د مخه تر دې چي پر ښکېلاک څه ولیکل سي؛ خو مخکي له مخه یوه بله خبره باید څرګنده سي . هغه دا چي که په ټوله نړي کي وکتل سي هرشی چي ليدل کېږي دوې خوا وي لري یاني یوه ښه خوا او بله يې خرابه خوا ده . انساني قضاوت هم پر دغه داسي کېږي؛ که چیري ددغه کار ښه خوا ډېره او بده خوالږ وه نو دغه کار ته یا شي ته ښه ویل کېږي او که برخلاف وه نوخرابه ورته ویل کيږي . دا په دې مانا ده، چي مطلق ښه نسته . المانان متل لري وایي : ( هر مدال دوې خواوي لري .) ښکېلاک هم له دغو شیانو یا اعمالو څخه دی، چي ښه خوا او بده خوا لري . د شکیلاک بده خوا دومره ډېره ده، چي ښه نه ورسره جوړيږي . یاني ښه خوا یې بېخي لږ ده . نو ښکېلاک په خرابو کارونو کي راځي . په منځنۍ پېړۍ کي چي بد اعمال ډېر وه نوښکېلاک یو افتخاري او د ځواک ښووني کار وو . خو د ۱۹مي پړۍ په پای کي او د ۲۰مي پېړۍ په سر کي چي انسانانو څه سد سر ته راغی دغه کار ېي سوکه سوکه تر ژبي لاندي بد وبوله او په خاصه توګه بیا وروسته تر دوېم نړۍ وال جنګ . یاني ښکېلاک او شکېلاګر بد وبلل سوه . د ښکېلاک ډول په نیغه توګه بدلون وموند . پر ښکېلاک نوم دنړۍ وال مرستي، نړۍ واله ترهګري، ورور ولي مرستي او نور بهانه يي نومان ورکړه سوه .
یاني یوه بهانه بایدوي چي په پره دي هېواد ور ننوځي .
او و جهانیانو ته وښیي، چي دوی مرستندویه ډله ده او خپل هېوادوالو ته اونړۍ والو ته وخت ناوخته داسي ځانونه ښکاره کړي، چي بېله د دوی له شتونه دغه وګړي تباه کېږي . دغه ډول ښکېلاک ته نوی ډول ښکېلاک وايي . وژنه او شکیجه د منځنۍ پېړۍ په ډول روانه وي؛خو په نړۍ واله کچه داکار کوي او ځان مستحقه بولي .
ښکېلاک د ښکېلاک سوي ټولني جوړښت خرابه وي . ټولنه پر ډلو
و وېشل سي . شکېلاګر یوه ډله په ښکېلاک سوي ټولنه کي ځان ته پلویان کړي او د خپلي خوښي ځواک ورکوي . پر دغو ډلو دښکېلاکګروهر ډول فشار چي راسي باید وې زغمي اودغه خلک باید د ښکېلاکګرو هر ډول سمه او ناسمه خبره ومني او د دغو خلکو په مرسته ښکېلاک سوې ټولنه تر فشار لاندي راولي . داکار د ښکېلاکګرو په دې مانا دی چي ځانونه یي له مسؤلیته خلاس کړي وي او مسؤلیت یې ددغو څو وګړو و غاړي ته اچولی وي . خو ټولنه ښه په پوهيږي، چي دا ټونګ د ښکېلاکګرو لخوا دی . بله ډله ځان ( اوتومات) جوړه وي، چي په دغه ګډوډۍ کي خپل کار وکي؛ یوازي او یواز ي پخپل ځانګړو کارو پسې ګرځي . د دوی کار دي په هر رنګه چي کېږي جوړدي سي نور نو د هیڅ شي فکر نه دی ورسره . بله بیا مخالفه ډله ده، چي ښکېلاکګر په هېواد کي نه خوښه وي تل په جګړه کي وي . بله ډله يې عام خلک دي، چي په دې ډله کي هر ډول وګړي شتون لري . دغه وېش د ښکېلاک پر مهال طبعي غوندي ښکاري .
بل ويش د ښکېلاکګر له خوا منځ ته راځي، چي دغه وېش ډېر خطرناکه وېش دی . ښکېلاکګر ګوري، چي دا ټولنه څرنګه یو جوړښت لري . دا جوړښت مذهبي دی، لساني دی، قومي دی، محلي دی او که نور جوړښت لري . ښکېلاکګردټولني له دغو تشو څخه کار اخلي اوټولنه په دې ډول وېشي اوتارومار کوي یې .
دټولني جوړښت داسي تاواني سي،چي سمون یې یا ډېر وخت غواړي یا بېخي له خپله مسیره واوړي .
لنډه یې دا چي دپخوا حال ته نه راګرځي .خو د پخوا دودونه په ډېر لږ شکل سره په ښکېلاک سوي ټولنه کي ليدل کيږي .
خو ټولني ډېر سخت بدولون موندلی وي . دا ځکه چي ټولني د ښکېلاک پرمهال راز راز فشارونه شکنجي ليدلي وي اووګړي یي له خپل اصلي ټاټوبي څخه بېځایه سوي وي . ښکېلاکګر سخته بې رحمه وي . دا ځکه دوی خپل له ډاره داکار کوي، چي ټولنه د دوی و هر راز بې عدالتیو ته غاړه کښېږدي او دوی ومني . په ټولنه کي د مور او میرې له پرنسيپه کار اخلي او ټولنه نه پرېږدي، چي پخپل منځو کي جوړ جاړی ولري . ښکېلاکګر د ښکېلاک سوي ټولني لپاره هر ډول وسله په کار اچوي . دا وسله کېداي سي چي جنګي اوزار وي، کېداي سي چي روپۍ وي، کېداي سي چي خبري او پروپاګندا وي، کېداي سي چي جاسوسي وي او دغسي نور . د خپل بري لپاره دا ټول شیان په کار اچوي . ټولنه په دغه مهال کي تریوي سختي غمیزي لاند وي . وروسته ترښکېلاک ټولنه ستړې وي اوناروغې وي .
اخځونه :
ویکیپېدیا (Wikipedia)