کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دولسی جرګی ټاکنی اودولس اندیښنی

دولسی جرګی ټاکنی اودولس اندیښنی

 غواړم دولسمشری دټاکنوڅخه پیل وکړم. دولسمشری په ټاکنوکی هم ډیری ناری اوسوری پورته وی چی په ټاکنوکی په لوړه کچه درغلی شویدی. دولسمشر حامد کرزی اودده دسیال عبدالله عبدالله ترمنځ نژدی وه چی دویم رونډوټ اچونه وشی، ولی عبدالله عبدالله په وروستی شیبه کی تردویم رونډوټ اچونه تیرشو. په دی ټاکنوکی په ښکاره ډول دبهرنیوهیوادونولاس وهنوجریان درلودی، اوځکه ددی    څخه انکارنشی کیدلای چی هیڅ هیوادتیارنه دی چی په وړیاډول دی خپل سرتیری په پردی جګړه کی تلف کړی. نوهرومروبه دپړی سردهغه چاپه لاس کی وی چی فوځی حضوریی زیات وی. خودومره منډی اوترنډی ووهل شوی چی ولس یی په بشپړ ډول ګنګس کړی وه. عجیبه ده چی له یوی خوادیوباثابته افغانستان سوری وهی ولی دبل لوری په قصدی ډول هیواددناامنی اوبی ثباتی لوری ته ټیل وهی. هر څومره چی ددومره پیاوړی هیوادودفوځی شتون سره سره ددرغلیوبغاری ووهل شی په همهغه کچه دولس باورلږیږی اودموجوده نظام مخالفین پیاوړی کیږی. په دغه ټول بهیرکی ناست حکومت، اپوزیشن، ولسی جرګی اوهم بهرنیانوغټ رول ولوباوه. خوهرڅه چی وه، کیسه دولس دبی باوری سره پای ته ورسیدل.
داځل بیانوی شخړه دوزیرانوټاکل اودباوردرایولاسته راوړنه وه. هغه هم دهیاهوی سره مل شوی. خولنډه داچی په دوه پړاووکی بیاهم ټولووزیرانودباوررایی ترلاسه نکړی. پایله یی داشوه چی تراوسه هم سرپرست وزیران چاری پرمخ بیایی. چل خوبه داوی چی نوی ولسی جرګه به وټاکل شی اوترټل شوی وزیران به بیاهم چانس پیداکړی. په همدغه بهیرکی ولسمشردبهرنیانوپه سرکی دامریکادکړنوپه بربنډولوپیل وکړی، څوورځی اومیاشتی هم په دغه ناروسوروولس لګیاه وه چا داسی اټکل کاوه چی ګواکی ولسمشردبهرنیانوسره په تفاهم داسی چل کوی او عبدالله خوبیاویل چی دولسمشرداکړنه دهیوادپه زیان تمامیږی. دانغاری هم یوڅه وخت وروسته خاموشی شوی البته څه منډی ووهل شوی، سفرونه وشوه. پایله داوه چی دلویدیزاودامریکی سره تاریخی دوستی ده اودهمیش لپاره دوام کوی. ولس بیاپوه نه شوچی دادڅه لپاره؟
څومودی مخکی دسولی دجرګی خبری تودی وی ولی هغه کسان چی همیش په دی کیسوکی ښکیل دی تراوږده انتظاروروسته بیاهم ربانی دسولی دجرګی مشر وټاکل شو. اوورسره جوخت دطالبانودلوړوپوړوچارواکوسره دکابل دسرینا په هوټل کی دخبرواترواوازی خپری شوی. کله به رداوکله به بل رنګ ورکړه شو. داهم تیره شوه، ځانګړیپایله معلومه نه شوه.
