کور / شعر / غزل

غزل

وړاندې ځي خـــوګــــــــوري شاته هغه زۀ يم
چې زړۀ پاتې وي ترې چــــــــاته هغـــه زۀ يم

لکـــه باز چې په وزرونو باندې شـــــل وي
الـــوتی نه شي هــــــــــــواته هغـــــــــــــه زۀ يم

لکـــه لــــــــــمر ګل چې په لمر پسې تاويږي
هـــا چې نۀ ګوري بل خـــــــــــــواته هغه زۀ يم

تۀ د ورېځ غـــوندې په دنګو غرونوګرځې
لکـــه سوې للمــــــــــــــــه پاته هغـــــــــه زۀ يم

لۀ هـــررنګ ګلانـــــــــــو ډکه ونه ستـــــــــاده
چې خزان يې کړي ميراتــه هغـــــــــــــــه زۀ يم

ته څـراغ په لاس کوږ ځـــای ګورې په ماکې
چې دې نــۀ ګوري خطاته هغـــــــــــــــــــه زه يم

که يوازې شـــــوې او ياد دې شوم بېغورې
هنــــــــداره کړه مـــــاته، مــــــاته هغــه زۀ یم

اوس غمګين انځور نه څۀ پوښتې جاوېده
حــــــال ويلی نـــه شي تاته هغــــــــــــــــه زۀ يم