شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی
لسمه برخه :
دشیرشاه سوري په لاسو د ماتې خوړولو وروسته ، د بنګال حاکم سلطان محمود دخپل مرکزې ښار ګوډ په لور وتښتید . هلته ګوډ ته د ور رسیدو سره سم هغه ته دا خبر تر لاسه شو چې د ګنګا د دریاب په غاړه دده د ماتې څخه وروسته شیرشاه سوری اوس غواړې د هغه یوه بله مستحکمه کلا تیلیا ګړهی هم فتحه کړي . خو سلطان محمود په هر صورت اوهر حال اراده درلوده چې د تیلیاګړهی څخه دفا ع وکړی ، ځکه که د تیلیاګړهی سیمه او د اګر کلا د شیرشاه سوری لاس ته ورځی نوبیا خو په بنګال کې دسلطان محمود قدم ټینګیدل شونې نه دي.
دګنګا د دریاب په غاړه د شیرشاه سوری په لاسو دماتې خوړلو وروسته د بنګال حاکم ته دا څرګنده شوې وه چې هغه نه په یواځې ځان د شیرشاه سورې مقابله کولې شي او نه ورڅخه بنګال خوندي ساتلې شي . نو په دې خاطر دشیرشاه سورې د یلغار د مخنیوی په خاطر هغه باید د چا څخه مرسته وغواړي ، اویا څوک دخپل ځان سره متحد وګرځوي . اوس نو سلطان محمود ته دخپلو دغو موخو د لاسته راوړو له پاره دوه لارې موجودې وې.
لمړۍ داچې هغه د شیرشاه سوري په مقابل کې دهندوستان د شهنشاه همایون بابر څخه مرسته وغواړي ،خو څرنګه چې همایون په دې وختو کې دخپل ټول ځواک سره د ګجرات د حاکم بهارخان په خلاف په جنګ نښتې و اوپه ځاې ځاې ددواړو د فوځونو تر منځ خونړي جنګونه روان و .نو په دې خاطر د بنګال حاکم دا وګڼل چې که په دې حال کې د همایون څخه مرسته هم وغواړی نو همایون به دهغه څه مرسته و نه شی کولاې . ځکه همایون به هیڅکله هم د ګجرات د حاکم پر خلاف خپل کار نیمایی پری نږدی اودشیرشاه په خلاف به دده کومک ته را ونه دانګي ،نوپه دې خاطر سلطان محمود د همایون څخه د مرستې د غوښتلو پلان له نظره وویست .
دویم ځواک چې سلطان محمود د شیرشاه په خلاف د خپل ځان سره را یوځاې کولې شو، هغوې د ګوا پرتګالی فوځونه و. په همدې وختو کې دې پرتګالی فوځونوپه هندوستان کې پوره ځواک درلود. نو د شیرشاه سوري پرخلاف سلطان محمود دپرتګالیانو د ملګرتیا له پاره د ګوا د والي «نونوډا» سره اړیکې ټینګول پیل کړل. او ددې کار له پاره یی د پرتګالي بحري بیړۍ دقذاقانو یو قومندان و ټاکه . دغه قومندان د سلطان محمود سره دهغه په مرکزی ښار ګوډ کې بندی و . دبحري قذاقانو ددې قومندان نوم میلوجسارټی و . دا چې میلو جسارټی څه ډول د سلطان محمود په لاسو بندی شو دهغه قصه څه دا ډول ده .
په ګوا کې میشت پرتګالیان دډیره وخته راهیسې د بنګال د زمکې لاندې طبیعې سرچینو د راویستلو له پاره په کار بوخت ول . هغوې غوښتل چې د شرقی بنګال د اوو سیمو تر څنګ د هګلی او چټګانګ په موجوده سیمو او بندرګاه باندې ولکه وکړي . خو تر اوه سیمو پورې ورتګ اسانه نه و ځکه هغه ډیرې لرې او په داخل کې پرتې وې . په داسې حال کې چې چټه ګانګ د سمندر په غاړه پروت و .
دخپلو دغو موخو د ترلاسه کولو له پاره دګوا پرتګالی والې نونوډا د خپلو بحري قداقانو قومندان میلوجسارټی دهمدې کار له پاره هغه لورې ته ور استولې و . اوهغه ته یی ویلی و چې هغه د ې د چټه ګانګ د بندر ګاه په لور ولاړ شي اوپه بنګال کې دخپلو ګټو د تر لاسه کولو له پاره هڅې وکړی . دګوا والی نونوډا د بحری قذ اقانو دې قومندان ته ډیره ستره او قوې بحرې بیړه هم تیاره کړې وه . خو دا به د میلوجسارټی بدقسمتې وه ځکه هغه وخت چې هغه ددې کار دتر سره کولو له پاره روان شو نو د هغه ټولو بیړه د یوسمندري توپان سره مخ شوه ، بیړه یی غرقه او خلک یی تیت و پرک شول خودهغه خپل بحری جهاز د اراکان دسمندر غاړې ته ورغې . میلوجسارټی په یوه کوچنی شانته بحری جهاز کې د چټاګانګ تر غاړو پورې ورسید خو هغه د کرن چالی دریاب په غاړه پرته بندرګاه و نه پیژندله ، ددې یو علت داو چې د بنګال په خلیج کې نژدې پنځوس میله واټن کې دا ډول درې دریابونه را یوځاې کیږي . چې دهغې ډلې څخه یو کرن چالی ، بل یی سانپ کها او دریم یی مت مهری دي .
د بحری غلو دغه کپتان میلوجسارټی اودهغه یو څو نور پرتګالی ملګری هلته په سمندر کې د څو کسه ماهی نیونکو لخوا و نیول شول . دې ماهی نیونکو هلته په خپلو سیمو کې ماهیان نیول چې ددوې بحرې جهازونه ور ورسیدل . خو هغوې ددوې د نیولو وروسته دجهازونو سره یو ځاې د چټاګانګ د بندر په لور یوړل . ماهی نیونکو د میلوجسارټی جهاز د مت مهري د دریاب غاړې ته راوست ، دپرتګالیانو جهاز تر چکریا پورې ورسید. دا یو وړوکې شانته کلې و چې په هغه وخت کې د مسلمانانو د راتلو د مخه د ارکان دراجه ملکیت و .
دمت مهری دریاب تنګ او کم عرضه و . کله چې ددریاب د جزر وخت راغې نو دپرتګالیانو جهاز په کې و نښت ، د چکریا والي خدابخش ، میلو جسارټی اودهغه نور ملګرې ټول ونیول او د بحرې غلو تر نامه لاندې یی په زندان کې واچول .
پرتګالیانو یو ځل دوه د همدې میلو جسارټی تر مشرۍ لاندې د تیښتې هڅه هم کړې وه خو دهغوې هڅې شنډې کړل شوې وې . دهغې پایلې داشوې چې هغه یی نور هم دننه یوړ اوهلته یی په زندان کې واچوه ، په همدې وخت کې میلو جسارټی ته یوه پیښه را منځته شوه دهغه یو ډیر ښایسته وراره چې د هغه سره ملګرې و، د وهم پرسته هندوانو له اړخه دریاب ته د نذرانې په شکل ور واچول شو. ځکه هغوې د سپین خنزیر قر بانۍ ته اړتیا درلوده او دا ځوان هم سور سپین او ښه ښایسته کړل شوې نو په دې خاطر هندو بامبړانو همدې قربانې کړ ، د چکریا والی خدابخش خان څه موده وروسته میلو جسارتی دخپله ځانه سره و ساته ، بیا یی په ۱۵۳۰ ز کال کې پنځلس سوه پونډه جرمانه کړ او په دې ترتیب یی میلو جسارټی اودهغه ملګرې د زندان ازاد کړل. په دې توګه د قید اوبند څخه د خوشې کیدو وروسته میلوجسارټی نیغ ګوا ته ولاړ.
په ۱۵۳۳ ز کال کې د ګوا پرتګالی والی نونوډا کنها یوځل بیا میلو جسارټی دخپل نماینده په توګه چټاګانګ ته ور ولیږه ، تر څو هغه هلته د بنګال دحاکم سلطان محمود څخه دهغه په مرکز ې ښار ګوډ کې دیوې کارخانې د جوړولو له پاره داجازې او اسانتیاو د تر لاسه کولو له پاره خبرې وکړي . او تر څنګ یی دهغه سره د پرامنه تجارت د پیلولو له پاره هم اجازه واخلي .
میلو جسارټی د خپل والی د حکم سره سم یوه بحری بیړه را واخسته اودهغه ځآیه را روان شو، دا ځل د چټاګانګ مسلمان والي هغه ته ډیر ښه ښه راغلاست ووایه ، خو څرنګه چې میلو جسارټی یو ډیر ذلیله اوبد اخلاقه انسان و ، ددغه استقبال څخه یی غلطه ګټه پورته کړه اوخپل ذلت یی هملته را څرګند کړ. هغه خپل مال د چونګې د ورکولو پرته ښار ته دننه په غلا راوست . او دخپل جارحانه سلوک په اساس یی دچټاګانګ خلک دخپل ځان په خلاف را وپارول . په همدې وخت کې د میلو جسارټی یوه بله بدبختی هم پیل شوه اوهغه داسې چې د بنګال دحاکم دخوشحالولو له پاره یی هغه ته ډیر قیمتي تحایف ور ولیږل . په دې تحایفو کې یوڅه خوشبو لرونکې بوتلونه هم و. خو د خشبو دغه بوتلونه دې بحری غلو دهمدې کپتان میلو جسارټی په قومندې د مسلمانانو د یوه بحري جهاز څخه لوټ کړی و اوپه هغو بوتلونو چې دمسلمانانو مارکه پرې نښتې وه همغسې پرې ایښې وه .
کله چې دا تحایف د بنګال حاکم سلطان محمود ته وړاندې کړل شول نو هغه ته را څرګنده شوه چې دا مال ټول د مسلمانانو د جهاز څخه لوټ کړل شوې دې. د بنګال حاکم په دې خبره ډیر نا خوښه شو اوهغه د میلو جسارټی د سفیر او ورسره د راغلیو نمایندګانو د وژلو حکم وکړ. خو وروسته یی د یوه شخص په مشوره اوسپارښتنه هغوې د وژلو څخه معاف کړل خوپه زندان کې یی واچول .
ددې کار سره یو ځاې د بنګال حاکم سلطان محمود د چټه ګانګ والی خدابخش ته هم حکم ولیږه چې میلو جسارټی دې د خپلو ټولو انډیوالانو سره یو ځاې ونیسی ، نوهماغه و چې د چټه ګانګ مسلمان والی خدابخش ، میلو جسارټی اودهغه ملګری یوه دعوت ته را وبلل .
ددعوت په وخت کې میلو جسارټی اودهغه ملګرو ته دا خبر ور ورسید چې هغه نیول کیږی . نوپه دې اساس هغه جنګ ته ملا وتړله ، په دې جنګ کې دمیلو جسارټی لس کسه ملګری ووژل شول اوپاته یی ژوندې ونیول شول . دمیلو جسارټی په ګډون ټول بندیان دچټه ګانګ د والي خدابخش له اړخه لاس تړلی دسلطان محمود مرکز په لور واستول شول .
کله چې میلو جسارټی ګوډ ته ورسید نو سلطان محمود هغه په زندان کې ور و غورځاوه . کله چې دمیلو جسارټی اودهغه دملګرو د نیولو خبر د ګوا پرتګالي والی نونوډا کنها ته ورسید نوهغه یو ځل دوه خپلې بحرې بیړۍ دهغوې د ازادولو له پاره هغه لورې ته واستولې خو دهغه بحری بیړه هر ځل د نکامۍ سره مخ شوه ، نو په دې اساس میلو جسارټی همداسې د بنګال دحاکم سلطان محمود په بندیخانه کې قید پاته شو . خواوس سلطان محمود دهمدې میلوجسارټی له لارې غوښتل دګوا پرتګالی والی نونوډا کنها سره خبره وکړی تر څو هغه د شیرشاه سوري پر خلاف دخپل ځان سره را یو ځاې کړي .
دخپلو دغو موخو د تر لاسه کولو له پاره کله چې د بنګال حاکم سلطان محمود د ګنګا د دریاب په غاړه دشیرشاه سوري څخه ماتې وخوړله اوبیرته خپل مرکز د ګوډښار ته را ستون شو، نو هلته د ر اتلو سمدستې وروسته په هماغه دویمه ورځ یی دپرتګالي قذاقانو او غلو قومندان میلوجسارټی را وغوښت . هغه وخت چې میلو جسارټی دسطان دربار ته راغې نو سلطان محمود دخپله ځایه پورته شو او په ډیره ګرمه توګه یی دهغه استقبال وکړ ، اوبیا یی د خپل ځان تر څنګ کیناوه .
تر یوه وخته پورې سلطان محمود خاموشه ناست و او د میلوجسارټی په لور یی کتل ،اوبیا یی ورته وویل : ګوره جسارټی! ته پوهیږې چې دلته مې د څه له پاره را بللې یی. دهغه په دې خبره جسارټی په حیرانتیا اود هیلې په سترګو سلطان محمود ته وکتل اوځواب یی ورکړ . زه نه پوهیږم چې د بنګال حاکم زه د څه له پاره د بندی خانې څخه را ویستلې یم او دلته یی دخپل ځان سره کینولې یم. خوبیا هم زه تاسو ته ډاډ درکوم چې که چیرې تاسې زما څخه دکوم خدمت د اخستلو اړتیا لرئ نو زه به تاسو ناهیلی نه کړم . دمیلو جسارټی ددې ځواب په اوریدو سره د سلطان محمود په څیره کې خوښې را څرګنده شوه . اوبیا یی دخپل مقصد خبره راواخسته .
ګوره جسارټی ! ما پریکړه کړې چې تا د زندان څخه ازاد کړم . اوستا سره نور ملګرې هم ازادوم . خو ته به هم زما یو کار تر سره کوې . دهغه په دې خبره میلو جسارټی ډیر خوشحاله شو اوپه ډیره نا قرارۍ سره یی خپل اړخ بدل کړ او ویی ویل : تر هر څه دمخه زه د بنګال دحاکم شکریه کوم چې هغه زما او زما دملګرو دپریښولو اراده یی کړې ده .ددې نه اخوا به زه وپوښتم چې ته زمونږ دخوشې کولو په بدل کې څه ډول شراېط غواړې پر مونږ کیږدې. دهغه په دې خبره سلطان محمود وویل :
ګوره جسارټی ! کیدې شې هلته په زندان کې تاته داخبرونه در رسیدلی وی چې شیرشاه سوري په بهار باندې د ولکې کولو نه وروسته اوس غواړې په بنګال باندې هم حمله وکړي ، هغه یوځل ماته د ګنګا د دریاب په غاړه ماتې ر اکړې ده اوزما په ښار سورج ګړ او تر څنګ یی د هغه ځاې په مستحکمه کلا مونګیر باندې هم ولکه کړې ده . اوس چې کوم خبرونه را ځې دهغې په مطابق شیرشاه سوري تر څو ورځو پورې غواړی زما یو بل ستر سنګر تیلیاګړهی هم تر پښو لاندې کړي ، نوکه چیرې شیرشاه تیلیاګړهی هم سوبه کړي او په هغه ځاې خپله ولکه کلکه کړي نوبیا خو به زه فکر وکړم چې هغه به په بنګال باندې هم را خپور شی ، اوهیڅوک اوهیڅ ځواک به دهغه مخنیوی ونه کړاې شی. زه غواړم چې تاسې پرتګالیان زما سره د شیرشاه په مقابل کې ودریږئ،
تر دې ځایه دخبرو وروسته سلطان محمود غلې شو او بیا د بحری غلو پرتګالي قومندان میلو جسارټی په خبرو پیل وکړ.
زه د بنګال حاکم ته ډاډ ورکو م ، چې له تاسره به زمونږ په یو ځاې کیدو باندې په ډاډمنه توګه د شیرشاه سوری مخه و نیول شی . دبنګال حاکمه ! زه تاته دا ډاډ هم درکول غواړم چې هلته په ګوا کې دومره ستره بحری بیړه او دومره ستر پرتګالی فوځ موجود دې چې که چیرې هغوې ټول د شیرشاه سوري پر خلاف استعمال کړل شي نو په څو ورځو کې به شیرشاه سوری نه یواځې د بنګاله بلکه د بهاره به هم تیښتې ته اړ شی . اوپه دې لړ کې به زه ستا سره هر ډول مرسته وکړم . ته اوس همدومره وکړه چې زما ملګري بیرته ګوا ته ولیږه ، زه به هغوې په ټوله خبره و پوهوم ، او په دې لړ کې به زه دګوا پرتګالی والی نونوډا کنها ته یو لیک هم واستوم . زه تاته ډاډ درکوم چې ددې لیک د ورسیدو سره سم به دهغه ځاې والی نونوډا کنها نه یواځې بحری بیړه را ولیږي بلکه هلته شته فوځ به هم دې لورې ته را و استوي . دهمدې لښکر په کومک سره به مونږ د شیرشاه سوری په مخنیوی کې بریالی شو.
دمیلو جسارټی ددې خوږو خبرو په اساس سلطان محمود خوشحاله شو اوبیا یی وویل :
ګوره جسارټی ! تا ماته داسې ځواب راکړ چې زما د ډاډ او خوشحالۍ سبب وګرځید. د نن څخه نه ،بلکه د همدا اوسه ته زما ګوجی مشاور یی . په هر ځاې چې زه حمله کوم نو له تا به مشوره اخلم. زما په لښکر کې به ته زما د یوه سالار په څیر اوسې . ستا د اوسیدو ټولې اړتیاوې به تاته هلته په مرکزي ښار ګوډ کې تیاریږي . هلته به تاته د اوسیدو له پاره ډیره ښه حویلۍ درکول شی .اوس ته همدومره وکړه چې زما څو کسان به له تاسره هلته بندې خانې ته ولاړ شی دهغه ځایه ټول پرتګالیان ازاد کړئ ، ته هغوې بیرته دخپل والی نونوډاکنها لورې ته و لیږه او خپل لیک هم همغوې ته ورکړه .تر څو دشیرشاه سوري سره د مقابلې کولو له پاره دګوا پرتګالی والی خپله بحری بیړه او خپل لښکر دې لورې ته راولیږي . ددې خبرې سره سم میلو جسارټی دخپله ځایه را پورته شو ، سلطان محمود خپل څو کسان دهغه سره یو ځاې زندان ته ولیږل ، او هلته په ګوډ کې چې څومره پرتګالیان بندیان و هغوی یی ټول ازاد کړل ، میلو جسارټی دهغوې په لاسو یو لیک هم د ګوا پرتګالی والی نونوډا کنها ته ولیږه . دې لیک ډیرې ښې پایلې درلودې ځکه د لیک په ځواب کې د ګوا والی نه یواځې خپله بحری بیړه د بنګال دخلیج په لور را ولیږله بلکه د خپلو پرتګالیانو څخه جوړ شوې ستر لښکر یی هم د بنګال مرکزی ښار ګوډ ته ور ولیږه .
۱۵
دګنګا د دریاب په غاړه سلطان محمود ته دماتې ورکولو وروسته شیرشاه سوری همغسې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ. په حقیقت کې هغه دهمایون د فراغت دمخه غوښتل په بنګال باندې ولکه وکړی او خپل ځآن مستحکم کړي .
په هغه وخت کې د بهار څخه د بنګال په لور تر ټولو لنډه لار دمونګیر ، بهاګل پور اوکول ګونګ څخه تیریده اود تیلیاګړهی پورې رسیده ، ددې درّې د ساتنې له پاره ان د بهار تر پولو پورې دغه دتیلیاګړهی مستحکمه کلا پرته وه ،. د بهار د پولو څخه دا لاره د شرقی بنګال سکری ګلی ته رسیدله . اوبیا د سکري ګلی څخه دا لاره د ګنګا په غاړه غاړه دشرق نه تر غربه پورې بیرته را څر خیدله . اوبیا د ګنکا په غربي غاړو کې مخته تلله او د تیلیاګړهی کلا چې ددرّې په غربی څنډو کې پرته وه ، او اوس یی هم کنډرې تر سترګو کیږی ، د سړکونو ټولې لارې پرې را ځرخیدلې وې .ددې کلا یوې لور ې ته د راج محل غرنۍ سلسله پرته ده ، چې ډیر سخت او ناهمواره غرونه دي ، ستر ستر ګونګونه لری. خو دجنوب په لور تر اتیاو میلو پورې د بنګال د بهیړبوګ د سیمې تر بیرونیو پولو پورې پراخه پرته ده .
دهمدې سترې ، غرنۍ درّې لاندې د ګنګا دریاب د شرق لورې ته ډیر تیز ګرداب جوړکړې و ، چې دهغې په اساس د تیلیاګړهی په شمال کې یو ستره کنده جوړه شوې وه.
دګنګا په هغه بله غاړه د ګړهی د درې تر څنګ د بنګال حکمرانانو او رئیسانو ان تر پوانټې پورې ډیرې زیاتې مورچې او سنګرونه جوړ کړې و . د بوانټی نه تر بنګاله پور ې د ګوډ د مرکزي ښاره پورې په هغه وخت کې یواز ی یو شاهی سړک جوړ شوې و .
دحرب د فنونو له آنده دا درّه داسې ګرزیدلې وه چې نه خو پرې حمله کیداې شوه او نه یی محاصره کول شوني و . ځکه په هغه وختو کې د حملې په مقابل کې ددفاع وسایل ډیر قوی او ځواکمن و . دا هماغه ځاې دې چې په ۱۲۰۰وم کال کې دبنګال مهاراجه لکشمن سینګ د بختیار خلجي د لارې دنیولو هڅه کړې وه . خو بختیار خلجې ورته دوکه ورکړه او په بله لاره ولاړ. دهغې پیښې نه اوس نژدې ۳۳۶ کاله وروسته شیرشاه سوري هم د بنګال د حاکم سلطان محمود سره د بختیاخلجي په څیر لوبه کول غوښتل .
په هر حال شیرشاه سوري د تیلیا ګړهي په لور کوچ وکړ . نو په هغه وخت کې دهغه دکوچ کولو نه داسې ډاګیزه کیده چې هغه غواړی تیلیاګړهي په مستقیمه توګه په خپله ولکه کې واخلي. خو د بنګال حکمران سلطان محمود ددې درې د خوندي ساتلو په خاطر ، چې د بنګال دروازه هم ورته ویل کیږي ، خپل او دخپلو پرتګالی ملګرو فوځونه ځاې په ځاې کړل. خو د بنګال حاکم سلطان محمود دشیرشاه سوری ژور جنګې چالونه درک نه شو کړاې .
د بنګال دحاکم سلطان محمود او پرتګالیانو آند داو چې څرنګه چې د شیرشاه سوری سره بحری بیړه نه شته او یواځې بحرې کشتۍ وروسره دی نو په دې اساس به هغه دګنګا دریاب استعمال نه شي کړای او نه به دبنګال مرکزی ښار ګوډ ته را و رسیږي . ځکه چې هغه به په تیلیا ګړهی کې دمتحده ځواکونو سره ټکر کوي او د تیلیاګړهي کلا اوهغه ته ورتلونکې لاره به چې د ګوډ دښار په لور ورځی په ځاې ځاې د سنګرونو په ځاې داسې مضبوطه او مستحکمه کړل شوې وه چې سلطان محمود او پرتګالیا ن پوره هیله من و چې شیرشاه سوری به په هیڅ توګه په تیلیاګړهی باندې ولکه و نه کړاې شي . او نه به د تیلیا ګړهی څخه د ګوډ په لور د تلونکې شاهراه څخه په خوندي توګه را تیر شي .
شیرشاه سوري هم په یوه وخت کې ددوو معرکو د سرکولو هڅه کوله ، هغه غوښتل چې د بنګال مرکزي ښار ګوډ او د تیلیاګړهی کلا دواړه په یوه وخت کې تر لاسه کړي ، هغه د همدې مقصد له پاره خپل لښکر د تیلیاګړهی څخه په لږ واټن کې و دراوه . بیا یی د لښکر یوه برخه دخپل زوې جلال خان په مشرۍ کې ورکړه او دصاحب خان ورور مقرب خان یی ورته معاون و ټاکه ، او هغوې ته یی حکم وکړ چې هغوې دې په تیلیاګړهی باندې حمله وکړي ، او دپرتګالیانو څخه علاوه د سلطان محمود لښکر دې هم په جنګ کې را ښکیل کړي ، په دې وخت کې شیرشاه سوري غوښتل یوه بله معرکه هم سرته ورسوي ، اوهغه د بنګال په مرکزی ښار ګوډ باندې یرغل و .
دشیرشاه سورې زوې جلال خان اومعاون یی مقرب خان دواړه چې کله مخته راغلل او په تیلیاګړهی باندې یی حمله وکړه اودبنګال لښکر او پرتګالیان یی د خپله ځانه سره په جنګ کې مصروف کړل، نوبیا شیرشاه سوري خپل کار پیل کړ . هغه د ګنګا په دریاب کې ولاړو کشتیو باندې ولکه وکړه ، دا هسې ساده کیشتۍ وې چې د بنګال اوسیدونکو د کهلویا او رهوار په نوم باندې یادولې . شیرشاه سورې دهمدې کشتیو په واسطه دخپل لښکر سره یو ځاې متحرک شو . هغه جنګې او د خوراک سامانونه دهمدې کشتیو په واسطه ولیږل ، اوپه خپله د خپل لښکر سره یو ځاې د راج محل دغرونو څخه راتیر او د جنوب د نوم ورکو سیمو په لور ورغې . دا ځایونه د غرنیو لړیو یوه برخه وه . شیرشاه سوري تر ډیره ځایه پورې په همدغه نوم ورکو ځایو کې د غرنیو لړیو تر منځ سفر وکړ ، بیا د جنوب شرق لورې ته را و ګرزید ، اود چهارکنډ ځنګلونو ته ورسید. په هغه وختو کې دا دومره ورانه ویجاړه سیمه وه چې یا په کې لاره وهونکې او لار شوکونکې بدکاران اوسیدل او یا پرې د اړیسه څخه راتلونکې مسافرو سفر کاوه . په دې سیمه کې سړک نه و . یواځې وړې وړې لار ې وې چې دیخنۍ په وخت کې دانسانانو او حیواناتو له پاره داستعمال وړ وې. ځکه ددې سیمې څخه د تیریدو په وخت کې به دې ته اړتیا وه چې شاوخوا په لاره کې ولاړ اغزی ، اوبوټې پرې کړل شي تر څولاره جوړه راښکاره شی ، تر څنګ یی تیز اوبه بهیدونکې ویالې هم په دې ورځو کې وچیدې .
د بله اړخه د شیرشاه سوری زوې جلال خان او دهغه معاون مقرب خان دواړه یو ځاې د پرتګالیانو او سلطان محمود لښکرې په جنګ کې سر ه را نغاړلې وې . دبلې لورې د کشتیو په واسطه د شیرشاه سورې له اړخه را لیږل شوې د جنګ سامان او دخوراک وسایل هم هغه ځاې ته را رسیدلی و چېرې چې هغه غوښتل . بیا شیرشاه سوري دخپل لښکر سره یو ځاې د پوانټي څخه د ګوډ په لور تلونکې سړک باندې د هوا په څیر را خپور شوې و.
په هغو وختو کې د بنګال مرکزي ښار همدا د ګوډ ښار و . چې د مهانند ددریاب په شمال کې نژدې شپیته میله واټن کې پروت و . د مهانند دریاب د ګنګا د دریاب معاون دریاب ګڼل کیږي . اوس نو دشیرشاه سوری تر مخه تر ټولو لمړۍ د فرندوز ښار و . شیرشاه سوري غوښتل په ګوډ باندې دیرغل دمخه دفرندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راولې. ځکه چې که چیرې هغه ددې ښاره همداسې تیر شي او دګوډ ښار محاصره کړی نوبیا به د بنګال حاکم سلطان محمود د فرندوز څخه نظامې اوخوراکې کومکونه تر لاسه کړي اوده ته به نه تلافی کیدونکې زیان ور ورسوي .
دخپلو دغو موخو د ترلاسه کولو له پاره شیرشاه سوری یو ځل بیا خپل لښکر په دوو برخو وویشه ، یوه برخه یی دخپله ځانه سره و ساتله او بله برخه یی د صاحب خان تر قومندې لاندې هغه ته ورحواله کړه . اوهغه یی په پواینټې یعنې د فرندوز په ښار د حملې له پاره و لیږه . خو په خپله شیرشاه دخپلې برخې د لښکرو سره د پواینټې او تیلیاګړه تر منځ په لویه لار سنګر و نیوه، هغه غوښتل چې که چیرې د تیلیاګړه څخه د سلطان محمود اویا دهغه اتحادي فوځونه د ښار په لور را وخوزیږي نو دهغوې لاره به و نیسي .
صاحب خان د خپل لښکر سره یو ځاې د شپې په داسې وخت کې په ښار باندې یرغل وروست چې ټول خلک په خواږه خوب ویده و . د پواینټې (فرندوز) ښار ته صاحب خان اودهغه ملګري لکه د میږو په څیر ورغلل او هلته دښار په کوڅو اولارو کې د دیمک د چینجو په څیر خپاره شول . صاحب خان اودهغه ملګری په ډیره اسانۍ سره د پواینټي ښار ته ور ننوتل . او هلته په ښار کې چې هر څومره بنګالی او پرتګالی فوځونو ډلې موجودې وې هغوې ټول یی په همغه لمړۍ حمله کې له تیغه تیر کړل. او د پواینټی په ښار یی پرته له ځنډه په ډیره اسانۍ سره ولکه وکړه.
په دې ښار باندې د ولکې کولو وروسته صاحب خان د ښار نظم ونسق سنبال کړ ، دلته یی خپل والی و ټاکه او یو کوچنې لښکر یی هم دلته په پواینټې کې دخپل والې د مرستې له پاره پریښود. ددې کار دتر سره کولو وروسته یی خپل پاته لښکر له ځانه سره واخست اوبیرته د شیرشاه سوري په لور ورغې. کله چې صاحب خان د پواینټې په ښار باندې دولکې کولو وروسته بیرته د شیرشاه سوری سره یو ځاې شو نو بیا شیرشاه سورې د بنګال د مرکزی ښار ګوډ په لور په ډیره ګړندۍ توګه مخکې تګ وکړ . او دخپل لښکر سره یو ځاې هلته د ګوډ دښار په څنډو کې را څرګند شو.
کله چې شیرشاه سورې دخپل لښکر سره یو ځاې د ګوډ ښار ته را نزدې شو نو ویی کتل چې د ګوډ ښار په ډیره مستحکمه توګه کلا بند شوې دې. دښار په څلورو اړخونو کې ستر ستر خندقونه کنل شوې دي ، اوکلا ډیر ستر ستر دیوالونه لری چې عرض یی په هیڅ ځاې کې د لسو ګزو څخه لږ نه دې. هغه وکتل چې دهغه سواره دد غو خندقونو څخه تیریدلې نه شي . اودهغه پیاده فوځ ددې خندقونو او دیوالونو څخه د میږو په څیر معلومیږي . خوشیرشاه سوري په هر صورت د بنګال د حاکم سلطان محمود د ماتولو هوډ درلود او پریکړه یی کړې وه چې د ګوډ په ښار به خپله ولکه تر سره کوي .
