د اولسونو تاریخ د هغه هنداری په څير وی چې د نن د مخ د ښکلا يا د بد رنګي لاملونه ورته ورښايي. خالونه ورته هم په ډاګه کوي او ټپونه ورته هم ښکاره کوي. هغه خلک چې د خپل تاريخ او جغرافيې نه نا خبره وی او د خپل هيواد په سياست يا ستونزو ږغږي د هغه لامبوزن په څير دي چې د وچو شګو په خوړ کې د لامبو… وهلو هڅې کوي. دوي به يواځی خپل سر د شګو نه ډک کړي خو د خپل ځايه به يو قدم وړاندی لاړ نه شي. نو د يو هيواد تاريخ او جغرافيه د سياست په ډګر کې د پرمختګ لپاره ميدان جوړه وي.
لر او بر افغان، چې له نيکه مرغه اوس ورته پوهه پښتانه يو افغان يا ټول افغان وايي په يوه داسی کرښه ويشل شوی دی چې نه وجود لري او نه يې څوک منلو ته تيار دي. خو د دغه کرښۍ مثال د هغه تېری توری دی چې په لکونو پښتانه پری حلال شول، په لکونو بې کوره شول، په لکونو بې ناموسه شول او نن هم د ټول افغان خاوره د کربلا نه په لس چنده ډيره زورېدلی او دردېدلی ده او زوریږي. نو بايد مونږه د خپل هيواد په پرون يو نيونکی نظر وزغلوو. چې هغه هيواد نن ولی داسی بې وسه او بې هڅه دی چې سلطنت او سلطاني يې لرله او اوسنۍ هند او پاکستان يې د کشمير په شمول مستعمرې وی. پښتانه تاريخ لوستل نه خوښوي خو بې د دغه لوست نه نه شو کولی چې د نومبر د شپاړسمی نيټې د مهمتيا نه خبر شو.
پېښور د افغانستان د ژمی پلازمينه وه او لومړي فېرنګي استاذي الفنسټن خپل د سفارت کاغذونه د پېښور په بالاحصار کې افغان باچا ته وړاندی کړل. بيا د دسيسو، پېسو، مذهبي وطن خرڅو، ملت دښمنه خانانو، او نورو ډير ملي خاينانو د وطن خاوره د خپلو ذاتي، قبايلي، مسلکي، مذهبي او خانداني لالچونو په نتيجه کې د ګران او تاريخي افغانستان څخه په رابېلولو کې د فېرنګي مرسته وکړه او دغه ډول د ډيورنډ توره کرښه د پياوړي او آزادي خوښ افغان په زړه راښکل شوه.
د دښمن نه د دوستۍ طمعه لرل ليونتوب دی خو د ګران وطن په تاريخ که نظر واچوو نو په دی ټولو بد مرغو کې زمونږه د خپلو مشرانو او باچاهانو هم غټه ونډه ده. هغوي هم د ذاتي ګټو د پاره د ملي مبارزينو سترګې ایستلي دي، هغه خلک چې کله يې هم د دوطن ساتنه کړی ده ، وطن پلورونکو هغوي هډ هډ کړي دي، کورنۍ يې ورله وژلي دي او تر ډاکټر نجيب الله پوری په مړونی هم نه دی بخښلی شوی بلکه د ملت پالنی سخته سزا ورته ورکړی شوی ده. خو دلته دی هېره نه وي چې افغان وطن کې د هغه بچو شمېره هم لږه نه وه چې د وطن ساتنی او ملت پالنی يو بې ساری تاريخ لري. لکه د بېلګی په توګه، خوشال خان بابا، وزير اکبر خان، غازي اودوله خان اڅکزۍ، ايوب خان اڅکزۍ،ايمل خان، دريا خان، عجب خان افریدی، پالی خان، اومره خان ايسفزی د جندول دير،ګجو خان، د بهادرخيلو خوشال کاکا جي، صنوبر اوسين ممند، باچاخان او خان شهید اودل سمد خان اڅکزۍ او نور ډير مالوم او نامالوم غازيان او شهیدان.
