کور / اسلامي / اسلامی ارزښتونه (( پینځلسمه برخه )) زکات

اسلامی ارزښتونه (( پینځلسمه برخه )) زکات

لیکنه : ابوالاعلی مودودي
ژباړه :عبدالرحمن فرقاني
زکات
دریم فرض زکات دی (۱ ) .  الله تعالی په هر ثروتمند (مالدار) مسلمان باندې فرض کړې ، چې که د هغه سره لږ تر لږه څلویښت روپې وي ، او په دې روپیو پوره کال تیر شي ، نو دې باید له دې مال څخه یوه روپې کوم  مسکین خپلوان ، کوم بې وزله سړی ته ، کوم نوی مسلمان شوی سړی ته ، کوم مسافر ته ، کوم قرضدارسړی ته ورکړي  . دا را ز الله تعالی د ثروتمندو په مال کې مسکینانو ته لږ تر لږه ۲،۵۰ په سلو کې برخه مقرره کړې ده( ۲) ، لدې سربیره که څوک څه ورکوي هغه احسان دی ، چې اجر ئې نور هم ډیر دی .
ګوره ! دا برخه الله تعالی ته نه رسیږي . هغه تعالی ستا کوم شي ته محتاج نه دی  ، خو هغه تعالی فرمایی : که تا د خپلې ارادې او خوشحالۍ سره د ما لپاره خپل کوم مسکین او غریب ورور ته څه ورکړل ، داسې ده لکه چې ماته دې راکړی وي ، د دې په بدل کې زه تا ته څو چنده ډیر اجر درکومه ، مګر شرط دا دی چې کوم احسان به نه پرې باروي ، هغه به حقیر اوذلیلوی نه ، د هغه نه به د تشکرۍ او امتنان تمه هم نه کوی ، او دا هڅه به هم نه کوی چې ستا دا احسان په خلکو کې ستا د شهرت او ستاینې لامل شي ، او خلک ووایی : چې فلانی خو ډیر سخی سړی دی . که له دې ټولو ناپاکوخیالونو څخه خپل زړه پاک وساتئ او یوازی زما د خوشحالی لپاره مسکینانو او غریبانو ته په خپل مال کې برخه ورکړې ، نو زه به له خپل هغه  بې پایه دولت نه ، هغه برخه درکړم چې هیڅ کله ختمیږی نه .
الله تعال دا زکات هم پرموږ داسې فرض کړی لکه چې لمونځ او روژه ئې راباندې فرض کړي  ، دا داسلام ډیر لوی رکن (ستون ) دی ، او دا د دې لپاره د اسلام رکن ګڼل شوی چې دا په مسلمان کې د الله تعالی د پاره د قربانی او ایثار صفت زیږوي ، او د خود غرضۍ ، او دمال او زرپرستۍ ناوړه صفت د مسلمان څخه لری کوی ، مال پرست او دنیا پرست انسان حریص او بخیل سړی اسلام ته په هیڅ درد نه خوری ، هغه سړی چې خپل مال د الله تعالی په لاره کې د تردد نه پرته مصرف ولی شي ، هغه سړی د اسلام په مستقیمه لاره تللی شي ، زکات مسلمان ته د دې قربانۍ او فداکارۍ سبق ښي ، او دا سبق ورکوی چې کله د الله تعالی په لاره کې د مال د مصرفولو اړتیا پیښه شي نو هغه خپل مال د خپلې سینې سره ټینګ نه وی نیولی ، بلکه په ډیره خوشحالۍ او فخر ئې د الله تعالی په لاره کې مصرف کړي .
د زکات دنیایی ګټه دا ده چې مسلمانان په خپل منځ کې یو دبل سره مرسته وکړي ، هیڅ یو مسلمان خوار ،ذلیل ، بې وزله او لوڅ نه وي ، څوک چې ثروتمند وی هغه دې د مسکینانو غم وخوري ، د هغوی اړتیاوې دې پوره کړي ، ترڅو هغه څوک چې مسکنیا ن دي ،  خیرات ونه غواړي ، سوالګری  ونه کړي ، هیڅ څوک دې خپل ثروت او مال یوازی په خپل عیش او عشرت باندې نه مصرفوی ، بلکې دا فکر د هم وکړی چې د ده په مال کې د یتیمانو ، بې وزلانو ، مسکینانو حق هم شته دی ، په دې کې د هغو خلکو هم حق دی چې د کار کړلو قابلیت او اهلیت لری خو د سرمایه د نشتوالی له کبله کار نه شي کولی ، د هغو کوچنیانو حق هم دی ، چې الله تعالی دماغ او ذهانت ورکړی خو د مال د نشتوالی له کبله تعلیم نه شی کولاي ، په دې کې د هغو خلکو حق هم دی چې معذور دي ، او دکوم کار د کولو قابلیت نه لری . څوک چې دا حق نه مني ، هغه ظالم دی ، تردې به بل لوی ظلم څه وي چې ته د بې پایه ثروت خاوند وي په کوټیو او آپارتمانونو کې ژوند کوی ، په موټرو او الوتکو کې ګرځی راګرځي ، او ستا د ملت په زرهاو خلک د یوې لمړۍ ډوډۍ محتاج وي ، اوپه زرهاو د کار لایق خلک بې کاره ګرځي . اسلام د دې خود غرضۍ دښمن دی ، د کافرانو تهذیب خلکو ته دا ښيي چې مال یو د بل په سرټول او ږدي ، او یا ئې په سود نورو ته ورکړی تر څو د نورو ګټه هم تر لاسه کړي ، خو د مسلمانانو دین هغوی ته ښيي چې تر خپل اړتیا  زیات مال نورو اړمنو خلکو ته ورکړی ترڅو هغوی هم د کار کړلو لایق شي ، او دټولنې په جوړولو کې برخه واخلي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(!) زکات یوازې په روپیو که نه بلکې په  زرو او تجارتی مال او په څارویو او ځمکې په پیداوار او حاصل کې هم  وي ،  په دې ټولو کې د مقدار او اندازې  ترتیب د فقې په کتابونو کې  په تفصیل راغلی دي ، دلته یوازې د زکات  په ګټه او مصلحت  پوهیدل مقصود دي  ، د دې لپاره یوازې د روپیو مثال ذکر شو .
(۲)د دې خبرې یادول اړمن دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلې کورنۍ  غړو ( سیدان او هاشمیان ) ته زکات اخیستل حرام کړی ؤ ، مطلب دا چې سیدان او هاشمیان  زکات باید ږرکړی خو زکات باید وانه خلي ، که څوک د کوم مسکین هاشمی یا سید سره مرسته کوی نو د هدیې یا تحفې  په ډول وسره مرسته کولی شي ، صدقه ، زکات او خیرات نه شی ورکولی .
حج
څلورم فرض حج دی . د دغه فرض ادا کول  په عمرکې یو ځل ضروري دی ، او هغه هم په هغو خلکو چې مکې مکرمې ته د تګ لپاره پوره مصارف ولري ، په کوم ځای کې چې اوس مکه معظمه آباده ده په زرهاو کلو وړاندې ابراهیم علیه السلام په دې ځای کې د الله تعالی د عبادت لپاره یو کور جوړ کړی ؤ ، الله تعالی د هغه د محبت او اخلاص قدرداني وکړه او هغه کور ئې خپل کور وټاکه ، او وفرمایل : چې څوک زما عبادت کول غواړي ، نو د دې کورلوری ته دې خپل رخ اړوي ، او فرمایلی ئې دی ، چې هر مسلمان د نړۍ په هرګوټ کې چې وي  د توان په صورت کې دې په عمر کې یوځل د دې کورزیارت کوي ، اوپه ټوله مینه دې  تر دې کور طواف کوي څرنګه چې زموږ غوره او ګران بنده ابراهیم علیه السلام ترې طواف کاوه ، او دا حکم ئې هم کړی چې کوم مهال زما د کور لوری ته دې راتلو اراده کوي نو زړونه مو پاکوی ، نفسی خواهشات مو پریږدي ، د خونریزۍ ، بداخلاقۍ او بدکردارۍ نه ځان ساتئ ، د هغه ادب ، احترام او عاجزۍ سره راخئ د کوم سره چې د خپل بادار دربار ته حاضریږي ، داسې فکر وکړی چې تاسو د هغه پادشاه دربار ته حاضریږي چې د ټولو ځمکو او آسمانونو حاکم او مالک دی ، چې د هغه په وړاندې ټول انسانان فقیر او بې وسه دي ، د دې ادب ، احترام او عاجزۍ ، خالص نیت او مینې سره چې راشئ نو به مو موږ د خپلو بې پایه محبتونو او نعمتونو په سیوره کې ونغاړوو .
له یوه اړخه چې وګورئ نو حج تر ټولو لوی عبادت دی ، که د الله تعالی سره مینه او محبت د انسان په زړه کې نه وي ، نو هغه به ولی خپل خپلوان او دوستان پریښودل اود  دومره لوی سفر زحمت به ئې ګاله  ؟ د دې لپاره د حج کړلو اراده اونیت په خپله د دې مینې او محبت ښکارندوی او دلیل دی ، بیا چې څوک په دې سفر وځي نو د دې سفر کیفیت او څرنګوالی د عامو سفرونو په ډول نه وي ، په دې سفر کې د ده ټوله توجه اوپام د الله تعالی لوری ته وي ، د ده په زړه کې شوق او ولوله وار په وار ډیریږي ، په کومه کچه چې مکې مکرمې ته نیږدې کیږي په هغه کچه ئې په زړه کې ولوله ډیریږي ، د سرکشیو او نا فرمانیو څخه د ده زړه په خپله کرکه کوي ، په تیرو ګناوو د شرم احساس پکې پیدا کیږي ، د راتلونکی لپاره دعا کوی چې الله تعالی د نیکو کارونو توفیق ورپه برخه کړي ، د الله تعالی په عبادت او ذکر کې لذت پیدا کیږي ، سجدې وار په وار اوږدیږي ، اود ده زړه نه غواړي چې سر زر پورته کړي ، د قران په لوستلو کې لطف پیدا کیږي ، په روژه کې ځانته خوند او خوږوالی وي ، بیا کله چې د حجاز په ځمکه پښه کیږدي نو داسلام ټول ابتدایی تاریخ د ده په وړاندې انځور شي ، په هره لویشت کې د الله تعالی د یارانو اوپه الله تعالی باندې د ځان قربانونکو آثار او نښې ورته ښکاریږي ، دهغه ځای او ځمکې هر زره د اسلام په عظمت او لویۍ شهادت ورکوي ، او هر تیږه ئې چیغې وهي چې دا هغه ځمکه ده چې پدې ځای کې داسلام پیدا شوی او لدې ځایه دالله تعالی کلیمه پورته شوې ده ، په دې توګه دمسلمان زړه دالله تعالی له عشق اوداسلام له محبت څخه سرشاره کیږي ، او دهغه ځای نه داسې اثر او اغیزه له ځان سره راوړي چې د عمر تر پایه د زړه څخه نه پاکیږي .
