نه خو د ورځې شو وتی او نه د شپې د کوره
دښمن مو څوک دی چا مو تاو کړلې لمبې د کوره
مونږ ترهه ګرو په قبرونو کنستو ستړي کړو
زمونږ به څومره اوځي نورې جنازې د کوره
د بنګلې مه اوځئ بچو په کلي اور بليږي
د خان خبرې ما پخپله اوريدې د کوره
مونږ په خپل کور کې هم ژوندون ته په قلار نه پريدي
په رڼا ورځ مې يوړې چا د وره تمبې د کوره
اخير مونږ ځان ته پښتانه وايو راځئ راوځئ
ته به تر څو زه به تر څو وهم نارې د کوره
زمونږ د سر سودا دې کړې ده سالاره ښکاري
په نيمه شپه چې شوې روانې قافلې د کوره
د خداي په دين کې نه فتنې شته نه فساد شيخانو
په دين کې مه جوړوئ نوې مسلې د کوره
ورکړئ يو بل له پښتنو د ورورولۍ لاسونه
د نفرتونو بتان مات کړئ د سينې د کوره
مونږ مسافر خو د ژوندون په خوږو پوهه نه شو
صابره مونږ تيرې بهر کړلې مودې د کوره