پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړولو لپاره پر څلور نکاتو باندې اتفاق وکړ ، د پيپلز ګوند مشر اصف زرداري په اسلام آباد کښې د اسفنديار ولى سره وکتل ، په ملاقات کښې پدغه څلور خبرو اتفاق وشو :
دواړه ګوندونه به د پارليمان د برلاسيتوب
ايالتي خپلواکي
د ترهه ګرۍ په ضد جګړه
عدالتي اصلاحاتو لپاره ددواړو ګوندونو په ګډه کار کول
د ليدنې وروسته اصف زرداري خبريالانو ته وويل چې پيپلز ګوند د پارليمان د خپلواکۍ لپاره د جمهوري قوتونو سره په ګډه هلې ځلې کوي او پدغه لړ کښې به د نورو ګوندونو سره هم مشورې وکړل شي ، اسفنديار ولى خبريالانو ته وويل چې د اساسي قانون د برلاسۍ او جمهوريت لپاره په ګډه مبارزه کوو.