کور / تازه خبرونه / له امين فرهنګ څخه د مالي فساد په باب تحقيقات کېږي

له امين فرهنګ څخه د مالي فساد په باب تحقيقات کېږي

د افغانستان لويي څارنوالۍ ويلي چي د ولسمشر کرزي په کابينه کي د سوداګرۍ او صنايعو له پخواني وزير محمدامين فرهنګ څخه د مالي فساد په باب تحقيقات کېږي.
د لويي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري پرون په کابل کي خبريالانو ته ويلي چي لويي څارنوالي د ښاغلي فرهنګ دوسيه بشپړه کړې او له هغه څخه به د اداري فساد، له واک څخه د ناوړي استفادې او د ٢٠ ميليونو ډالرو د حيف و ميل په باره کي تحقيقات وسي.
د ښاغلي نظري په وينا امين فرهنګ د تيلو په يوه معامله کي له ماليې وزرات څخه ٢٠ ميليونه ډالره اضافه ايستلي دي، چي د اداري فساد پر ضد ځانګړې محکمه به تحقيقات ځني وکړي.
لويي څارنوالۍ تيره اونۍ د ټرانسپورټ د پخواني وزير حميدالله قادري دوسيه هم ځانګړي محکمې ته راجع کړې وه، چي دوه کاله دمخه د حاجيانو د لېږد په چارو کي په درغليو تورن سوئ وو.
د افغانستان لويه څارنوالي وايي د فرهنګ او قادري په ګډون د ٢٠ لوړ پوړو پخوانيو او اوسنيو چارواکو پر دوسيو کار روان دئ، چي په خپلو وظيفو کي يې درغلۍ کړي او په مالي فساد کي برخه لري.
لويي څارنوالۍ د نورو لوړ پوړو چارواکو نومونه نه دي په ډاګه کړي.