د امريکا د دفاع وزارت پر داسي يوه پلان کار شروع کړى چي له امله يې تر ٢٠١٤ کال پوري په افغانستان کي د امريکا او ناټو ځواکونو عمليات پاى ته ورسېږي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي نن د نامعلومو امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چي پر دې پلان باندي اوس کار شروع دئ، او په لومړۍ مرحله کي به يې له راتلونکي يونيم څخه تر دوو کالو پوري ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
د نيويارک ټايمز راپور وايي په دې باب به د پرتګال په مرکز لېزبون ښار کي د ناټو په غونډه کي هم خبري وسي، چي د رارواني جمعې په ورځ جوړېږي.
د ورځپاڼي په وينا دا هغسي يو پلان دئ چي له ٢٠٠٧ کال راهيسي په عراق کي د بوش د واکمنۍ پر مهال پلى سوئ وو، چي کرار کرار امنيتي چاري له امريکايي څخه عراقي ځواکونو ته وسپارل سوې.
د نيويارک ټايمز پر داسي مهال دغه راپور خپروي، چي پرون ولسمشر کرزي د واشنګټن پوسټ له ورځپاڼي سره په مرکه کي له امريکا غوښتي وو چي په افغانستان کي د ځانګړو ځواکونو پوځي عمليات لږ کړي.