کور / تازه خبرونه / هلمند: اته تنه ګروپي قومندانان له ١٣ طالبانو سره وژل سوي دي

هلمند: اته تنه ګروپي قومندانان له ١٣ طالبانو سره وژل سوي دي

د هلمند چارواکي وايي په دوو جلا جلا هوايي حملو کي يې د طالبانو اته تنه ځايي ګروپي قومندانان له ١٣ افرادو سره يوځاى وژلي دي.
د هلمند د ملي امنيت چارواکي وايي لومړى بريد د يکشنبې په ورځ د کجکي ولسوالۍ د سفلي بازار شاته هلمند ته د طالبانو د والي ملا بړېڅ پر نماينده ملاعبدالمطلب باندي وسو چي له امله يې سنګين ته د طالبانو ولسوال ملاعبدالقيوم، ملاخان محمد، مولوي يونس او ملا يوسف له ١٣ ملګرو سره ووژل سول.
د هلمند د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي په يوه بله حمله کي چي د نادعلي ولسوالي په يودېرشمه سيمه کي سوې ملاميرويس مشهور په ملا صابر، ملا اشرف مشهور په لالا او ملا شهزاده مشهور په عزت په نوم طالب قومندانان پکښي ووژل سول.
خبرپاڼه وايي دوى پر افغان او بهرنيو ځواکونو په مختلفو وسله والو حملو او د ماينونو په ايښوولو کي لاس درلودئ.