کور / تازه خبرونه / سعودي: د حج د مقدسو مراسمو پيل ته څو ساعته پاته دي

سعودي: د حج د مقدسو مراسمو پيل ته څو ساعته پاته دي

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي د حج د مقدسو مراسمو پيل ته څو ساته پاته دي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا دوه ميليونه مسلمانان په مينا کي راټول سوي او د عرفات د مراسمو پيل ته انتظار باسي چي سبا سهار وختي پيلېږي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي تر اوسه مراسم بېله کومي ستونزي روان دي.
د حج مراسمو ته له افغانستان څخه هم شاوخوا ٣٥٠٠٠ افغانان تللي چي د راپورونو له مخي تر اوسه يې ١٧ تنه د عمر د زړښت او فزيکي ضعف له کبله په خدايي مرګ مړه سوي دي.