کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د غوا اوښکې اود افغان سیاست مدار چړچې

د غوا اوښکې اود افغان سیاست مدار چړچې

 څه موده وړاندې دهیواد دروند او ملي  مشر ډاکټرفاروق اعظم دخپلو دوونیمو کلونو منډو ترړو پا یلې دافغانستان یو زیات شمېر مشرانو ته واورولې . ډاکټرصاحب اعظم په حقیقت کې د افغانستان د اوسني بحران دحل لپاره یوه بشپړه نسخه وړاندې کړه. نسخه خو پخپل ځای د ډیر اهمیت وړ وه، خو ورسره ډاکټرصاحب دخپلو خبرو په جریان کې یوه ډیره په زړه پورې کیسه هم وکړه. ډاکټرصاحب اعظم وویل چې یو وخت کې مې یوه غوا د ر لوده او دې غوا یو بچۍ و زیږاوا. له بده مرغه د غوا بچۍ ترډیره ژوندﺉ پاتې نشو او له پیدایښت څخه څو ورځې وروسته مړشو. ډاکټر صاحب وايي زه دې غواته متوجه شوم چې خپل مړه بچي ته یې کتل او له سترګو یې اوښکې روانې وې. ډاکټر صاحب د کیسې په دوام وویل چې ډیر د افسوس ځای دی چې نن په افغانستان کې د ورځې لږ ترلږه۵۰ کسان د جنګونو له لاسه مري خو په ډیرو افغانانو کې دهغې غوا په اندازه احساس نشته چا چې پخپل بچي باندې ژړل. په داسې حال کې چې هره ورځ مو یوزیات شمېر هیوادوال د غم په ټغر کیني، زمونږ دهیواد د بیلابیلو سطحو مسولین، دهیواد رسنۍ او د هیواد هغه په درانه خوب ویده اکثریت بیلابیل جشنونه لمانځي ، مزې او چړچې کوي. دلته زمونږ خواږه پیغمبر یو مبارک حدیث راوړم چې فرمایي : مسلمانان یوله بل سره په  مینه او ترحم کې دیوه بدن په څیر دي، که دبدن یوه برخه کوم درد ولري، نو نور ټول غړي ورسره په تبه او په ویښه شپه تیرولو کې ملګرتیا کوي. همدارنګه دپخواني خراسان یو ستر  شاعر سعدي شیرازي  وایي :
بنی آدم اعضای یکدیګر اند      که در آفرینش ز یک جوهر اند
چون عضوی بدرد آورد روزګار    دیګر عضو ها را نماند قرار
تو که زمحنت دیګران بی غمی     نه شاید که نامت نهند آدمی
اوس چې د خواږه پیغمبر حدیث او خپل حالت سره مقایسه کوو، نو آیا پوښتنه نه راسره پیدا کیږي چې آیا مونږ مسلمانان  یو او که نه؟ آیا مونږ  انسانان  یو او که نه؟  اوآ یا زمونږ د  پیغمبر قول  رښتیا دی او که څنګه؟
نن په ټول هیواد کې دغم ټغر خپور دی خو بدبختانه داسې هیوادوال او حتی سیاستوال هم لرو چې همدا نن ددې ویر پرمهال ، دوی  له خوښیو او خوشحالیو ټوپونه وهي.
که له دې دعوې تیر شو چې مونږ مسلمانان یو، بیا هم دا پوښتنه  رامخې ته کیږي چې آیا مونږ افغانان یو او که نه؟  آیا دافغانانو په کلتور کې دا شته چې یوه ګاونډي یا کلیوال ته دې غم ور پیښ وي او بل دې بیا ورباندې خوشحالۍ وکړي؟!
حېقیقت دادی چې نن په یو زیات شمیر افغانانو کې نه اسلامیت پاتې دی او نه افغانیت. افغانان نن ددې پرځای چې یو له بل سره همدردي او خواخوږي وښیي، یو دبل وینو ته تږي ناست دی او هرڅومره وینه چې بهیږي  دیو شمیر وحشي  افغانانو تنده لا پسې ډیریږي.
افغانستان نن یو شهر ناپرسان  ګرځیدلی، هرکاذب  پهلوان پکې   خپل آس پکې ځغلوي، او هر ملاډوله پکې  خپل یاسین پخوي.  دا ولس نن  بې سر پوښه او بې سرپرسته دی.  هغه چې د مسولیت په مقام کې دي، هغوي خپل مسولیت  خرڅ کړیدی او دخپلو شخصي ګټو لپاره یې  خدای، ولس، هیواد او خپل ټول معنویات خرڅ کړیدي.
ولسمشر چې دهیواد په هیڅ ارګان باندې تسلط نلري پدې ولس د رحمت په ځای یو عذاب دی. دا ځکه چې هغه  هیڅ ډول صلاحیت نلري، مګر ولس ته دا حقیقت هم نه وایي  چې هغه په نامه ولسمشر دی. دا ولسمشر چې د سولې خبره وکړي او یا یې احساس دغوا د احساس سویې ته لوړ شي او دخپل ولس په ځوریدلي حالت  وژاړي نو بیا یو زیات شمیر نور خدای نا ترسه  افغانان او غیر افغانان چې په ظاهره دولسمشر  ملګري دي او دافغانستان ملي حاکمیت او ملي یووالی هم غواړي، سملاسي د ولسمشر دا عمل ناسم او د افغانستان او نړۍ د ګټو خلاف وبولي. ولسمشر بیچاره یو ساعت وروسته دخپل ویاند له لارې اعلان وکړي چې نه، د ولسمشر  ژړا یوه  معمولي خبره ده او کوم  خاص احساس یې ترشا نشته، او داچې  دولسمشر خبرې سمې نه وې تعبیر شوې. ولسمشر د بهرنیانو د چا پو او عملیاتو د کمیدو غوښتنه کوي او هغه هم مخامخ له هغو کسانونه، نه کوي څوک چې دا عملیات کوي پداسې حال کې چې لږ ترلږه په اونۍ کې دوه یا درې ځلې ورسره ګوري هم، بلکه دا غوښتنه له داسې  چا کوي چې هغه پدې برخه کې هیڅ ډول مسقیم مسولیت او صلاحیت  نلري. کیدای شي ډیر علتونه ولري مثلا  هغه کسان چې پدې برخه کې مسولیت لري، کیدای شي هغوی په هماغه مجلس کې د ولسشمر خبره رد کړي او حتی ورته وو ايي چې داخبره بیرون ته راونه باسې، کیدای شي له دغو مسولینو سره  ولسمشر  له ولسمشرۍ  وړاندې  موافقه کړې وي چې مونږ چې هرڅه کول ته به څه نه وایې او اوس به ده ته ګرانه وي چې دومره سپین سترګي او نمک حرامي وکړي چې هغوی دی ولسمشرۍ ته ورساوه او دی بیا دخپلو ژمنو او خبروڅخه اوړي ، یا به دا هم د لویې ډرامې د سناریو یوه برخه وي چې ولسمشر خپل ولس ته هم وښيي چې زه د ولس په غم مړ یم خو څه وکړم څوک مې په خوله پیاز نه وړوي، یا به کیدای شي  بهرنیان وتلو ته اړ وي خو صحنه به داسې جوړوي چې  نړۍ  ته وښيي افغانانو زمونږ نه  غوښتنه وکړه چې ووزو او یا به کوم بل علت ولري خدای عالم الغیب دی. په هرترتیب داخبره مې ځکه یاده کړه چې  د ولسمشر دا غوښتنه چې عملیات دې کم شي او بهرنیان دې وتلو ته ځانونه چمتو کړي، له عجیبو او غریبو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه. ناټو او امریکا خو وویل چې دا خبره د منلو وړ نده.  بهرنیان چې داسې په زغرده د افغان ولسمشر خبرې ردوي، ګرم ندي، ځکه چې افغان ولسمشر له دې ناخبره دی چې په کابل کې دده د ملي  امنیت د ادارې کسان د بهرنیانو سره یو ځای تقریبا هره ورځ دا ډول عملیات ترسره کوي، نو که ولسمشر رښتیا دا عملیات درول غواړي او رښتیا د ولس درد دوا کول غواړي نو لومړي دې خپل امنیتي ځواکونه دخپلې پالیسۍ منلو ته تیار کړي.  حقیقت خو بیا را څرګند شو چې  کرزي  بیرته له دې ډول عملیاتو سره موافقه وکړه او شاید بخښنه یې  غوښتې وي، ځکه چې معمولا یې   فکر پرځای نه وي او دا ډول خبرې ترې راوزي.
