کور / هراړخیز / د بنګله دېش بې ستري (شپږمه برخه)

د بنګله دېش بې ستري (شپږمه برخه)

(شپږمه برخه)

کله چې جناح په ١٩٤٨ کال کې مړ شو، وروسته بيا هر څوک چې يې ځاى ته ورسيدل د هغه ديکتاتورۍ رويه يې غوره کړه. مگر د وروستيو يو غوره توپير د هغوى سره چې يى کوم و، يواځې د خودخواهۍ په بنسټ ولاړو.  سياست وروسته شو توربختى او ويجاړې وروستنى مرحلې ته ورسيدلې. دا لاندې له پاکستان ټايمز څخه د طارق على خان د يوې مقالې څو ټکي اقتباس شوي دي: هر ځل چې پنجابى واکدا ټولى بريالى شي، ملى مقدرات له خاورو سره برابر کړي. نو هغه نارې سورې چې له مختلفو گوټونو څخه پورته شي د دې لپاره نه وي چې خلکو ته د ازادي ورکړل شي بلکې د ازادۍ د سلب کولو لپاره- د لويې ديموکراسي لپاره نه پورته کيږي بلکه د پياوړې ديکتاتوري په خاطر!”
يوه بله پياوړې ديکتاتوري په کار وه چې د شخصي او صوبه يي گټو لپاره بايد منځ ته راشي او هغه گټې وساتي. د دې دکتاتورى غوره مرکبات دا وو چې: له يوې خوا د ځمکو او ښو حاصلاتو د لاس ته راوړلو لپاره فيوډالي سيستم وساتل شي او له بلې خوا له هغو څخه د گټې اخستلو حقوق انحصار او په څو تنو او يا څو کورو پورې وتړل شي. دې کار (له حرص څخه په ټولنه کې د ګټې اخستلو)  د هغه يو شمير نيکمرغو لپاره بې شميره ثروتونه راغونډ کړل.
پنجابيانو په دواړو خواو کې خورا غوره او غټې برخې لرلې. لوى او مقتدر زمينداران په عمومي ډول د همدې ځاى اوسيدونکي وو. پنجابيان چې اکثريت يې د دې زميندارانو اولاده و، په اجرائيوي، اداره او پوځي لوړو څوکيو کې د قدرت خاوندانهم و. د پنجابي ناروا او تجاوزکار ناسيوناليزم دلچسپي يواځې او يواځې د ځانگړو ګټو او واک اختيار ساتل دي. (( دوى بل څوک حتى سا کښلو ته نه پريږدي)) دا هغه خبره ده چې (سهروردي) کوم وخت چې له صدارت کولو څخه گوښه کړى شو او زه يې کور ته ورغلم، په ډيره نااميدي وکړ.
که چيرې د دغو خواهشاتو په هکله کوم زوږاوکړکيچ راپورته شي نو په عمومي ډول هغه په څوتنوپورې اړه لري اوهيڅ کله داسې مرحلې  ته نه رسيږي چې د پنجابيانوګټوته کوم خطر موجه شي.د ځمکو د ريفورم مسئله د ايوب خان له لاپو اوباټو سره سره تر اوسه لا په تيوري کې ده او هيڅ کله يې د عمل جامه وانه غوستله. په زراعتي محصولاتو باندې کومهماليه نه ده لگول شوې.دا  رنگه ماليه حتى په ١٩٧١ کال کې کله چې يحيى خان عاجله بودجه،کله چې د هغه حکومت منتها نااميده شوى و او په ختيځ بنگال کې عمليات په شدت روان وو،هم عملي نه شوه.
واسطې او ذريعې د پاکستان په قوانينو او اصولو کې دومره ژورې اوبدل شوې دي چې په هره گړۍ اوهر محل کې د عام سړي ورځنى ژوند متاثره کوي. دا هم د يادونې وړ خبره ده چې هغه په سلګونو تنه حکومتي رشوه خورانوته چې د مارشال ايوب اويحيى خان له خوا په گوته شويوو هيڅ سزا ورنکړاى شوه. پرېښودل شول تر څو په خپلو ناروا اوناجايزه گټو باندې عيش او عشرت وکړي.  اوس اوس دوى پله پسې د سند او کراچۍ په کلبونوکې دموجوده رژيم د غړيو په شمول په عيش اوعشرت اخته دي. د نړۍ په هيڅ ټولنه کې به دا ډول برکتي خيانت نه وي ليدل شوى او چې سپور (سوارکار) بدل کړي، مگر [بيا هم] د اصلي تون (اواز) په بدلون  پورې اړه نه لري. دا خورايومصئون ديموکراتيک تمرين دى. دحيرانتيا وړ خبره ده چې د پاکستان هر صدراعظم (د يوولسو کالو نامنهاد له پارلماني صدر اعظمانو څخه اووه تنه) په تهديد اوپوځي قدرت گوښه کړل شوي او شړل شوي دي. او يويې هم د انتخاباتو په نتيجه کې نه دى لرې شوى. لمړنى نواب زاده لياقت على خان په يوه اولسي جرگه کې ناڅاپه تر عجيبو شرايطولاندې ووژل شو. لکه څنگه چې پخوا مويادونه کړې تر اوسه پورې د هغه د قتل څرنګوالى په ډاگه نه شو. که څه هم دا مشهوره ده چې د نوموړي ماندينې بيگم لياقت على خان او دوه تنه صدراعظمانو په خپلو ډيرو هلو ځلو برسيره د هغه د وژلو د اسبابو  پوښتنوته ځواب پيدا نکړى شو.
خواجه نظام الدين چې له لياقت على خان څخه وروسته صدراعظم شو د پنجابي گورنر جنرال غلام محمد له خوا ورټل او وشړل شو. په دريم ځل محمد على بوگره ته وار ورسيد. نوموړى چې هغه وخت په واشنگټن کې سفير و په ډيره دبدبه راوبلل  شو او په ډير شان د صدارت څوکۍ ور مبارکه شوه. نوموړي هم په ويره او ډار کې څو مياشتې وروسته واشنګټن ته کډه بار کړه. چودري محمد على پخوانى سکرتر جنرال چې اوس په سياستمدار او د ماليې په وزير بدل شوى و ټر  نورو څخه لږ بريالى شو او د برياليتوب سبب يې هم يو سياسي فريب و. د مسلم ليگ اسامبلى پريکړه کړې وه چې نوموړى د هغه گوند  مشر وټاکي اوشرط يې دا و چې دى به له سهراوردى سره چې د عوامي ليگ د مخالف گوند مشر و او ائتلافى حکومت جوړول يې غوښتل مفاهمه او خبرى وکړي. مگر کله چې سهراوردى داسې اقدام ته سترګې په ليار و چودرى محمدعلى په پټه د گورنر جنرال کور ته ولاړ اود سکندر ميرزا له خوا د صدراعظم په توگه تحليف اوللوړه ورکړه شوه. چودري محمد على د پاکستان د نوي اساسي قانون د جوړولو اقدام وکړ. دا وثيقه د سياسي سولې په بنسټ او د مساوات په فورمول چې د بنگال له خوا برابره کړل شوې وه، ولاړه وه. چې په نتيجه کې ختيځ بنگال څوارلس کاله د زړه وينې وخوړې اوپه پښيماني پښيمانه شول. چودرى محمد على که څه هم د پنجابى ځنځير يوه کړۍ وه مگر د خپلو ملگرو په منځکې يې پوره نوم وګاټه. او هغوى په دې ويره چې نوموړى به ستر قدرت ته ورسيږي، د خپلو مقامونو خطر احساس کړ. هغه و چې نوموړى هم له منځه ويستل شو او سهراوردى ته چې دا وخت يې له سکندر ميرزا اوپوځ سره ښه اړيکي لرل ډګر خالي شو. د سهراوردى د عوامى ليګ په اسامبله کې ډيرى لږ څوکۍ لرلې. څنګه چې نوموړى د سکندرميرزا يوه هوسي ټاکنه وه نوکه چيرې به لږ څه په پښو شو سمدلاسه به بيا د سر په ککرۍ لاندې پروت و.
د چودرى محمدعلى له دور څخه وروسته بل په نامه صدراعظم چنديگر چې د بمبيي بارستر و صحنې ته راغى تر څو پدې ليونۍ نڅا کې ورګډ شي. خوله بده مرغه د هغه موده تر څلرويشتو ورځو اوږده نه شوه. اوس نو فيروزخان نون ته لياره جوړه شوه.
دې پنجابي فيوډالي زميندار خو له توره بخته لا هلته چې د ختيځ بنگال ګورنر  و او د ژبې په هکله يې اړې دوړې روانې کړې وې خپل شهرت بايلى و. په ١٩٥٧ کال کې کله چې واکدارې ډلې د نوموړي په بيا راتګ کې گټه ليدله تېرې هېرې شوې او نون صدر-اعظمى ته راوبلل شو. ميرمن ويکرونيا نون په دې هکله خورا شکمنه وه او د نون له لوړې کولو څخه يوه ګړۍ پخوا يې د خبرو په ترځ کې وويل: (زه تل تر تله د دې لويو څوکيو څخه په ويره کې يم. پاى يې تل خراپ او ويجاړ وي. خداى دې ونکړي چې دا ځل هم داسې شي.) ښادې مېررمنې رښتيا ويل. لوى تندر بيا راولوېد. دا ځلې يواځې د نون په سر نه، بلکه ټول اولس ته يې درد ورسېد. د ١٩٥٨ کال د اکتوبر د مياشتې په اوومه نېټه چې د لمړي ځل عمومي انتخاباتو ته شپږ مياشتې پاتې وې جنرال  محمد ايوب خان ملى اسامبله او صدراعظم دواړه په لغته ووهل او د دکتاتورى تور جال خپور شو. د  پوځي بيوکراسي هيولا راپورته شوه ا و اولس له رښتيني تعدى اوستم سره مخامخ شو. د راتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې پاکستان په توره او توپ اداره کيده. دلته د هغې مشهورې خبرې چې (تام قدرت تام انحراف منځ ته راوړي) اثبات ډګر ته راوځي.
د ايوب تر قدرت لاندې د پوځي بيروکراسى وحشيانه خوبونه رښتيا شول. تر هغه پورې چې [څوک به] د ايوب رژي ته وفادار وو د هغوى په اشتها او غوښتنو هيڅ کوم کنترول اوپوښتنه نه وه. غوړه مالي، چاپلوسي او انحراف د ژوندانه لياره شوه او بيله دې ليارې سياسي،مسلکي، تجارتي او بيروکراتيکي برياليتوب امکان نه درلود.
دا د پاکستان رواجى (ديموکراسى!) ده.