د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په غوښتنه د ولسمشر کرزي په تائېد جنرال علي شاه پکتياوال د ننګرهار د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل سوئ دئ.
جنرال پکتياوال دوه کاله دمخه د کابل په امنيه قومنداني کي له جنايي جرمونو سره د مبارزې د رياست مشر وو، چي د خپلي دندي پر مهال ډېر فعال مسئول بلل کېدى، چي د کابل ښاريانو په وينا د امنيت په ټينګولو، د غلو، خماربازانو، سړي تښتوونکو او غير قانوني وسله والو ډلو په مقابل کي يې ټينګي هڅي کولې.
جنرال پکتياوال له شاوخوا يو نيم کال راهيسي پر کور ناست وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه