افغانستان دخپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې قرار لري، په هیواد کې دبهرنیو ځواکونو شتون او ددغو ځواکونو له خوا غیر مسولانه عملیاتو او بمباریو د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنو دحکومت وسله والو مخالفینو چاودنواو دپردیو په اشاره ورانوونکو حرکتونو، په حکومت کې اداري فساد او دمسولیت نه منلو روحیې، ددولت په مهمو څوکیو کې دجنګسالارانو او جنګي جنایتکارانو شتون زموږ دهیواد امنیتي او سیاسي حالت لا پسې کړکیچن کړی دی.
داسې ورځ به نه وي چې زموږ په کلیو بمباري نه کیږي، داسې ورځ به نه وي چې زموږ په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه کیږي، داسې ورځ به ډیره کمه وي چې زموږ معلم او متعلم نه شهید کیږي، داسې ورځ به کمه وي چې زموږ ښوونځي نه سوځول کیږي. داسې ورځ به ډیره کمه وي چې موږ په هغه کې دخپلې بربادۍ کومه نښه ونه وینو.
که سړی ښه ورته ځیر شي دا اوس چې په بیلابیلو نومونو له یوبل سره جنګیږي او زموږ ژوند یې را تریخ کړی دی، ټول یوډول خلک دي او په اصطلاح دیوه آس غوږونه دي، دجګړې دواړه خواوې ځانونو ته مجاهد وایي او خپل مزاحمت او جګړې ته کله ناکله دجهاد نوم ورکوي.
طالبان ځانونو ته مجاهد وایي او دمشر خو یې هغه دی تخلص هم مجاهد دی، هغه نور چې اوس واکمن دي هغوی خو دجهاد قباله په جیب کې ګرځوي ، په اصطلاح جهادي رهبران خو دټول ملک پریکړې کوي آن یو کوچنی قوماندان او مدیر هم ددوی له اجازې او مشورې پرته نه ټاکل کیږي، په ولایتونو او ولسوالیو کې ټول چارواکي مجاهدین او دتنظیمونو غړي دي که چیرې کوم یو دکوم خیانت له مخې له دندې ګوښه کیږي بیا نو ټولې رسنۍ او ټول رهبران چیغې پورته کوي چې مجاهدین څنډې ته کیږي او محترم استاد سیاف خو بیا دسولې او نیکمرغي کیلي ددغو تنظیمي خلکو په جیبو کې بولي، که دا کیلي ددوی په جیب کې وي نو ولې یې نه راباسي او زموږ دبدمرغیو کلپ ولې نه پرې خلاصوي، ددغو دواړو جنګي ډلو کسان ځانونه مجاهدین بولي دوی زیاتره وخت په یوه سنګر کې یودبل ترڅنګ دریدلي او جګړه یې کړې ده، اوس یې چې ګټې سره بیلې شوې نو لارې یې هم سره بیلې شوې دي.
ددوی داختلافونو او جګړو په اور کې زموږ خلک سوځي، ددوی دجګړو په اور کې زموږ ښکلی او ګران وطن سوځي او ورځ په ورځ پسې لولپه کیږي.دوی زموږ خلک اسوده نه پریږدي دادی وینو چې دا څو کاله یا دپردیو یا خپلو له خوا کور ورانوونکی جنګ روان دی او دا لعنتي جنګ هیڅ خلاصی نه لري.
طالبان چې کوم مجاهد چې کلونه کلونه یې د اشغالګرو روسانو پرضد جهاد کړی بیا نو وایي چې دادی فلانی مو مردار کړ او زموږ جهاد دبري په لوري روان دی، دوی چې هر ظلم کوي دجهاد سپیڅلی نوم ورکوي او ویره داده چې سبا به هم په همدې نومونو موږ وژل کیږو او وطن به مو ورانیږي جګړې ته به ددغو ټوپکیانو بهانې هیڅ نه خلاصیږي لکه څنګه چې تر اوسه نه دي خلاصې شوې.
بل پلو بهرنیان له تروریزم سره دمبارزې په نامه زموږ په کلیو او کورونو بریدونه کوي زموږ خلک په سپیو داړي، بې ګناه او بې دفاع کسان شهیدانوي او په وطن کې مو دبې اعتمادۍ فضا ورځ په ورځ زیاتوي په داسې حال کې چې دوی ښه پوهیږي چې ترهګر او دهغوی ځالې په ایران او پاکستان کې دي نه په افغانستان کې. که رښتیا په همدې نامه راغلي وي نو بیا ولې هلته نه پسې ځي.
بل خوا زموږ غرضي ګاونډیان زموږ په منځ کې ډول ډول بې اتفاقیو ته لمنې وهي، زموږ دهیواد په کورنیو چارو کې مداخلې کوي چې له هیچا پټې نه دي لنډه داچې له هرې خوا افغانان ځوریږي او ورځ په ورځ د رڼا څرک را څخه ورک کیږي.
نو آیا په داسې حالت کې چوپ پاتې کیدل ګناه نه ده؟ آیا دا زموږ خاوره نه ده؟ که دا زموږ خاوره وي او موږ ددې وطن بچیان یو نو ولې دومره ظلمونو او ناخوالو ته چوپ پاتې یو، او یا مو سترګې دنورو په خوا نیولې دي چې نن یا سبا به موږ ته سوله راوړي، نن یا سبا به موږ له تیارو راباسي نن یا سبا به زموږ وطن راته آبادوي، نن یا سبا به موږ لکه دمحمود لټان د اور له لمبو بلې خواته را کشوي او زموږ ژوند به ژغوري.
لکه څنګه چې څرګنده ده مور تر میرې نه وي مهربانه او پردی ویر خندنی وي، هیڅوک موږ له دغو بدمرغیو نه شي را ایستلای دا موږ یو چې دځان چاره به کوو موږ یو چې خپلو ناپایه رنځونو ته به یو درمل پیدا کوو.
راځﺉ چې سره کینو راځﺉ چې یو څه وکړو راځﺉ خپل غم پخپله وخورو ، رآځي همدا نن لاس په کار شو که نه( سبا به ناوخته وي).