د ډيورنډ د توره کرخی شکمنه لوظنامه د سلو کلونو لپاره تپلی شوی وه. او د نومبر په ۱۲ مه نيټه ۱۹۹۳ کال کې دغه کرښه په عقلي، سياسي، او مادي توګه له منځه تللی ده. دلته به مناسبه وي چې د جرمني د برلن د ديوال پرتله د دغه توری کرښی سره وکړو. کله چې د لويديځ او ختيځ جرمن تر منځ کرښه راښکلی شوه نو د دغه هيوادونو اولسونو دغه کرښه نه منله. نو ويشونکو د هغوي د مخ نيوي لپاره د ازغن تار شپول جوړ کړلو خو د دواړو جرمنو خلک يې له يو بل سره بيل نه کړل شول، بيا يې ديوال ووهلو خو ديوال هم زړونه بيل ونه ساتل شول په اخره کې يې داسی ديوال جوړ کړلو چې ماتول يې ممکن نه وو نو د دواړو غاړو خلکو به د هوا پوکڼۍ جوړولی او غم ښادي به يې پری کول. دغه ډول د دواړو جرمنو د سياسي ګوندونو د مرامنامو د سر ټکې ملي يو والی و او هغوي هغه ديوال لکه د شګو د دېوال ونړولو. خو د پښتون وطن ويشونکي دومره نيک مرغه دي چې نه يې ازغن تار ته اړتيا وه او نه ديوال ته. خو د ټولو نه غټ تاوان چې د پښتون يو والي ته ورسېدلو هغه د هند د ازادﺉ په مبارزه کې ورسېدلو.
د هند د ازادﺉ مبارزه کې د محکوم افغان وطن د سياسي مشرانو مخ د کابل په ځاﺉ ډهلي اړخ ته و. او د هند د نه ويشلو غوښتنه يې کوله. که د توری کرښې نه دی اړخ ته دا حال و نو بل اړخ ته هم تودوالی نه ليدل کېدلو. د ګران افغانستان په مکتبونو/ښونځيو، پوهنځيو او پوهنتنونو کې چې کوم تاريخ زدهکوونکو ته ښودل کېدلو په هغې کې هم د پېښور يا د کويټی ذکر نه و. دلته سياسي تحريک د ګاندهي جولی ته ولويدلو او هلته د تاريخ نه د پېښور او کويټی پاڼه ووتله. او دغه شان دښمن ته کار نور هم اسان شولو. د محکوم افغان وطن ( شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او مينځنۍ پښتونخوا ) د خلکو د بې ساری قربانيو په نتيجه کې هندوستان او پاکستان جوړ شول خو يو لاکهـ پينځه ويشت زره مربع ميله افغان خاوره د پاکستان برخه وګرځېدله. دلته د پښتنو مشرانو د پاکستان په وړومبي پارليمان کې پاکستان ومنلو او هلته افغان حکومت په بيړه خپل سفير د پاکستان پلازمينې کراچۍ ته راولېږلو. د عجب خان افريدي، پالی خان او فقير ايپي د ازادﺉ مبارزی د پښتنو د سياسي مبارزی نه بيلی پاتی شوی او دغه د وطن اتلان په ډيری بې وزلی کې له دی نړﺉ ولاړل. د عجب خان خو قبر هم په خپل وطن کې نصيب نه شولو.
بيا د نومبر په دولسمه ۱۹۹۳نيټه م کال کې د ډيورنډ د توری کرښی شکمن دستاويزي حېثيت پاﺉ ته ورسېدلو خو د دښمن نيکمرغۍ ته ګوره نه د کرښی ديخوا او نه اخوا چا نوم واخيستلو.بايد چې په ۱۶ نومبر ۱۹۹۳ م کال د دواړو غاړو افغانان د دغه توری کرښی په سر يو بل ته غاړه وتلی وی. او دغه شان به د ګران افغانستان د خاوری سالميت او ملي بشپړتيا رامنځ ته شوی وه. هغه پښتانه افغانان چې په يوه لېشت مځکه په کلونو کلونو دښمني کوي، د کاکا او ماما نازولی ځوﺉ ورباندی وژني د ملت په دوتر پټه خله او پټې سترګې ناست دي. زما په فکر ډير پښتانه به خبر هم نه وي چې ۱۶ نومبر د څه يادونه کوي؟.
د کابل او کندهار په جماتونو کې د فلسطين او بوسنيا د ازادئ دعاګانې غوښتلې شي خو د پېښور او کويټی سره د کابل او کندهار د يوځائ کیدو دعا د يو ملا په خوله نه راځي . دغه شان د پېښور او کويټی ملا د کشمير، فلسطين او بوسنيا د ازادئ دعاګانې غواړي او د لر اوبر افغانان په ډکه خوله په دغه پردو دعاګانو امين وايي.
۱۲م نومبر د ملي بشپړتيا ورځ