بی بی مریم عالی لیسه کی د سولی تر عنوان لاندی یو یو غونډه وشوه، دغه غونډه چی دقرانکريم په تلاوت سره غونډه پيل شوه،.بيا وروسته د مریم ليسی زده کوونکو له خوا دافغانستان ملی سرود واورولو ، بياورپسی دمریم لېسې مشر شاعر لیکوال امان الله نصرت دغونډی پرانستوونکی ويناواوروله اودسولی مقام دفضليت په هکله مفصلې خبری وکړی او زده کونکو باندی یی غږ وکړو چی باید دسوله لپاره کار وکړی یعنی خپلو کورنیو تر مینځ هم سوله قائم کړی سوله یوه قرانی کلمه دی کوم هیواد کی چی سوله وی دهغه هیواد خلک په ارام ژوند کوی باید مونږ هم په خپل هیواد کی سولی ته لار برابر کړو وروسته بيا دمحبوبه هروی عالی لیسه مدیر سفیر الله هم دسولی په اړه خبری وکړی او ویلی چی د سولی باره په قرانکریم هم ډیری خبری راغلی باید مونږ هر څه په سوله سره حل او خپل نوی نسل ته دسوله اهمیت ورکړو چی سوله څه شی دی وروسته بیا د دزده کوونکو دسولی په حقله خپلی مقلی او شعرونه واورولو وروسته بيادزده کوونکوله خوا ترتيب شوي تحفی راغلو محترمو ميلمنو اواستاذانو ته ډالی شوی.