د امريکا ولسمشر باراک اوباما انډونيزيا ته خپل سفر پاى ته ورساوه او د جنوبي کوريا پر لور روان سو.
د انډونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کي ولسمشر اوباما د جنوبي آسيا تر ټولو په غټ جومات او د جاکارتا په پوهنتون کي ويناوي وکړې.
ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کي له اسلامي نړۍ سره د امريکا پر اړيکو ټينګار وکړ او ويې ويل چي هيواد به يې هيڅکله د اسلام خلاف کوم حرکت ونکړي.
ولسمشر اوباما له مسلمانانو څخه وغوښتل چي د القاعدې پر ضد له نوري نړۍ سره ودرېږي او القاعده دي نه پرېږدي چي د اسلام د دين استازيتوب وکړي.
نوموړي القاعده يوه ترهګره ډله وبلله او ويې ويل چي دا ډله د اسلام چي د سولي دين دئ استازيتوب نسي کولاى.
باراک اوباما د يوه اسلامي هيواد په توګه د انډونيزيا د اقتصادي پرمختګ او د ډيموکراسۍ پر بنسټ د دې هيواد د حکومتي جوړښت ستاينه وکړه.
باراک اوباما چي آسيا ته په لس ورځني سفر راغلى نن د جنوبي کوريا پر لور وخوځېدئ او غواړي چي د نړۍ د ٢٠ اقتصادي هيوادونو په غونډه کي ګډون وکړي.
اوباما به تر جنوبي کوريا وروسته د جاپان هيواد ته ولاړ سي.