په همدې وخت کې دبنګال حاکم او پرتګالیانو ته هملته په تیلیا ګړه کې خبر ورسید چې شیرشاه سوري دوې دخپل ځوې جلال خان سره په جنګ کې اخته کړي دی ، په داسې حال کې چې په خپله شیرشاه سوری په ګوډ دحملې له پاره هغه لورې ته تللې دې اودګوډ ښار یی محاصره کړې دې.
ددې خبر د اوریدو سره سم دسلطان محمود تر پښو لاندې زمکه و ښویده ، نوپه دې خاطر یی تیلیا ګړهی هملته په خپل حال پریښود او دخپل لښکر او د پرتګالیانو د لښکرو سره یو ځاې په ډیره بیړه د ګوډ په لور را وخوزید. دشیرشاه زوې جلال خان او دهغه معاون مقرب خان ددوې د نه موجودیت نه په ګټې اخستلوسره د تیلیاګړهي ستره جنګی کلا د خپلې ولکې لاندې راوسته .
هغه وخت چې د بنګال حاکم سلطان محمود دخپل لښکر او پرتګالیانو سره یو ځاې د ګوډ مرکزی ښار ته را نزدې شو نو هغه ته خبر ورکړل شو چې ښار د شیرشاه سوري په محاصره کې دې. اوهغه هوډ کړې چې ښار به حتما تر خپلې ولکې لاندې رواړي. نو په دې اساس هغه د شیرشاه سوري سره د سولې کولو له پاره وړاندیز وکړ او هغه ته یی خپل قاصد ور ولیږه ، او دسولې او امن غوښتنه یی ترې وکړه . شونې ده چې شیرشاه سورې هم د سولې له پاره تیار و نو دهغه د سولې وړاندیز یی و مانه ، اوپه دې ترتیب د شیرشاه سوری او سلطان محمود تر منځ د سولې شرایط ولیکل شول . دهمدې شراېطو په اساس د بنګال حاکم سلطان محمود شیرشاه سوری ته د جرمانې یا نذرانې په توګه د ۱۳ لکه طلایی سکو د ورکولو وعده وکړه . او تر څنګ یی د ګوډ نه تر سکري ګري پورې ټوله سیمه چې نژدې ۹۰ مایله کیږی اوعرض یی هم نژدې ۳۰ مایله کیږي دشیرشاه سوري په ولکه کې ورکړه .
اخر دهمدې شرایطو په بدل کې سوله وشوه اوپه دې ترتیب د سلطان محمود په مقابل کې شیرشاه سوری ته ډیره ښه سوبه ور په برخه شوه . ددې سوبې څخه شیرشاه سوري ته نه یواځې مالې ګټې تر لاسه شوې بلکه هغه ته سیاسی علویت هم ور په برخه شو ، ددې نه علاوه دتیلیاګړهي دره هم دشیرشاه سوري په لاسو کې ور پریوته ،او داسې څرګندیده چې د بنګال حاکم سلطان محمود شیرشاه سوری ته په دې امتیازاتو ورکولو سره په خپلو لاسو د بنګال سوبه ولیکله ، اوس نو شیرشاه سوري ته په مکمله توګه ازادي ور په برخه شوې وه چې هغه ددې درّو څخه هر وخت چې وغواړې د سلطان محمود څخه خراج واخلی او کله چې وغواړی د هغه په تخت و تاج باندې ولکه وکړي .
۱۶
د رهتاس په راج محل کې ښایسته او حسینه شهزادګۍ ګنګا په سپینه رنګه فرش باندې د نڅا اور قص تر څنګ ډیره خوندوره او زړه را ښکونکې سندره ویله. څرنګه چې دهغې د موزیک ښوونه سر ته رسیدلې وه نو دهغې د تعلیم د پوره کیدو په خاطر هلته په راج محل کې دخوشحالیو ستر جشن لمانځل کیده .
راجه هرکشن د خپلو رانیانو سره یو ځاې هملته په ډیر لوړ اودنګ جوړ کړل شوي شاه نشین باندې ناست و. دهغه ښې او چپ لورې ته دهغه مشیر ان او وزیران او د ریاست نور لوړ پوړې چارواکې سره راټول شوې و . ددې خلکو علاوه پنډت پروهیت هم په خپلو ټاکل شو ځایو باندې ځاې په ځاې شوی و. ددوې تر څنګ د راجه هرکشن تر شا په لږ واټن کې دشهزادګۍ ګنګا د موزیک ښوونکې پنډت هم په خپل ناست ځاې کې د ورایه څرګندیده .
پرلپسې لري…….