په هرترتیب بهرنیان خو خیر، ددوی ستراتیژیکې ګټې دا ایجابوي چې په افغانستان کې باید جنګ او سوله دواړه ددوی د ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب په شکل کې ترسره شي، مګر زمونږ یو شمیر هیوادوال هم خپلې ستراتیژیکې ګټې لري. پدې سلسله کې د شمال ټلوالې یو شمیر غړیو، د تغیر  او امید د ټلوالې ویاندویانو، ورسره ورسره آقای قانوني او آقاي محقق هم د ولسمشر پدې خبرو له مسخرو ډک شخوندونه  ووهل. دوی هریوه په خپل نوبت باندې وویل چې ولسمشر د یوه قوم د نجات لپاره غیر مسولانه خبرې کوي  او دا سم کار ندي. پدې سلسله کې  دولسي جرګې مشر آقاي قانوني وویل چې ولسمشر قانوني خبرې نه کوي. مونږ باید حتما تروریست ته تروریست ووایو، مونږ تروریستان لرو او هغوي په پاکستان کې نه بلکه په افغانستان کې دي او دا ددې ملت په حق کې جفا ده چې مونږ یې تروریستان پټ وساتو اوله نړۍ سره پدې برخه کې مخلصانه همکاري ونکړو. آقای محقق چې تل د برابرۍ او برادرۍ شعار ورکوي  دا هم ورزیاته کړه چې بهرني قوتونه باید حتما په افغانستان کې پاتې شي او دوی باید حتما جنګ وکړي له جنګ پرته به نو دوی څه کوي. نوموړي زیاته کړه چې بهرنیان کرزي صاحب راوستلي دي او اوس یې ښه میلمه پالنه نشي کولاي او له دې امله   مونږ حاضریو چې دبهرنیانو  خدمت  وکړو.
نو چې د اختر په ورځ ولسمشر جګړې ته مشروعیت ورکړی اووايي چې مخالفین د ولس سره جنګیږي او باید تسلیم شي، د ولسي جرګې مشر ووايي چې دملت یوه برخه تروریستان دي او له هغوی سره خبرې کول د بوش د قانون خلاف او زما غوندې قانوني شخص لپاره دنه منلو وړ کاردي، د حکومت افوزیسیون مو ووايي چې بهرنیان دې حتما  ځانګړي عملیات وکړي ځکه چې دا ډیر موثر دي، د اقلیتونو مشران چې د ملي وحدت نارې وهی اعلان وکړي چې ولسمشر د پښتنو په خاطر دسولې خبرې کوي او له دې امله دا کار د نورو اقلیتونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناک دی، بهرنیان باید دلته عملیاتو ته ادامه ورکړی، نو خدای خبر چې د افغان له کور څخه دې دا دغم کمبله ټوله شي، بلکه ویره ده چې  افغانان به دنورو وحشي  بلاوو خولې ته ورټیل وهل شي ځکه چې لا هم د افغان سیاست مدار احساس د غوا د احساس سیال ندی.
ژر د علم زغره واغونده افغانه   که نه توره د دښمن ده او ستا سر دی
ځوریدلیو افغانانو! د بصیرت خاوندانو! او له له تعصب او کینې پاکو د وطن په درد دردمنو هیوادوالو!
راشۍ، د افغانستان د سوله ییز بدلون لپاره د ډاکټرصاحب فاروق اعظم په خوا او شا را ټول شۍ او دخپل حال او راتلونکي لپاره خپل دیني او دنیوي دین او مسولیت اداء کړﺉ.