کور / تازه خبرونه / د حاجي عبدالخالق فراهي د خوشي کېدو په هکله تازه جزيات

د حاجي عبدالخالق فراهي د خوشي کېدو په هکله تازه جزيات

په پښتونخوا کي افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي چي پرون د تښتوونکو له منګولو خوشي سو، په هکله يې اوس هم افغان چارواکو رسمي نظر نه دئ څرګند کړى.
د حاجي فراهي د خوشي کېدو خبر د نوموړي تر خوشي کېدو ١٥ دقيقې وروسته د لراوبر ادارې ته د يوې باوري افغان سرچينې له خوا ورسېدئ او په لومړي ځل له لراوبر ويبپاڼي څخه خپور سو.
د حاجي فراهي تر خوشي کېدو يوه شپه وروسته په افغان، پاکستاني او نړۍ والو مطبوعاتو کي راز راز تبصرې کېږي، داسي ويل کېږي نوموړى د طالبانو له دوهم مشر ملابرادر سره په تبادله کي خوشي سوئ دئ، ځيني نور وايي هغه د افغان حکومت له خوا له تښتوونکو سره د يوې پټي معاملې په ترڅ کي خوشي سوئ، خو په اسلام آباد کي د افغان سفارت يوه چارواکي آزادۍ راډيو ته ويلي چي ښاغلى فراهي په قبايلي سيمو کي د پوځي عملياتو له امله راخوشي سوئ دئ.
د لراوبر ويبپاڼي افغان سرچينه وايي ښاغلى فراهي پرون په ننګرهار ولايت کي افغان حکومت ته سپارل سوئ دئ.
حاجي عبدالخالق فراهي شاوخوا ٢٦ مياشتي دمخه د ٢٠٠٨ کال د سپټمبر پر ٢٢ – مه نېټه د پېښور په حيات آباد کي له يوه وسله وال بريد سره مخ سوئ وو، چي له امله يې موټروان مړ او فراهي پر يوه نامعلوم لوري وتښتول سو.
د عبدالخالق فراهي د خوشي کېدو په باب د پاکستان د حکومت ګرمو وعدو او د افغان حکومت چوپتيا ته په پام سره ځينو چارواکو او د افغان پارلمان غړيو د نوموړي د تښتوني مسئوليت پر پاکستاني استخباراتي اداره باندي اچاوه.
فراهي د خپلي دندي پر مهال په پښتونخوا کي يو فعال افغان ډيپلومات ګڼل کېدئ، چي افغان کډوال ځني خوشحاله وو، او ويل يې چي په هر درد او خوشحالي کي يې ګډون ورسره کاوه.
نوموړى هغه وخت د ولسمشر کرزي له خوا پاکستان ته د سفير په توګه ټاکل سوئ وو، چي د نوي دندي تر پيل دمخه وتښتول سو.
د پېښور د پوليسو د هغه مهال مشر ملک نويد ويلي وو چي فراهي د خپلي بې پروايۍ له امله له دغه حملې سره مخ سوئ وو، چي په وينا يې نوموړي خپل امنيت ته پام نه کاوه، خو وروسته په رسنيو کي داسي عکسونه هم خپاره سول، چي پر فراهي په داسي يوه ځاى کي حمله سوې وه، چي د پېښور پوليس هم ولاړ ول.