لویه ننداره دولسی جرګی ټاکنی دی. په پیل کی دټاکنوډیری څانګی تړلی اعلان شوی اوترټاکنووروسته ددرغلیودشکایتونوبازارتودشوچی تراوسه تریومیلیون  زیاتی رایی باطلی اعلان شوی. کیسه دومره کړکیچنه معلومیږی چی ځنی نوماندن اونوراړوندمامورین څارنوالی ته ورپیژندل شوی دی. تیره ورځ دلویی څارنوالی مسولینوځان ته داحق ورکړی چی په دی لړی ځان ورګډکړی. دبل لوری نه دناستی ولسی جرګی مشریونس قانونی هم دلوی څارنوالی دورګډیدونه اندیښنه لری. داسی اوازی هم شته چی ولسمشردټاکنودمستقل کمیسون مشرتهدید کړی دی چی بایددنوموړی پلویان بریالی شی. په همدی ډول داسی خبرونه هم خپاره شوی دی چی داوبواوبریښناوزیر(اسمعیل خان) اوازثبت شویدی چی د ټاکنودکمیسون مسولین یی تهدیدکړی دی چی بایددنوموړی کسانباید بریالی اعلان کړی. ترټولوپه زړه پوری خوداده چی دټاکنودکمیسون مشرپه وارووارو اعلان کړه چی ددغه درغلیوسره سره بیاهم نه شوکولای چی دټاکنومشروعیت ترپوښتنی لاندی راولو.
دبل لوری که ورځنی خبرونه په ژوره وڅیړو، ډول ډول پوښتنی دانسان ذهن ته ورځی. څوورځی پرله پسی ناکامه نوماندان په کابل اوولایتونوکی لاریونونه کوی اوادعالری چی ټاکنی مشروعیت نه لری، دبیاټاکنوغوښتنه کوی. په دی ډله کی د متضادوافکاروخلک دخپل ځانی ګټولپاره راټول شویدی. دهیوادعالی ګټی دهیچاپه ذهن کی هم نه راګرځی. په دی ډله کی داسی کسان شته چی دخپل واک پروخت ډیموکراسی ددوی په کړنوکی نه لیدل کیده هرڅه حتی قضایی ارګانونوهم ددوی په خوښه دخلکودمرګ اوژوندپه اړوندپریکړه کوله. داسی کسان هم ترسترګو  کیږی چی دکابل دښارپه ویرانولوکی لوی لاس درلودی اودخلکودوژلواوهم د خلکودمالونودچورولوعاملین وه. که په ټول ډول وڅیړل شی ډیری ګټوونکی اویاهم چی په ټاکنوکی یی وټونه نه دی ګټلی، یوازی دخپلوځانګړوځانی ګټود لاسته راوړولوپه تلاښ کی دی.زه فکرنه کوم چی دنړی په بل هیوادکی به داسی دکړکیچه ډک اوشرمناکه ټاکنی ترسره شوی وی. افسوس چی نوماندان اوواکمنان دجګړه ځپلی ولس هڅوته چی دټاکنوپه بهیرکی یی دخپل ګوتواوسرونوپه پریکولو په دغه شرمناکه ټاکنوکی په میړانه ګډون وکړی، په هیڅ ورته قایل دی.څوک یی دمشروعیت اوڅوک یی دبی اعتباری ناری سوری وهی. ولس ګنګس دی چی دا څه لوبی جریان لری.
