دامريکا دمتحده ايالاتونو دبهرنيوچارو وزيره هيلري کلنټن دکابل او واشنګټن داړيکو پرټينګښت ټينګار کوي .
نوموړې په لسبون کې دولسمشرحامدکرزي سره په ليدنه کې وويل افغان ځواکونوته په ښه توګه دامنيت دسپارلو په موخه بايد د دواړو هيوادونو اړيکې ترپخوا ښې شي .
په ورته وخت کې ميرمن کلنټن په تير يوکال کې په افغانستان کې شوې پرمختګونه ستايي او وايي په افغانستان کې به په سمه توګه دامريکا دمرستو دلګولو لپاره نورې لارې چارې ولټوي .
په همدې حال کې ولسمشرحامدکرزي په افغانستان کې دملې واکمنۍ په ټينګښت کې دامريکا له هڅو ستاينه وکړه .