کور / تازه خبرونه / امريکا افغان جنګ ته قوي ترين ټانګان لېږي

امريکا افغان جنګ ته قوي ترين ټانګان لېږي

د امريکا حکومت ويلي چي افغان جنګ ته به تر ټولو قوي ترين ټانګان په نيژدې وختونو کي ولېږي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي ليکلي چي د ايم، ١ ،ابرامز په نوم دغه ټانګان به په هلمند ولايت کي د امريکايي سمندري قواوو په واک کي ورکړل سي، چي له طالبانو سره په جنګ کي کار ځني واخلي.
راپور وايي دغه ټانګان چي هر يو يې ٦٨ ټنه وزن او د ماين او اور په مقابل کي د مقاومت توان لري، په لومړي قدم کي به يې ١٦ عرادې افغانستان ته انتقال کړل سي.
يوه امريکايي پوځي مقام ويلي چي دغه نوي ماډل ټانګان به د جنګ په لومړيو کرښو کي د دوى پوځيانو ته ګټور تمام سي، خو د افغان چارو څېړونکي وايي تر امريکا دمخه روسانو هم پر افغانستان د تېري پر مهال خپلي هر ډول پرمختللي وسلې د تش لاسو افغانانو په مقابل کي کارولي وې، خو دا چي د افغاني مقاومت په اصلي عواملو يې ځان نه پوهاوه هيڅ ګټه يې نه ورته کړې.