د دین تر څنګ الله تعالی په حج کې دنیایی بې شمیره ګټې هم ایښې دي ، د حج له امله مکه مکرمه د مسلمانانو مرکز ټاکل شوی دی ، د نړۍ له ګوټ ګوټ نه مسلمانان په یوه وخت په هغه ځای کې راټولیږي ، یو له بل سره ویني ، د دوی په منځ کې اسلامی ورورګلوي او محبت ټینګیږي ، او دا باور په زړونو کې پیدا کیږی ، چې مسلمان که هغه په هر ځای او هر هیواد او له هر نسل او نژاده وي یو له بل سره ورڼه او یو ملت دي ، پدې اساس له یوه اړخه حج د الله تعالی عبادت دی ، او له بل اړخه هغه د مسلمانانو یو نړیوال کنفرانس هم  دی ، او دمسلمانانو په منځ کې د اتحاد او اتفاق لپاره د نړۍ په کچه یو ډیره اغیزمنه ذریعه هم کیدای شي  .
د اسلام حمایت
وروستی فرض چې دالله تعالی له لوری پرتا باندې فرض  شوی ، هغه د اسلام حمایت دی  .  که څه هم دا داسلام د ارکانو  څخه رکن نه دی ، خو په اسلامی فرایضوکې یو مهم فرض دی ، اوپه قرانکریم او درسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثونو کې په دې فرض باندې ډیر ټینګار شوی دی .
د اسلام حمایت څه شی دی او ولی فرض شوی دی ؟ په دې باندې ته د یوه مثال څخه په آسانۍ پوهیدی شي ، فرض کړه چې یوسړی ستا سره دوستی کوي ، خو دهر ازمویښت په مهال داسې ثابتیږي چې هغه ستا سره همدردي او زړه سوی نه لري ،هغه ستا د ګټې اوزیان پروا نه لري ، په کوم کار کې چې ستا زیان وي ، هغه د خپلې ګټې لپاره ستا زیان ته پاملرنه نه کوي ، په کوم کار کې چې ستا ګټه وي ، په هغه کار کې یوازی د دې لپاره ستا سره مرسته نه کوی چې ده ته ګټه نه رسیږي ، که په تا باندې کوم مصیبت راشي ، هغه ستا سره مرسته نه کوی ، په کوم ځای کې چې ستا بد ویل کیږي د هغه بد وینکو سره دی هم ګډون کوي ، یا لږ تر لږه ستا بدي په پټه خوله اوکرارۍ سره اوري ، ستا دښمن که ستا په ضد کوم کار کوي هغه ورسره شریکیږي ، یا لږ تر لږه تا دهغه له شر څخه نه ژغوري . و وایه : ته داسې سړی خپل دوست ګڼلی شی ؟ ته به یقینا ووایی چې هیڅ کله نه ، د دې لپاره چې هغه یوازی د ژبې د دوستۍ داوه کوي ، اوپه حقیقت کې ریښتنې دوستی دهغه په زړه کې نشته ، د دوستۍ مانا خو دا ده چې څوک له چا سره دوستي کوی دهغه سره محبت ، مینه او خلوص ولري ، د هغه همدرد او خیرخواه وي ، په وخت د هغه ستونزه حل کړی ، د دښمنانو په مقابله کې د هغه سره مرسته وکړي ، د هغهپه غیاب کې د هغه  بدو اوریدلو ته هم تیار نه وي ، نو کله چې دا خبره په هغه کې نه وي هغه منافق دی ، دهغه د دوستۍ داوه درواغجنه ده .
د دې مثال پربنسټ قیاس کړه چې کله ته دمسلمانتوب داوه کوي برتا باندې څه شیان فرض کیږي ، د مسلمانۍ مانا دا ده چې ته په اسلام غیرت وکړې ، د ایمان غیرت ، داسلام سره مینه او محبت او مسلمان وروڼو سره مرسته او وروګلوي ، ته که په دنیا کې هر دنده لرې ، په دې دنده کې د مسلمانانو او داسلام ګټه او مفاد همیشه په نظر کې ونیسې ، د خپلې ګټې او خپل کوم زیان د مخنوی لپاره داسې کوم کار ونه کړی چې د اسلام او مسلمانانو په زیان تمام شي ، او په هر هغه کار کې  د زړه له کومې اوپوره ونډه واخلی چې داسلام او مسلمانانو ګټه او مفاد پکې نغښتی وي ، او دهر هغه کار نه ځان وساتې چې داسلام او مسلمانانو پکې زیان او نقصان وي ، د خپل دین او د خپلې اسلامی ډلې عزت خپل ذاتي عزت وګڼې ، په کوم څیر چې ته خپل توهین او سپکاوی نه شئ ګاللی ، په هغه څیر داسلام او دمسلمانانو توهین او سپکاوی ونه ګالې ، په کوم ډول چې ته د خپل ځان خلاف د خپل دښمن سره لاس نه یو کوی ، په همدې ډول د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو سره لاس یو نه کړې ، په کوم ډول چې ته د خپل مال ،عزت او وقار د ساتلو لپاره هر راز قربانۍ او فداکارۍ ته تیار وي ، په  همدې ډول د اسلام او مسلمانانو د عزت او وقارد ساتلو لپاره هر راز قربانۍ ته تیار وې ، دا صفات او خویونه باید په هر هغه سړی کې وي چې ځان مسلمان بولي ، که نه نو دې به په منافقینو کې شمیرل کیږي ، او د ده عمل به په خپله د ده دې ژبې داوه غلطه ثابتوي .
 د حمایت اسلام یوه برخه د شریعت په ژبه کې (جهاد ) نومیږي ، د جهاد لفظی مانا دا ده چې په کوم کار کې خپل ټول طاقت مصرف کړې ، د دې مانا پربنسټ کوم سړی چې د الله تعالی د کلیمې د لوړوالی لپاره خپلې پیسې ، ژبه ، قلم ، لاس اوپښې ، استعمالوی دا هم د الله تعالی په لار کې جهاد دی .  مګر په ځانګړی توګه دجهاد ټکی د هغه جنګ لپاره استعمال شوی چې د هر راز دنیوی ګټو او مقصدونو نه پاک وي ، یوازې د الله تعالی لپاره د اسلام د دښمنانو په وړاندې وشي . په شریعت کې جهاد ته فرض کفایه ویل کیږي ، یعنی داسې فرض چې په ټولو مسلمانانو فرض کیږي ، خو که یوه ډله ئې پر ځای کړی د پاتې خلکو نه د دې ادا کول ساقطیږي ، مګر که په کوم اسلامی هیواد باندې د دښمنانو یرغل کیږي په دې صورت کې د هیواد په ټولو اوسیدنکو لکه لمونځ او روژه غوندې (فرض عین) کیږي ، که هغوی د مقابلې طاقت او زور و نه لری نو په ګاونډی هیواد کې په هر مسلمان فرض کیږی چې د خپل ځان او مال په ذریعه د دوی مرسته وکړي ، که د دوی د مرستې په پایله کې هم دښمن شکست او ماتې ونخوري ، نو د ټولې نړۍ په مسلمانانو د دوی حمایت داسې فرض کیږي لکه لمونځ او روژه ، یعنې که کوم یو سړی هم د دې فرض په پرځای کولو کې سستي کوي ګنهکاریږي ، په داسې صورتونو کې د جهاد اهمیت تر لمانځه او روژې نه هم ډیر وي ، د دې لپاره چې هغه وخت دایمان امتحان تر سره کیږي ، کوم سړی چې د مصیبت او سختۍ په وخت کې د اسلام او مسلمانانو سره مرسته نه کوی د هغه په ایمان کې شک دی ، بیا د ده لمونځ د څه لپاره او د ده روژه د کوم واقعیت په اساس ؟ او که کوم بدبخته انسان داسې وي چې په دې وخت کې دې اسلام له دښمنانو د مسلمانانو پرخلاف لاس یو کړی ، نو یقینا چې هغه منافق دی ، د ده لمونځ د ده روژه او د ده حج ټول بې ګټې او بیکاره دي .