د معلوماتو له مخې د افغان ملت په ګوند کې شته ناخوالې او ستونزې او په ګوندي او هېوادني چارو کې د مشرتابه فردي تصامیم د ګوند د غړیو د ناخوښۍ لامل ګرځېدلي دي.
دغه راز د ښاغلي کرزي په حکومت کې د ګوند د مشرتابه مصروفیت ددې سبب شوی چې ګوندي تشکیلات ورځ تر بلې کمزوری شي.
همدغو او ده ته ورته نورو عواملو له وجې دافغان ملت ګوند کدري غړي یو په بل پسې له خپل ګوند سره پرېکون اعلانوي، د بېلګې په ډول:
۱- مېرمن ستاره اڅکزۍ د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړې چې کال وړاندې د کندهارپه ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شوه.
۲- ډاکټر طاهر اسلمي د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړی.
۳- محمد یوسف عثمان د افغان ملت ګوند د عالي او اجرایه شوراګانو غړی او د دارالانشا رییس.
۴- راضیه غریبیار، مېرمن ثریا عبادي او مېرمن ګل جان د وروستیو دوو کلونو راهیسې د عالي شورا غونډو ته د نا معلوم علت له وجې نه دي حاضرې شوي.
۵- او مېرمن سهیلا وردک هم لیکلې استعفا ورکړې.
دغه راز؛ د رپورټونو په اساس ډاکټر صداقت یعقوبي چې د افغان ملت ګوند یو پخوانی غړی دی هم له دې ګوند سره، خپل پریکون لیک د افغان ملت ګوند دفتر ته سپارلی.
د افغان ملت ګوند ګوند بنسټ د ۱۳۴۴ لمريز کال د کب پر ۱۷مه نېټه د ډيپلوم انجينير غلام محمد فرهاد په مشرۍ د يوه شمېر ملي شخصيتونو له خوا په کابل کې کېښودل شو. ددې ګوند د مبارزې اساسي کرښې اسلام، ملت پالنه او ټولنپاله ولسواکي تشکیلوله خو ویل کېږي چې اوس د دغه ګوند په پورتنیو ارزښتونو کې بدلونونه راغلي او دې سره د ګوندي کرښو او چارواکیو تر منځ اختلاف پیداشوی. همدا ډول؛ د ځینو نورو ملي مسا لو پر سر هم د غړیو او مشرانو تر منځ اختلاف ژور برېښي. د موضوع د لا روښانتیا له پاره لاندیني لیکنې وګورئ.
http://larawbar.net/details.php?id=11518
http://larawbar.net/details.php?id=11607
http://larawbar.net/details.php?id=12862
http://www.benawa.com/print.php?id=26370
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=22175
http://tolafghan.com/posts/14118
http://tolafghan.com/posts/14207
http://tolafghan.com/posts/13726
http://www.benawa.com/print.php?id=26764
http://tolafghan.com/AHADITA.htm
http://www.s-rohi.com/print.php?id=2984&tab=articles