي په دې کي ډېر مسئوليت د ديني عالمانو دئ چي خلګ وپوهوي.
همدا راز ولسمشر کرزي د افغانستان د روان ناورين يو علت بې سوادي وبلله او پر طالبانو يې ږغ وکړ چي له مکتبونو او تعليم سره دښمني ونکړي.
ولسمشر کرزي وويل چي طالبان که په هرنامه دغه کار کوي، په حقيقت کي له اسلام او افغانستان سره دښمني کوي.
ښاغلي کرزي وويل چي څونه افغان ماشومان له علم څخه بې برخي کېږي تر هغه وخته به يې هيواد ګاونډيو او پرديو هيوادونو ته اړ وي. نوموړي وويل طالبان چي هر ډول دښمني کوي، خو د ښوونځيو له سوځولو څخه دي لاس واخلي.