د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ناټو له عمومي قومندان جنرال پيټريوس سره په ليدنه کي موافقه کړې ده، چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي د شپې له خوا عملياتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر کرزي تر دې دمخه د شنبې په ورځ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼي سره په مرکه کي نيوکه کړې وه، چي بهرني ځواکونه دي په افغانستان کي د خلګو پر کورونو باندي د شپې له خوا چاپې نه وهي.
ولسمشر کرزي ويلي وو چي افغانان په خپلو کوڅو او بازارونو کي بهرني پوځيان نه خوښوي، دوى دي د خلګو پر کورونو د طالب او القاعدې په پلمه د شپې له خوا چاپې نه وهي او خپل عمليات دي تر خپلو مرکزونو پوري محدود کړي.
کرزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼي سره ويلي وو چي د يوه طالب د نيولو يا وژلو په خاطر د څو ملکي کسانو وژل، نيول يا ځورول هيڅ ګټه نه کوي او دا کار د طالبانو ليکو ته نور کسان هم ور ماتوي.
خو په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي چي ولسمشر کرزي تر دې نيوکو وروسته له جنرال پيټريوس سره ليدنه کړې او بيرته يې له دې عملياتو سره موافقه کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه