کور / تازه خبرونه / کابل: ناکامو وکيلانو او پلويانو يې يو ځل بيا مظاهره وکړه

کابل: ناکامو وکيلانو او پلويانو يې يو ځل بيا مظاهره وکړه

د کابل ښار په لمنو په ميربچه کوټ ولسوالي کي د ولسي جرګې ناکامو وکيلانو او د هغوى پلويانو يو ځل بيا يوه غټه مظاهره وکړه.
په دې مظاهره کي د مختلفو ولايتونو ناکامو وکيلانو ګډون کړى وو، له دولت څخه يې د انصاف او عدالت غوښتنه کوله، او د خيرخانې په کوتل کي يې د کابل او شمال ترمنځ پرته لاره بنده کړې وه.
مظاهره چيانو دولت ته ګواښ وکړ چي که يې ږغ وانه ورېدل دوى به د حکومت له ملاتړ څخه لاس واخلي.
بلي خوا ته د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني ويلي چي د انتخاباتو کمېسون بايد ناکامو وکيلانو ته قناعت ورکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې له ټاکنو دوې مياشتي تېرېږي، خو لا تر اوسه هم نهايي نتايج نه دي اعلان سوي او د هيواد په ګوټ ګوټ کي د کانديدانو نيوکي رواني دي، چي د انتخاباتو کمېسون او ځينو دولتي چارواکو په دې ټاکنو کي پراخي درغلۍ کړي دي.
تېره اونۍ د اوبو او برېښنا د سرپرست وزير اسماعيل خان هغه خبري هم خپرې سوې چي د انتخاباتو له کمېسون څخه يې د خپلو کسانو د کاميابۍ په خاطر د درغليو غوښتنه کوله.