د برتانيې صدراعظم ډيويډ کامرون ويلي چي د ٢٠١٥ کال تر پايه به يې په افغانستان کي يو عسکر هم د جنګ دپاره موجود نه وي.
کامرون چي پرون د پنجشنبې په ورځ دغه خبري د پارلمان له غړيو سره په ليدنه کي کړي دي او ويلي دي چي په ٢٠١٥ کال که په افغانستان کي حالات هر ډول وي، د دوى پوځيان به جنګي چارو ته د پاى ټکى ايږدي.
تر دې دمخه امريکا او د ناټو متحدينو له افغانستان څخه د وتلو چاري د افغان ځواکونو په پياوړتيا پوري مشروطولې، خو برتانيه د امريکا لومړنى متحد هيواد دئ، چي وايي که افغان ځواکونه پر پښو ولاړ وي او که نه، دوى به له افغانستان څخه تر ٢٠١٥ کال پوري خپل پوځيان وباسي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه