کور / تازه خبرونه / د کابل د برېښنا لپاره د سل مليونه ډالره پروژه ومنل سوه

د کابل د برېښنا لپاره د سل مليونه ډالره پروژه ومنل سوه


د اوبو او برېښنا وزارت له خوا دکابل ښار د برېښنا لپاره د سل مليونه ډالره په لګښت پروژه د جمهور ريس حامدکرزي له خوا لاسليک او منل سوه ، د او بو او برېښنا وزير اسمعيل وايي چي د ۱۵ مياشتو په تيريدو سره به د کابل ټول ښار او شاوخوا سيمي د ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمني کړي . دا په داسي حال کي ده چي د هيواد يو شمېر لوی پښتون ميشتي ولايتونه د برېښنا د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی . څه موده مخکي يو شمېر هيوادوالو د اوبو او برېښنا وزارت پر چارواکو نيوکي وکړې او د برېښنا وزير يې د پښتني سيمو د پرمختګ په وړاندي خنډ وباله .