په همدغه بهیرکی وبل لوری ته دافغانستان دسولی دجرګی دفعالیتونوسره موازی دطالبانوسره دپخلاینی خبری دنړی دتفریح په مهم ځای(دایسلنډمالدیوی)
کی پرمخ روانی وی. دډنمارکی پولیټکن ورځپانی په حواله په دی غونډه کی(۴۷) تنوګډون درلودی چی ددی ډلی څخه دوی تنی ښځی وی. دنوموړی ورځپاڼی په حواله همایون جریری چی دحزب اسلامی دګونددمشرګلبدین حکمتیارزوم دی، ددی غونډی تنظیم کونکی دی. غونډه دسولی اواوربندپه اړوندبحثونه وکړه. ولی په زړه پوری داوه چی دطالبانوداستازی اودو(۲) ګډونکوښځوترمینځ په لوړاواز ترخی خبری وشوی دطالبانواستازی ښځی په دی تورنی کړی چی ولی بیله شرعی محرم څخه غونډی ته راغلی اوحتی ورته ویی ویل چی ددوی اودهغه ښځوترمنځ چی په یوه لنډنیکرکی ګرځی توپیرنشته. سره ددی چی ښځوادعاوکړه چی قران شریف لولی دخدای(ج) ټول احکام پرځای کوی…..،
خبره داده چی منډی اوترنډی هرلوری ته په خوځښت کی دی داچی یوپه بل سره خبردی که نه؟ نامعلومه کیسه ده، یانی سیاسی تجارت دافغانستان پرمظلوم ولس په لوړه کچه روان دی. دپخوانی شوروی اتحاددوتلوپه وخت کی په مشابه ډول دافغان ولس څخه چاپوښتنه نه کوله همسایه ګانواوسوپرقوتونو(شوروی او امریکی) زموږدهیوادپرراتلونکی باندی پریکړی وکړی چی پایله یی موږتراوسه وینو.
یوه خبره غواړم په ټینګه ولیکم چی: هرڅوک، ډله، اوګوندچی دهیواددعالی ګټو، واحدافغانستان اودسولی لپاره په نسبی ډول بیله ځانی ګټی قدمونه اوچتوی، باید دهیوادمنورین یی په لیکنواوعمل کی ملاتړوکړی.
دبیلګی په توګه ولس مشرحامدکرزی په روانه جګړه کی دامریکایانودړندوبمباریو څخه په ښکاره سرټکولی دی،امنیتی خصوصی کمپنی یی وتړلوته وهڅولی،همدا نن شپه(۱۴ / ۱۱ / ۲۰۱۰) دامریکی دعملیاتوڅڅه په کلیواوبانډوکی په کلکه نیوکه وکړه اودایی یوازنی داختلاف ټکی ددوحکومتونوترمنځ وباله….. داسی کیسی که دچاپه اندمصلحتی هم وی دملاتړوړدی. دادملت اوازاوغوښتنه ده دهرمشرترخولی چی دهری موخی لپاره ږغ اوچت شی. لږترلږه خوسوپرطاقتونه زموږدولس دمقاومت په علت باندی پوهیدلی شی.
داهم ښکاره ده چی پورته یادی شوی مانوری دشطرنج دلوبی په ډول دی هرسړی اوهیوادخپلی ګټی لټوی. دافغان مظلوم ولس داسی ژوربحرته وردننه شوی دی چی دوتلولاره یی دډیرواغزیوډکه ده.
یوازی ملی وحدت، دخپلوملی ګټوپرشاوخوابیله هرنوع تبعیض اوتوپیرڅخه راټولیدنه ددی لجنزارڅخه دوتلولارده. راشی چی دهیواددعالی ګټوپه خاطرټولی ناخوالی اودښمنی دهمداګړی لپاره هیری کړو، وروسته کیدای شی کورنی ستونزی دخپلونیاکانوپه څیرپه خپل کورکی دخپلومشرانودپریکړوله مخی حل کړو. په هرنامه په هیوادکی بغاوت، لاریونونه، فوځی بریدونه، دځان وژنی حملی…. هیواددبی ثباتی لوری ته ټیل وهی چی دهیڅ افغان په ګټه نه ده. خدای دی وکړی چی ناست مشران خپلی ستونزی که دبهرنیانوسره یی لری اوکه یی ترخپلومنځووی ولس ته په رښتینی توګه وړاندی کړی، ترڅوولس ورباندی باوری شی اوملاتړیی وکړی. دتیرو(۳۰) کالوتجربی وښودل چی بیله خپل ولس څخه هیڅ پردی ترپایه دوست نه دی.  
ومن الله التوفیق