کور / تازه خبرونه / شمالي کوریا په جنوبي کوریا وسلوال برید کړی دی

شمالي کوریا په جنوبي کوریا وسلوال برید کړی دی

نن سهار د شمالي کوریا لخوا د جنوبي کوریا په یوې جزیرې راکټي بریدونه شوي چې له دې کبله ۷۰ کورونه وران شوي ، لس وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د شمالي کوریا د بریدونو سره سم جنوبي کوریا هم په شمالي کوریا ډزې کړي او خپله اردو یې د جګړې له پاره چمتو کړې.
تر اوسه خو شمالي کوریا ندي ویلي چې دوۍ د څه له پاره په جنوبي کوریا برید کړی دی، خو داسې ښکاري چې شمالي کوریا غواړي چې امریکا په یو بل سیاسي بحران کې ښکېل کړي.
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا اړیکې له هغې وخته راهیسې بحراني شوي، کوم چې شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام له پاره کوښښونه چټک کړي.
په جنوبي کوریا کې خو د امریکې نظامي اډې موجودې دي، او څنګه چې امریکا اوس په عراق او افغانستان کې په جګړې بوخت دي، نو شمالي کوریا او ایران ته دا زمینه برابره شوې چې امریکا تحریک کړي او له دې لارې امریکا یو نوی سیاسي بحران سره مخامخ کړي.
دلته پوښتنه دا ده چې ایا امریکا د دې توان لري چې په یو بل سیاسي بحران کې ښکېل شي؟؟