دهرات ولایت په زرګونو اوسیدونکو دیوه لاریون په ترڅ کی دانتخاباتو په لومړنیو نتیجو کی دمحمد اسماعیل خان لاس وهنه وغندله.
لاریون کونکو د ولسمشر کرزی، دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون او لویي څارنوالۍ نه و غوښتل چی دا موضوع په غور سره وڅیړی.
دلاریون کونکو شمیر چی نیږدې پنځه زره کسانو ته رسیده دهرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کی یې نیږدی دوه ساعته دهرات کندهار لویه لاره پر ترافیکو وتړله.
دا لاریون وروسته تر هغه په هرات کی کیږی چی د او بو او بریښنا د سرپرست وزیر داسی مکالمه خپره شوه چی محمد اسماعیل خان هڅه کوی چی خپل ځانګړی کسان په درغليو ولسی جرګی ته بریالی کړی.
په دې کلیپ کی اسماعیل خان د انتخاباتو د کمسیون دیوه کارمند سره پر دی خبری کوی چی پښتانه او شیعه مذهبی مشهور او متنفذ نوماندان له لیست څخه حذف او دهغوی پرځای خپل ځانګړی کسان پارلمان ته واستوی.
په دی مکالمه کی اسماعیل خان د کمیسیون دکارمند نه غواړی چی، وکیل زرین زرین، محمد رضا خوشک وطن دوست ، حاجی عزیز احمد نادم، حاجی داود خان نورزی استاد عطا، غلام قادر اکبر، احمد علی جبریلی، احمد بهزارد، محمد معروف فضلی، معلم حفیظ، ، زلمی اسحاق زی، مصباح هراتی، ښاغلی بورانی، استاد محاکی، او داسی نور کسان د لیست نه وباسل شی.
ددی پر ځای محمد اسماعیل خان د کمیسیون نه غواړی چی محمد عارف طیب، عبدالهادی جمشیدی، حلیم ترکی، انجیرمنورشاه بهادری، شهیدزاده، ناهید فرید احمدی، صالح سلجوقی، نثار احمد فیضی غوریانی ، غلام فاروق مجروح، حاجی غلام فاروق نظری، احمد فرهاد مجیدی، الحاج رحیمه جامی، مسعوده کرخی، ستاد نجلا دهقان نژاداو داکتر سعادت فتاحی بریالی اعلام شی.
دهرات ولایت د ارسکن ولسوالی اوسیدونکی وایی چی نیږدی ۷۰ په سلو کو کسان د هرات په لومړنی لیست کی بریالی شوی کسان او حذف شوی کسان دي اسماعیل خان په خوښه شوی دی.
دهرات ولایت په ادرسکن ولسوالی کی لاریون کونکی وایی ددوی دنوماند حاجی داود نورزی او دهرات نور نوماندان رایي د اسماعیل خان په مداخله قرنطین شوی دی.
دوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه غواړی چی ددوی رایو ته دی په بیاشمیرنه سره احترام وکړی.
حاجی ولی داد د سیمی اوسیدونکی وایی:” دا ليست د تورن اسماعيل په خوښه او د پیسو او زور په وسیله جوړ شوی دی . دا دمنلو وړ ندی دی.”
عبدالحق يو بل اوسيدونكي وايي:” كرزي ته مو 22 زره پاكي رايي وركړې اوس زمونږ رایي پنځه زره شوی دی. ټولی رایي مو قرنطین شوی دی. کمیسیون باید زمونږ رایي بیا وشمیری او کنه نو ددولت له حمایته به لاس واخلو.”
دا لاریون دهرات ولایت په ادرسکن ولسوالی کی ولسی جرګی ته نوماند حاجی داود نورزی په پلوی سرته رسیدلی وو چی زرګونو کسانو په کی ګډون کړی وو.
حاجی داود نورزی وایی چی په دې کلیپ کی اسماعیل خان د انتخاباتو کارکوونکي ته لارښوونه کوي چې په هرات کې تر لسو زیات کاندیدان د ګټونکو له لیسته وباسي او پرځای یې نور چې دی یې نومونه اخلي شامل کړي.
حاجی داود نورزی وایی:” دابو او بريښنا د سرپرست وزیر محمد اسماعیل خان خبری ټولو رسنيو کې نشر شوی دی، چي کمیسیون ته هدایت ورکوی چی داکسان باید پارلمان ته لاړشی او دا باید نه ، دولت باید پر دی باندی غور وکړی . داکسان داسماعیل خان په غوښتنه بریالی شوی دخلکو دحقي رایي پر اساس نه.”
لایون کونکی دولسمشرکرزی، لوی څارنوالی او د ولسی جرګی نه غواړی چی دا موضوع په کلکه و څیړی.
د انتخاباتو کمېسون بیا وایی ددې مکالمی په هکله يې څېړني پيل کړي دي، چي آيا دا ږغ د اسماعېل خان دئ که نه؟
د اسماعیل ویاند د رسنیو له ډېرو هڅو سره سره حاضر نه شو چې په دې باب تبصره وکړي.
په هرات کې کاندیدان وايي چې دوی پوره باوري دي چې دا خبرې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر محمداسماعیل خان او انتخاباتي کارکوونکي عبدالرشید ارشاد ترمنځ دي.