له هغه ځایه چې زمونږ ګرانو هیواد والو ته څرګنده ده دا یوه غیر سیاسی، په عین حال کې یوه اجتماعی او دټولو افغان روښنفکرانو ټولنه ده .
ددې ټولنې بنسټیزه موخه دګران هیواد دټولو مېشتو قومونو او مليتونو
روښنفکران منسجمول، ويجاړاو ټوټې ټوټې افعانستان بیا په پښو درول، د دوستۍ او ورورګلوۍ فضا رامنځته کول او زمونږ د جګړه ځپلي وطن خدمت لپاره د دغو روښنفکرانو وړاندې کول دي .
څرنګه چې ټولوافغانانو ته جوته ده زمونږ ګران هیواد په یوه پیچلي او
بحراني حالت کې قرار لري . د دغې بحراني وضعې څخه د وتلو او د هیواد ژغورلو لپاره تاسې کولایء شۍ خپل نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړۍ . دافغان کار پوهانو نړیوالې ټولنې له خوا د بلجیم هیواد په پلازمینه بروکسل ښار کې د یوې غونډې تیاری نیول شویدی او دې غونډې ته دافغانستان سیاسي او اجتماعی شخصیتونه را بلل شویدي . خپلو درنو هیواد والو ته په ډیر درنښت بلنه ورکوو چې پدې ناسته کې زمونږ سره په لاندې پته او نیټه ګډون وکړي او همدا رنګه خپل نظریات او وړاندیزونه په لاندې برښنالیک مونږ ته را ولېږﺉ .
په درناوي
دافغان کارپوهانو نړیوالې ټولنې مشرتابه پلاوی
نیټه اووخت: یکشنبه
دغونډې پیل د ماسپښین 2 بجی5-12- 2010
پته
chaussèe de haecht- 53
1210Bruxelles
د اړیکو شمیرې : خلیل الله خدرخېل
0032486848545
سمیر همدرد:
0032486569359
Zaher@afg-wapo.com
wapo@afg-wapo.com
www.afg-wapo.com