د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزرات، د کانډا، هالنډ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستدویه صندوق په مرسته د17 پروژو قرارداد لاسلیک کړ.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر جارالله منصوري وويل چې دا پروژې به په کندهار، روزګان، نیمروز او بلخ کې پلې کیږي.
په دې پروژو کې د څښاک د اوبو، لارو، د حایلو دیوالونو، او د ښځو په برخه کې بیلا بیلې پروژې دې چې په پلی کیدو سره به یې دولس سوه کسانو ته د کار زمینه مساعده شي او په بشپړاوي سره به یې یولس زره کورنۍ ګټه واخلي.
د وزارت د مسولینو په وینا په کندهار، روزګان، نیمروز او هلمند کې یې تر 5000 ډیرې پروژې روانې کړي چې ډیری یې مخ په بشپړاوي او یا هم بشپړې شوې دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه